د زنځیري سپکاویو تر شا شوم پلانونه

ډاکټر عطاالله زيارمل

0 482

 د پېښور په ښار کې د پولیسو له خوا پر یو افغان عامر تهکالي باندې ظلم او زیاتی او د انساني کرامت له پولو وراخوا د هغه سپکاوی او بربنډول او له هغه وروسته ورڅخه ویډیوګانې اخیستل، له دې څخه څو اونۍ مخکې په ایران کې د افغانانو سیند ته په زور او وحشت سره ټېل وهل او په اوبو لاهو کول او ورپسې د افغانانو په موټر ډزې کول او ان د هغوی ژوندي سوځول دا ټول زموږ د مغرضو ګاونډیو هغه زنځیري او پلان شوي فشارونه دي چې پر افغان دولت یې يو پر بل پسې راوړي، ترڅو په دې ډول افغانانو ته وروښيي چې دولت مو ستاسې د حقوقو د ساتنې لپاره هیڅ نشي کولی او په دې ډول دغه ګاونډیان غواړي په کور دننه هم پر افغان دولت نور فشارونه زیات کړي، چې ولې څه نه کوي؟

په حقیقت کې دولت په یو وخت کې له څو مشکلاتو سره مخامخ دی. له یوې خوا دولت د کورونا د وبا په ستونزمنو شرایطو کې د اداري فساد په اړه تر سختو تورونو لاندې راغلی او له بلې خوا د وسلوالو پرله پسې وحشتناکه بریدونه هم زیات شوي چې حتی د مسجد امامان هم په کې یو پر بل پسې شهیدان شول او د هرې ورځې د سرتېرو د شهادت خبرونه هم د خلکو غوږو ته رسېږي نو په دغسې یو حالت کې به دولت کومې خوا ته ورسېږي؟

بېرته راځم دې وروستیو پېښو ته، ‌له بده مرغه دا ټول توهینونه او سپکاوي د اسلامي اخوت او ورورولۍ په فضا کې تر سره کېږي او د همدې ګډ او مشترک فرهنګ او تاریخي سوابقو په لرلو سره موږ بیا هم له دغو ګاونډیانو د خیر او سولې تمه کوو. دوی تل په همدې فکر کې دي چې زموږ او د دوی ګټې هیڅکله هم سره همغږې کېدلی نشي او همېشه له موږ غواړي چې په هر حالت کې باید د دوی ګټې معتبرې وشمېرل شي. په خواشینۍ سره باید ووایم چې زموږ ځینې سیاستوال هم په شعوري یا غیر شعوري ډول زموږ ګټې د هغوی له ګټو پورې مستقیماً تړلې بولي چې دا حالت زموږ عام خلک مغشوشوي.‌

نو پکار ده چې پر وطن مین خلک په هره مسئله کې د هېواد لوړو ګټو ته لومړی پام وکړي، چې هغه د شته نظام ساتنه او د سياسي ثبات لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې دی او هم عین وخت کې پرې نه ږدي چې ځينې له ځانه او جهانه ناخبره او سرناخلاصي زموږ پر ملي ګټو سودا بازي وکړي او د دغو مغرضو ګاونډیانو سخې راباندې پخې کړي.

د یو سوکاله او باثباته افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply