د کمال خان بند، ۷۰۰ کلنه هیله چې پوره شوه

عبدالمنان توحیدیار

0 850

د کمال خان د اوبو او برښنا بند چې اوه سوه کاله وړاندې طرحه جوړه شوې وه، څو ورځې وړاندې بشپړ شوی او د اوبو د مدیریت جوګه شو چې کمو ورځو کې پکې زیاتې اوبه راټولې شوي دي.

د دې بند لپاره زیاتو حکومتونو هڅې کړې وې چې بشپړ شي او دې ولایت کې اوبه مدیریت شي، خو هیڅ حکومت پرې نه و توانیدلی چې دا د اوبو او برښنا بند بشپړ کړي.

بالاخره ولسمشر غني په مشرۍ حکومت کې د دې بند لپاره قوي اراده رامنځ ته شوه او چټک کار وشو چې اوبه یې مدیریت شوې.

د کمال خان بند نیمروز ولایت کې دی، د دې ولایت اکثریت دښتې له تندې سوځیدلي خو اوبه یې ایران ته خپلسري ډول باندې مفته روانې وې.

ایران هم پوره هڅه وکړه چې د دې بند د چارو مخنیوی وکړي، خو افغان سرتیرو د وینې او سر په بدل کې د دې بند له چارو ساتنه او څارنه وکړه او بالاخره افغانان یې اوه سوه کلنو هیلو ته ورسول.

ایران هیڅکله نه غواړي چې له افغانستان څخه ورتلونکي اوبه مدیریت شي، ځکه ایران انديښنه لري چې که د افغانستان اوبه سمې مدیریت شي، د دوی ځمکې به له تندې وسوځویږي.

ایران تیل لري او افغانستان اوبه، د ولسمشر غني دا شعار دی چې ایران دې تیل راکړي چې اوبه ورکړو.

هو، افغانستان له ایران سره د اوبو توافقنامې لري، خو ایران کلونه د افغانستان له جګړې او بې ثباتۍ ناسمه ګټه اخیستې او د افغانستان اوبه پرته له توافق ور روانې وې چې دا هېواد پرې ناسم اموخته شوی دی.

ایران باندې چې اوس اوبه بندیږي، یا په بله اصطلاح چې اوبه ورته له توافق سره سمې ورځې، هیڅکله داسې نه غواړي ، ځکه ایران د افغانستان په اوبو خړوبه دی او کله هم تیار نه دی چې اوبه پرې کمې شي.

که افغانستان کې ثبات راشي، ډير هېوادونه مجبور دي چې افغانستان ته کیني او اوبه ترې د یو څه په بدل کې وغواړي، خو دا چې دلته کورني دښمنان یې پیدا کړي، بهرني هېوادونه د افغانستان له شتمنیو مفته ګټه اخلي.

که افغانان سره متحد وي، داسې ډیرې ورځې به وګورئ چې اوبه مدیریت شي، کانونو خپلسرې کیندې بندې شي او او نور تر ځمکې لاندې د افغانستان شتمنۍ چې هیڅ ګټه ترې نه ده اخیستل شوې، د ګټې اخستنې وړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply