له حالاتو ناهیلی

سید عبیدالله نادر

1,102

ځوی می راته ووييل : چې د ده د یو ملګري کره ځوی شوی وو، وایي ما ترې وپوښتل: د ځوی په پیدایښت خو به خوشحاله یي؟ وایی هغه راته یوه خبره وکړه چې ډیر ناهیلي او افسوس او درد یې په خبره کې پروت وو، وایي وې ویل : چې خوشحاله یم، خو بیچاره هیڅ راتلونکی نه لري، یعنی د وینا څخه یې داسي ښکاریده چې د خپل د زړه سر ماشوم راتلونکي ته ډیر اندیښمند او پریشانه دی، او د خپل ماشوم راتلونکی تیاره ویني، زما ځوی وایي په دې خبره ډیر خواشینی شوم، او د هغو ماشومانو په فکر کې هم شوم، چې لا یو د بل پسي به زمونږ وطن کې دنیا ته راځي، او پلرونه او میندې به یې د دوی راتلونکي ته اندیښمند وي، نو راتلونکی زمونږ په لاس دی، باید چې دا راتلونکی بدل کړو، او د هیلو او آرزو ګانو غوټۍ د پلرونو او میندو په زړونو کې د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره و غوړوو. بل چا په فیسبوک کې، د یو سر ګردانه انسان تصویر اچولی چې خپل ماشوم یې په غیږ کې نیولی، او د یو نامعلوم سرنوښت په لور روان دی، لیکلي یې دي چې خپل ځوی ته وایي، چې عذر غواړم ځویه چې ما نه شو کولای چې تاته یو ښه راتلونکی او ښه وطن چې ستا د شان سره برابر وي جوړ کړم، ما وبخښه ځویه، نو راځئ چې د دې نا هیلي څخه وځو او خپل راتلونکی لکه نورو پرمخ تللي هیوادونو په څیر جوړ کړو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.