روح نوازه ټکي او کلیمات

سید عبیدالله نادر

549

روح نوازه ټکي او کلیمات

د کومو کلیماتو او ټکو څخه چې کولای شئ ،د وینا په وخت کې د خپل مخاطب سره و کاروئ ،په هغه کلیماتو چې سړی دروند ښکاره شي ،او د درنښت احساس وکړئ ، او مخاطب هم د آرامتیا احساس وکړي ،هغه باید وکاروئ ، هیڅ خپل عزت او لوړ والی د بل په تحقیر کې مه وینئ ، یا په بله معنی د بل په تحقیر او کم راوستو کې مه ګورئ ، یوه طبقه خلک دي ، چې یا تعلیم او تحصیل نه لري ،او یا که لري یې هم ، نو علم پرې کوم تأثیر نه دی کړی ، نو ځیني وخت د بل د تحقیر او کم راوستو په خاطر او په محفل یا مجلس کې د ځان مطرح کولو په خاطر ، د بل انسان تحقیر او توهین کوی ، دی د خپل ځانه سره داسي انګیري ، چې ټول وخندوی یو کس دوه کسه به وخاندی لیکن ډیری خلک دا درک کولای شي ، چې ده سره بغیر د تکبر او ځان مطرح کولو نور د علم او معرفت ټکی هم نشته ، نو په دې اساس د هر چا احترام په خپل ځای باندی وکړئ ،ډیر کوشش وکړئ ، چې په خبرو کې هم ستاسو څخه څوک آزار نشي ، په احترام کې د چا څه نه کمیږي ، او په بی احترامۍ کې سړی بد ښکاري ، نو په هر انسان باندی لازمه ده ،چې د وینا پر مهال د مخاطب سره د ډیرو ټکو مراعات وکړي ، زه چې تر دې دمه دا لیکنه کوم،د داسو مجالسو شاهد یم ، ځکه دا لیکم آو خپریدل یې هم اړین ګڼم ، په مجلس او ناسته کې ډیر نزاکتونه باید مراعات شي ، هغوي چې د بل تحقیر کوی په ځان کې ډیر نارسایي او کم والۍ ویني یعنی د مقابل لور په پرتله ڼو ځکه دا کار کوی ،او په بله مانا په غیر شعوری طور د مقابل په پرتله د خپل ضعف اعتراف هم کوی ، بی له دې چې دی په خپله پرې پوه شي ، لیکن ځیني زیرک او موشګافه پرې پوهیږي .نو لازمه ده چې د ښه کلیماتو په ادا کولو او استعمال سره هم دوستان خوښ او خوشحاله وساتو، او د چا خوا بده نه کړو ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د شعر و ادب او نثری ادب د برخي د پاره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.