سپینه ماڼۍ له طالبانو سره د خپل تړون ارزول غواړي

0 663

سپنه ماڼۍ غواړي د طالبانو او امریکا ترمنځ هغه تړون وارزوي چې تېر کال یې د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره لاسلیک کړی و.
د سپینې ماڼۍ ویاندې مېرمن هارون ویلي، چې د جوبايډن اداره غواړي یاد تړون ته د طالبانو په ژمنتیا باندې ځان باوري کړي.
له امریکا سره ددغه لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې به طالبان د تاوتریخوالي کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو په ګډون نورو مادو ته هم ژمن پاتې کېږي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالېون له خپل افغان سیال حمدالله محب سره ټلیفوني خبرو کې هم ددې ارزونې پخلی کړی.
ښاغلي محب ددې خبرو په هکله پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:
“موږ هوکړه وکړه چې ولسواک افغانستان کې د داسې تلپاتې اوربند او عادلانه او تلپاتې سولې لپاره هڅې وکړو چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې پکې وساتل او د ټولو افغانانو حقونه خوندي او سمون دوام ولري. “

د امریکا او طالبانو د تړون یو شرط هم افغانستان کې د سولې لپاره د حکومت او طالبانو خبرې پیلول و.
دا خبرې د تیر میلادي کال په سپټمبر کې پیل شوي، چې لا یې هم کومه مالومه پایله نه لیدل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply