افغان ځواکونو د ځانمرګو او بهرنو طالبانو مرکز په نښه کړی

0 1,047

افغان کمانډو ځواکونو د طالبانو د ځانمرګو برېدونو د جوړېدو مرکز له منځه وړی او د بهرنیو طالبانو په ګډون یې ۲۲ تنه وژلي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د افغان کمانډو ځواکونو له لوري، د غزني په ده یک ولسوالي کې ځانګړي شپني عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې د طالبانو هغه مرکز له منځه وړل شوي، چې ځانمرګو بریدګرو لپاره به پکې له بمونو ډک واسکټونه جوړیدل.
یاد وزرات همداشان وايي، په دې عملیاتو کې د ۲ پاکستاني، ۲ تاجیکستاني، او ۶ عربو طالبانو په شمول ۲۲ طالبان وژل شوي، درې نور ژوبل شوي او همداشان د شهباز خان په نوم د ځانمرګو برېدګرو د لوجیستیک مسؤول نیول شوی.
له تېرو څو اونیو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو پر سېمو عملیات پيل شوي، چې زیات شمېر طالبان په کې وژل شوي او یو شمېر سیمې هم ترې پاکې شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply