حقاني او القاعده شبکه؛ نوې ترهګریزه ډله جوړوي

0 1,307

 ګریګوري سلېوان: طالبانو او حقاني شبکې له القاعده سره اړیکې نه دي پرې کړې.

د امریکا دفاع وزارت د القاعده او طالبانو تر منځ د اړیکو د څرنګوالي په اړه د امریکا مالیې وزارت ته یو پوښتنلیک لېږلی و، ترڅو په ډاګه کړي، چې طالبان او حقاني شبکه له القاعده سره اړیکې لري؛ که نه؟
د امریکا د مالې وزارت عمومي پلټوونکي ګرېګوري سلېوان د یو یاداښت په ترڅ کې د امریکا دفاع وزارت ته ټوله مسله روښانه کړې.
په یاد یادښت کې لیکل شوي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د القاعده شبکې په افغانستان کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې وده کړې او خپل فعالیت ته یې دوام ورکړی.
همدارنګه نوموړي یادښت کې ویل شوي، چې طالبان د پیسو په بدل کې د القاعده شبکې لپاره د فعالیت زمینه برابروي او اوس هم د خپلو فعالیتونو د پوښښ لپاره له القاعده شبکې مالي مرستې تر لاسه کوي.
ګریګوري سلېوان زیاتوي، چې د طالبانو او القاعده ډلې د مشرانو تر منځ ناستې د ۲۰۲۰ کال د مئ میاشت کې خورا زیاتې شوې او د طالبانو د رژیم د حاکمیت د وخت په څېر له القاعده سره د طالبانو تړون عادي حالت ته ګرځېدلی، چې دا د نړۍ لپاره یو ګواښوونکی حالت دی.
د يادښت یوه برخه د حقاني شبکې او القاعده تر منځ اړیکو ته ځانګړې شوې، د حقاني شبکې په اړه ویل شوي، چې له القاعده سره یې منظمې اړیکې دوام لري او د القاعده لپاره د اسانچارو او د القاعده د قراردادي سازمان په حیث فعالیت کوي.
همدارنګه د القاعده او حقاني شبکې تر منځ د یو مشترک ترهګریز یونټ او د یوې نوې ترهګریز ډلې د جوړېدو په اړه هم خبرې شوې دي.
سلېوان زیاتوي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي سیمو کې د پاکستان د طالبانو تحریک او ځینې نورې شبکې هم بیاځل د طالبانو او القاعده شبکې په مرسته فعالې شوې دي او د منځني ختیځ له ترهګرو ډلو سره تړلي ګروپونه او داعش ته هم د فعالیت زمینه طالبانو رامنځته کړې.
دا هر څه طالبانو په داسې حال کې کړي، چې همدې مدت کې یې امریکا سره د سولې تړون درلود او دوی ژمنه کړې وه، چې له القاعده شبکې سره به اړیکې پرې کوي؛ خو طالبانو برعکس له فرصت په ګټې اخیستو د ۲۰۲۰ کال جریان کې د القاعده د ودې لپاره کار کړی او دا د امریکا او نړۍ لپاره یو ګواښوونکی حالت دی، چې القاعده سازمان بیا ځل په افغانستان کې سر راپورته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply