د ستانکزي مغشوشې خبرې او یو نظر

ډاکټرعطاالله زيارمل

0 699

کله چې عباس ستانکزی له رسنیو سره د ولسمشر اشرف غني د استعفا غوښتنه کوي او د طالبانو له لوري د نوي حکومت سره د خبرو اترو په اړه غږېږي نو ډېرو به لیدلی وي او د هغه خبرې به یې اورېدلې هم وي، چې ژبه یې بنده بنده شي. ان خپله خبره ترې ورکه شي چې څه وايي.

له دې څخه داسې ښکاري چې:

۱. دا د ده خپلې خبرې نه دي او د بل چا له لوري ورکړل شوي دي او یا هم د بل چا د خوشالولو لپاره یې په ویلو مامور شوی دی.

۲. له روسانو سره یې تېر ځل د ملي اردو د منحل کېدو خبره وکړه خو دا ځل له لیدنې وروسته یې دغه نوې خبرې له خولې را ووتلې. ور ته پام مو و چې د ده په خبرو کې کوم تسلسل او منطق نه تر سترګو کېده. په دې دلیل چې که فرضاً دا د ستانکزي خبره هم ومنل شي او خدای مکړه د هغه په وینا د نوي حکومت لپاره ولسمشر هم له خپلې دندې څخه استعفا وکړي نو د هغه خبرې دومره روښانه نه وې چې د دوی دریځ یې بیان کړی وای. هغه یوازې په همدې خلاصه کړه چې مذاکرات به پیل او له هغه حکومت سره به کار وکړي؟ دا یې روښانه نه کړه چې څه ډول او په کوم رول کې به له هغه حکومت سره کار وکړي؟

که له استعفا وروسته یوازې د مذاکراتو خبره کوي او خپل بشپړ پلان نه مطرح کوي، نو مذاکرات خو دا اوس هم روان دي. فرق یې په څه کې دی؟ د ده په اصطلاح د نوي حکومت سره به د دوی د ډلې رول څه وي؟ او که موږ نور هم منتظر شو چې دا ځل که دوی له چین څخه هم لیدنه وکړي نو بیا به یې په اواز کې نور هم نوی سر او لی پیدا شي. دا ډول خبرې او څرګندونې سمې نه دي او ښه نتیجه نه ورکوي. تقریباُ یو کال کېږي چې په ښکاره مذاکرات روان دي خو تر دې دمه ولس خبر نه دی چې طالبان څه غواړي او په همدې ناخبره ولس څه ډول حکومت کوي؟

له دې معلومېږي چې عباس ستانکزي ته یوازې همدومره ویل شوي و او هغه دغه خبره تر مطبوعاتو پورې را وایسته. داسې ښکاري چې نور به بیا ور ته نورې خبرې په خوله کې ورکړي او دی به یې تکراروي او په همدې ډول به د سولې د خبرو اترو ملامتي په نورو ور واچول شي. یو لور ته به د خپل جنګ د دوام لپاره دلایل تراشي او بل لور ته به هره ورځ د نورو زامن او بې وسه افغانان په وینو کې لمبوي.

دا باید یو ځل بیا روښانه کړم چې د موقت حکومتونو او نورو نظامونو تجربې په وار وار سره ناکامې شوې دي او اړتیا نه لیدل کېږي چې د تېر تاریخ ترخې تجربې بیا تکرار شي. په اوسني نظام کې مختلف اقشار خپل ځان ويني او هم د لویو قربانیو او لګښتونو په نتیجه کې منځته راغلی او په تېرو کابو شلو کالو کې یې د مختلفو برخو خامیانې په ګوته شوي او اصلاح شوي او د لا ښه کېدو لپاره یې نور هم ډېر کار ته اړتیا شته. منطقي خو دا ده چې که سياسي مخالفین غواړي په هېواد کې ځان مطرح کړي او د هېواد ګټې ور ته معتبرې وي او د خپلو خلکو سوکالي یې ارمان وي نو بیا باید له مشروعو لارو مخته ولاړ شي ترڅو د شته نظام خامیانې اصلاح او د سیاسي ثبات او اقتصادي ودې لپاره داسې کار وکړي چې افغانان د نورو له احتیاج څخه د تل لپاره خلاص شي.

ځینو سره به دا پوښتنه پیدا شي چې څنګه دا امکان لري؟ که د سولې خبرې واقعاً په ښه نیت ترسره شي او موخه یې د افغانستان د لوړو منافعو د خوندیتابه او د خلکو د سوکالي لپاره وي نو د شته نظام په موجودیت کې ممکنه ده چې د قدرت ویش ته دواړه لوري غاړه کېږدي او د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر دې د ټولټاکنو له لارې د واک انتقال له یو کس نه بل کس ته د یو اصل په توګه یقيني کړي. که مخالفین د قدرت په ویش باندې اعتبار نه لري نو د ملي یووالي د حکومت یوه بڼه د ټولو مخې ته شته او د بل ځل ټولټاکنو پورې دې د همدې ګډ حکومت برخه وګرځي. په دې ډول سره به تر ټولټاکنو پورې د اساسي قانون په تعدیلاتو باندې هم لویه جرګه تر سره شي او د نورو پرېکړو لپاره به یو عملي کاري مهالویش هم تر کار لاندې ونیول شي. په دې ډول به د دوی خپل سياسي شتون، د هېواد ګټې او د خلکو سوکالي ټول په پام کې نیول شوي وي او یوه باعزته سوله به په ټول هېواد کې ټینګه شوې وي، چې ټول یې غوښتونکي دي. که خدای مکړه داسې و نه شي نو بیا به یې ګټه ټوله د افغانستان دښمنانو ته ورسېږي او ټول پوهېږو، چې هغوی له جوړې په تالا خوشالېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply