روان کال به له ۱۳ میلیونه اړمنو کسانو سره مرسته وشی

0 997

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) اداره وايي، چې روان ۲۰۲۱ میلادي، کال کې به له ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو سره، نغدي او  د خوراکي موادو مرسته وکړي.
کابل کې د یادې ادارې ویاند وحیدالله اماني وايي، چې په ټول هېواد کې یې د اړمنو کسانو لیستونه برابر کړي او په روان کال کې به ورسره د یو منظم سیستم له لارې مرسته وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې د خوړو نړیواله اداره د افغانستان د بې وزله خلکو لپاره دوامداره پلانونه لري او هر ځای چې اړتیا پېښه شي امکاناتو ته په کتو به مرستې ور ورسوي.
یاده اداره دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د څېړنو له مخې اوس مهال د افغانستان تر ۱۸ میلیونو زیات وګړي د ژوند لومړني امکانات نلري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply