د عباس ستانکزي پام وړ

0 1,131

د عباس ستانکزي پام وړ :

هر خپلسری نااړوند مسلکه د اسلامي حکومت د تفسير اهل نه دی

قرآن پر قول وعمل حکم کوي

د اسلامي حکومت او د مشرتابه لپاره لږ تر لږه قرآني حکم پوهه او روغتيا ده. ستانکزی او امارت يې له خدای سره په جګړه کې دي

نوټ : ولسمشر د خپل اساسي قانون او د هېواد د ملي – اسلامي ګټو ساتونکی دی. د خپل نظام او د ملي – اسلامي ګټو په ساتلو کې که څوک د پاکستان مخالف کيږي، نو د پاکستان په مخالفت کې نه نظام کافر کيږي او نه مشرتابه. کفر واسلام تر ايمان واسلام او عمل پورې اړه لري. ايمان د عقل mind او اسلام د زړه پورې heart تعلق لري او قرآن د قول وعمل د يووالي حکم کوي، نو دا پاکستاني چارواکي او د دوی لاسپوڅي به څه حکم رانغاړي؟ ستانکزي نظامي زده کړې کړي، نو ځکه يې کړنې او څرګندونې تل له الهي اوامرو سره په ټکر کې وي، ځکه خو تل د خپل واک لپاره له خدای سره په جګړه کې وي.

بي بي سي :

[[د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال مسکو کې خبري ناستې ته دا هم ويلي وو چې اوسنی افغان دولت بايد ختم او پرځای يې داسې يوه اداره چې افغانستان کې ټولو خواوو ته د منلو وي رامنځ ته شي :

“موږ داسې يو حکومت غواړو چې له امريکا سره د نوي اسلامي حکومت د جوړښت په هوکړه کې ذکر شوی، اسلامي حکومت په دې معنا چې د اشرف غني حکومت ختم شي او پر ځای يې داسې يو حکومت چې په افغانستان کې ټولو خواو ته د منلو وي رامنځته شي.”]]

ښاغلی عباس ستانکزيه،

ستا د سترې محکمې پخوانی رئيس مولوي نور محمد ثاقب دولتزی د طالبانو له راتګ مخکې په هغه کال زما استاذ کېده چې ستر ارواښاد باچا خان وفات شوی وو او له پېښوره يې جلال اباد ته راوړ او د باچا صاحب په مدرسه کې د مولوي صاحب محمد امين او سيد قريش مولوي صاحب، د کابل د تره خېلو مولوي صاحب، د دمساز مولوي صاحب او داسې نورو سره يوځای ښوونکی وو او د طالبانو نطفه لا پيدا شوې نه وه چې بيا وروسته په اکوړه کې د افغانستان له تيوريسن دښمن حميدګل او د نصيرالله بابر په لارښوونه وشاربل شوه او ستا هغه اسلامي امارت يې رامينځته کړ چې لا په هماغه وخت کې له قرآني مزاحمت سره مخ وو. له مولوي صاحب ثاقب او مولوي عبدالکبير دواړو يې وپوښته چې خپله تومنه DNA دې دروپېژني.

محمد امين او سيد قريش مولوي صاحبانو به ويل چې :

((باچا خان يو ستر مجاهد وو او د نوموړي درناوی پر موږ ټولو عامو او خاصو باندې حق دی. باچا خان هغه ستره سټه ((ستر شخصيت)) وو چې په دې ټوله سيمه يا ننني هندو وپاکستان وبنګال وکشمير يا په بله مانا برصغير کې چا د انګرېزانو پر خلاف غږ نه شو پورته کولی، خو باچا کلونه کلونه زندانونه وګالل. ستا دې په رب العالمين قسم وي چې ته خو يوځلې له دواړو مولوي نورمحمد ثاقب او مولوي عبدالکبيره وپوښته چې هوبه هو خبره درته کوي او يا نه؟)) طالبانو ته به يې په هاشميه کې ويل چې ((پر تاسې ټولو باندې د نوموړي يعنې ارواښاد ستر باچا خان او د هغه د شخصيت درناوی حق دی او د هغه له جنازې سره د بدرګې په پار له باړې دوه بسونه لاندې باندې ډګ سره له ډاتسنو په سوونه طالبان تر تورخمه پورې راغلل او نن ستا غوندې يو بېګانه مغز پرېمينځلی د افغانستان اسلامي حکومت ونظام له هغه جهادي پيره چې هغه وخت لا ډاکټر نجيب الله په واک کې وو تر ننه پورې چې ولسمشر غني يې په سر (واک) کې دی اسلامي نه ګڼئ، نو تا غوندې يو پلورل شوی او شپه و ورځ د بېګانه وو په چوپړ کې کله د ((نوي اسلامي حکومت)) د تعبير وتفسير مستحق ياست؟ ايا تاسې ته دا ديني واسلامي مشروعيت چې لا له وړاندې نه اړونده مسلکي زده کړې هم نه لرئ چا د مشروعيت حق درکړئ؟

ننګونه

د طالبانو نظام ((اسلامي اسارت)) له پيله د مشر ملا صاحب ملا محمد عمر په ټاکنه کې لکه څنګه کرنيل امام پخپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) کې ورته اشاره کړې له قرآني مزاحمت سره مخ وو.

((… قال إن الله اصطفاه عليكم وزاده بسطة في العلم والجسم …)) [البقرة : ]

د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې لږ تر لږه د يو مسلمان مشرتابه لپاره پوهه او روغتيا اړينه ده، خو مشر ملا صاحب دا دواړه نيمګړتياوې لرلې.

عباس ستنکزی دې يو ځل له پيله تر دې دمه د خپل اسلامي نظام ((اسارت)) پر مشروعيت سوچ وکړي او بيا دې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پر مشرتابه او د نوي اسلامي حکومت تفسير وکړي. يو څوک چې خپله اړونده مسلکي زده کړې ونه لري چې نژدې د ضال ومضل حکم رانغاړي، نو ايا هغه پر خپل ذهن او خوښه د (نوي اسلامي حکومت)) د تفسير حق لري؟

د کرنيل امام رول د ملا محمد عمر په ټاکه او د اميرالمؤمنين لقب په ورکونه کې :

((زمونږ د يو لايق شاګرد چې خدای د خبرو کولو ډېر ښه استعداد ورکړی وو. په خپله وينا کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المومنين لقب ورکړي. همدا وو چې ملا محمد عمر مجاهد د امير المومنين په توګه ومنل شو. دا د اسلامي نظام اساس وو چې هغې کې باچايان او ولسمشران نه وي، بلکې اميران وي، لکه امير المومنين حضرت عمر فاروق رض.))

زه د کرنيل امام دا څرګندونې د افغانستان وپاکستان او هم د نړۍ علماو او هم خپله طالبانو علماو ته وړاندې کوم چې ايا د يو تاريخي اسلامي هېواد لپاره چې د اسلام د دوهم او درېيم ستر راشده خليفه ګانو له وخته سرچينه اخلي د يو بېګانه نظامي جاسوس چې هېواد يې لا تراوسه اويا کلن چرګوړی دی چې لا تراوسه پرې د خپلې مور مردارې بڼکې ولاړې دي او لا غورځولې يې نه دي هغه هم په داسې حال کې چې هم خپله بېګانه مُقر جاسوس او لايق شاګرد يې لا تر ننه نامعلومه او مبهم ((مجهول الهويته)) دی. دا هم لا روښانه نه ده چې وينا يې خپله وه او که پردۍ وه؟ د يو بېګانه مُقر جاسوس په شتون چې د وينا له سياق وسباق او قرينې نه دا استنباط کيږي چې هغه لايق شاګرد يې مخکې له مخکې نه پوهول شوی او د همدې لپاره ورته لارښوونه شوې وي چې نوموړی به وينا کوي او پخپله وينا کې به له ګډونوالو غوښتنه کوي چې مشر ملا صاحب ته د بېګانه مُقر جاسوس په نغوته او لارښوونه د مشر ملا صاحب لپاره د اميرالمؤمنين لقب وړانديز (غوښتنه) کوي او ورسره په غونډه کې ناست نور روزل شوي او پوهول شوي منښته کوي چې دا يې د مشروعيت لپاره دليل وړاندې کوي او بيا دې خپلې جاسوسي ((استخباراتي)) ټاکنې ته د حضرت عمر رضی الله عنه بڼه ورکوي او د هغه له ټاکنې سره يې ورته بولي يا تشبيه کوي.

زه دغه نامسلکه ته وايم چې دا اسلام دومره غريب شو چې اوس يې د پرديو بېګانه مُقر جاسوس او يا د ده غوندې يو نامسلکه د تفسير وتأويل او د توجيه مستحق (أهل) ګڼي؟

شرم وحيا خو په داسې پرديو پلورل شويو او استخدام شويو کې نشته چې يو سړی د خپل اصلي مسلک نظامي زده کړو له مخې څنګه د وخت د حاکم نظام وحکومت له لورې دوست هېواد هند ته د نظامي زده کړو لپاره انتخاب او استول شوی؟ څنګه د افغانستان او هند له حکومتونو له دولتي واستخباراتي چينلونو نه تېر شوی (فيلتر شوی) او بيا څنګه سملاسي له زده کړو خلاصېدو سره د امريکا د څارګرې ادارې CIA او ISI له لورې اخېستل شوی او په پاکستان کې مجذوب شوی؟

اتلان پېژنئ؟ دوهمه برخه

ليکوال : محمد انور آڅړ

زموږ د تېر جهادي پير او ان له هغې مخکې چې د انجنير حبيب الرحمان له ورتښتېدو او هلته د پېښور په بالا حصار کې د افغانستان يو ستر تاريخي نه پخلا کېدونکي دښمن او د پنجاب لاسپوڅي نصير الله بابر ته ورغی چې هغه لا وخت ډګروال وو او د پېښور سره يې د کشمير او د بلوچستان د څارلو دندې او مسووليتونه هم لرل او د بابر د وينا پر بنسټ چې نوموړي له ما وغوښتل چې : ((ما بوټو ته بوځه او ما ته له بوټو سره وخت واخله)) او بيا هوبه هو څو کاله وروسته همدېته ورته خبره له ښاغلي ګلبدين، رباني او مسعود سره کوي، نو زموږ د جهاديانو د اسلامي نظام بنسټ د بابر او بوټو پر لاسونو اېښوول شوی او بوټو خو خپله سيکولر وو او بابر هم خلقی او سيکولر وو، نو د اسلامي نظام د مشروعيت لپاره د بېګانه سيکولر سياستوال او نظامي استخباراتي نظر او څرګندونې مدار د اعتبار نه دي، نو دا چې زموږ درېواړه فراريانو خپل نظامونه اسلامي بلل، نو په کار ده چې زموږ خروټی مفسر يو ځلې بيا د سيد ابوالاعلی مودودي د تفخيم القرآن او هم د تفسير الشعراوي او هم د سيد قطب ومحمد قطب تر حسن البناء پورې په کتابونو کې له سره کتنه وکړي. حکمتيار خو لا بيا هم د سيد ابوالاعلی مودودي او د مولوي عبدالرحيم چترالي او هم د هند مولانا حميد الدين فراهي له کتابونو ګټه پورته کړې او يو څه اړونده مطالعه او زده کړه لري، خو عباس ستانکزی څه لري؟ حکمتيار خو به لا د مولوي عبدالرحيم چترالي تفسيرالقرآن درس ته اکبرپورې ته راته، خو عباس ستانکزي کومې سوړې ته سر ورښکاره کړی دی؟

د حزب اسلامي هغه ښه خواخوږی ترکتباره قاضي حسين احمد اخره خاتمه هم خدای تعالی رسوا کړه چې د امريکا سفير ته يې څه ويلي وو؟

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

مولانا شيراني پخپلو څرګندونو کې چې هغه وخت افغانستان ته د پاکستان د حکومت په لارښوونه له مسعود سره د ليدو چې د طالبانو او مسعود ترمينځ سوله وکړي رااستول شوی وو وايی : ((دا د امريکا وپاکستان جنګ دی، خو موږ ملايانو ته يې په غاړه کې رااچولی)) تاسې کولی شئ چې د هغه دا څرګندونې په يوټوب کې ترلاسه کړئ او ځان پرې پوه کړئ. له نېکه مرغه چې نن عمرانخان په زغرده وويل : ((د افغانستان په جګړه کې د پاکستان ګډون لويه تېروتنه وه))، نو دا رد شو پر ښاغلي حکمتيار او زموږ پر نورو جهادي مشرانو او پر اوسنيو طالبانو ان تر نامسلکه او نااړونده ش م ع ستانکزي پورې چې په افغانستان کې د مجاهد، طالب و داعش او القاعده په نوم هسې تش په نوم مذهبي جګړې هېڅ اسلامي صبغه نه مخکې لرلې او نه يې اوس لري او نه به يې په راتلونکې کې ولري. دا چې اوس مطلقې شين خر نااړونده او نامسلکي ع ستانکزی خپلې ناروا او د واک ((قدرت)) جګړې او د پرديو لاسوهنې ته هر څومره ديني صبغه ورکوي هېڅ اعتبار نه لري، بلکې نوموړی او ډله يې د مولانا محمد خان شيراني د وينا پر بنسټ د يو اجرتي قاتل او اجرتي قاتلانو يا په بله مانا کرايي شويو قاتلانو حکم رانغاړي او د قاتل وباغي حکم شرعيت روښانه کړی دی چې عباس ستانکزی پرې ځان پوه کړي.

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

مکار ديکتاتور پروېز مشرف :

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

د نصيرالله بابر او زموږ د دريو جهادي مشرانو مخينه و اسلامي نظام
 
د بوټو وېره / تشويش / اندېښنه He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993
بد نيت / مخنيوی Afghanistan Must be destabilized
علت (سبب) Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river
پلان
بلنه (۱) I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan
موقعيت I met with them in Bala Hisar port in Peshawar
روزنه (۲)، تمويلونه (۳) او (۴) تجهيزونه I gave them money and 303 rifles
موخې
بې ثباته کول (نا ارامول) to destabilize Afghanistan
د بې ثباته (ناارامه) کولو او سوځولو پرېکړه Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.
له روسانو لا زيات خرابول وسوځول that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it
داسې کمزوري کول چې بيا په اسانه د خپل حق غوښتنه ونه شي کولی [اردو يې له مينځه يووړه]، نوازشريف پرې ښکاره وياړ وکړ now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line
چوپړ او وياړنه That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
د شهيد محمد داود د وخت د محکمې بُغات او د اسلامي امارت وخلافت پتنګان د بابر د دې اپلتو په تړاو څه سپيناوی او ديني صبغه ورکولی شي؟ دلته خو ښکاره دين و سياست يو له بل سره غوټه خوړلې او د بابر شعوري وناشعوري چرګوړی ديوبنديان واحياء العلوم والا لا تر اوسه د اسلام د مبارک دين ترنم زمزمه کوي. دوی بايد دلته دين وسياست سره جلا وتعريف کړي.

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

Did the US support the Taliban?

Ahmed Rashid states that the US indirectly supported the Taliban through its ally in Pakistan between 1994 and 1996 because Washington viewed the Taliban as anti-Iranian, anti-Shia and pro-Western.

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

د ميرزا اسلم بيګ خبره :

بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

مشاهد حسين وايی بيا ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آی ISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين Durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

عباس ستانکزی چې لا تراوسه ښه کره او جوته نه ده چې نوموړی څو ځايه د بېګانه وو په استخباراتي سوړو کې ځان نښلولی چې د افغانستان له خاد و کی جي بي څخه راواخله د هند تر را، آی ايس آی، سي آی ای او د عربو په استخباراتو کې د بياباني ((صحرايي)) مړز په شان کېوتی چې هر څومره د ځان د سپينوالي او خلاصون هڅه کوي، خو نه کيږي او هماغه د پنجاب زوړ منتر په مسکو کې چې لا تر ننه زموږ د خپلو يو نيم ميليون شهيدانو او له دوو ميليونو څخه زياتو معيوبو زخمونه لا تازه دي او نوموړی لا بيا هم د خپل خلقيتوب او د پنجاب د څارګرې ادارې هماغه زوړ منتر چې لا تر اوسه يې په خېټه کې روزي او په تن کې جامې د امريکا له ستر دستخوانه خوري او بيا د سامري د خوسي په شان رمباړې د پنجاب په لارښوونه د افغانستان له پخواني عُقده يي دښمن ضمير کابلوف سره په خوا کې زمزمه کوي، نو اسلام دومره غريب نه دی چې اوس يې نااړونده او نامسلکه عباس ستانکزی تعبير وتفسير کوي چې :

((اسلامي حکومت دا مانا چې د اشرف غني حکومت ختم شي ….))

نو د اسلام د ستر اسلامي دين تعبير وتفسير د هر بېګانه او پلورل شوي لاسپوڅي حق نه دی چې د خپل واک او د نورو د نامشروع غوښتنو او فرمايشونو لپاره ستا پر خوله تعير وتفسير شي.

عباس ستانکزی لا خپله په تن (نفس) او روح و روان کې لا پاک نه دی او څوک چې خپله په روح و روان او تن کې پاک نه وي هغه د ((نوي اسلامي حکومت)) د ځان او نورو په ګټه د تعبير وتفسير هېڅ حق نه لري. ولس، د افغانستان حکومت او اساسي قانون يې اړونده مراجع دي نه د پنجاب واکمنه کړۍ چې خپلې نامشروع غوښتنې او فرمايشونه اوس د نااړونده او نامسلکه عباس ستانکزي پر خوله مسکو د کابلوف په غېږ کې غواړي، نو ولس ته دې مراجعه وکړي. ټاکنې دې وکړي او د ټاکنو له ليارې مخته ولاړ شي.

پنجاب دې نر شي خپلې نامشروع غوښتنې او فرمايشونه دې په زغرده له هيرا منډي اعلان کړي. خپل تکړه علماء او مفتيان لري چې ځينې ځينې ان د هنرمندانو لکه د قندي بلوچ او حريم شاه غوندې شونډې چپي او د شپې تېرولو وړانديزونه ورته کوي. ځينې خو يې ويلي چې ما له امام ابوحنيفه (رح) نه په خوب کې ۱۵ کاله او دويمه دعوه کې ۷ کاله زده کړه کړې او هغه بل د مدينې د رياست والا خو ويلي چې ما ته په ماشومتوب کې جناح په خوله کې ګوته راکړې وه يا په بله ما په ماشومتوب کې د محمد علي جناح ګوته روولې وه، نو بيا ولې د پنجاب د واکمنې کړۍ نظاميان واستخبارتيان له خپلو مولويانو او مفتيانو سره يوځای په زغرده خپلې غوښتنې نه مطرح کوي چې عباس ستانکزيه او ستا په شان د نورو لاسپوڅو پر خولو یې مطرح کوي؟ تاسې خو د مشرف کتاب د اور پر ليکه شلم او يوويشتم فصلونه ولولئ چې هلته هغه څه څرګندونې کړي دي؟ او خليلزاد لغماني ته ښه پته ده او مرکه يې د خپل سفيرتوب په وخت کې له بي بي سي سره شته چې هلته هغه له بي بي سي څه ويلي دي؟

پاکستان ولې ژولې خبره کوي؟ څه غواړي؟ او دنيا غواړي چې پوه شي چې دوی څه غواړي؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

ولسمشر غني: موقته اداره جوړېدل وینه بهېدنه ده، طالبان د سولې اراده نه لري – BBC News پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply