لینډسي ګراهام: ترڅو، چې طالبان جګړه و نه دروي، له افغانستان سرتېري نه باسو

0 852

جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام ویلي، چې د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن هغه وړاندیز یې خوښ دی، چې له مخې به یې ددوحې پر تړون غور کیږي او امریکا به په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي سي بي ایس ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا به تر هغې په افغانستان کې پاتې شي، تر څو طالبان جګړه ودروي.

ګراهام زیاته کړې، چې امریکا په سیمه کې د یو باثباته افغانستان غوښتونکې ده او ددې لپاره باید بایډن هره فیصله په پوره دقت وکړي.

د امریکا حکومت بیا په افغانستان کې د القاعده ډلې له سر راپورته کولو څخه په وېره لري او په دې فکر دی، چې که امریکا له افغانستان څخه ووځي؛ نو ښايي دغه ډله یو ځل بیا په افغانستان کې زور پیدا کړي.

تر دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ترهګرو ډلو د څار ادارې هم په یو راپور کې ویلي و، چې طالبان او القاعده لاهم  یو له بل سره د پخوا په څېر نه شلېدونکې اړیکې لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply