د طالبانو او ایران ملګرتیا؛ ملابرادر او پلاوی یې تهران ته رسیدلي

0 1,470

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ په خپل ټویټر لیکلي، چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی او هلته به له ایراني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.
نعیم وردګ ویلي، چې په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به هم له ایراني چارواکو سره وګوري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خطیب سعید ویلي، چې طالب پلاوی به په ایران کې د بهرنیو چارو له وزیر او د افغانستان لپاره د ایران خاص استازي سره وګوري.
د مالوماتو له مخې لا هم د ګڼو طالبانو کورونه په ایران کې دي او څو ځله په افغانستان کې د جګړې پر مهال له طالبانو سره ایرانۍ وسلې هم نیول شوي دي او د هېواد په لویدیځه برخه کې د ایران په ګټه د برښنا په بندونو حملې شوي خو د افغان حکومت د نامعلومو وجوهاتو له امله په افغانستان کې د ایران په ښکاره او بېشرمانه لاسوهنو پټه خوله دی او ډیر ځله اجازه نه ورکوي د ایران څخه راغلې او نیول شوې وسلې رسنیزي کړي او د هم د نظام دننه د ایرانی پلوو او ایراني جاسوسانو مخنیوی وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply