د پاکستان له حکومت څخه د پښتنو، بلوڅو او سندیانو غچ اخلو

0 828

پاکستاني طالبان (تحریک طالبان پاکستان) وايي، د پاکستاني عسکرو او د دغه هېواد د استخباراتي شبکې ای‌ایس‌ای د غړيو له وژلو پرته، پر بل هيچا هيڅ کار نه لري.
د یادې ډلې وياند محمد خراساني ويلي دي چې له څه مودې راهيسې پر نړيوالو رسنيو داسې راپورونه خپرېږي چې ګواکې دوی د سيمې په کچه اوس د درستې سيمې لپاره پر يو خطر بدل شوي دي او بايد پر ضد يې هڅې وشي.

په دغو راپورونو کې ويل شوي دي چې پاکستاني طالبانو له ځان سره بېلابېلې وسله ‌والې ډلې ملګرې کړې دي او له ځينو هېوادونو سره يې هم اړيکې جوړ کړې دي.
محمد خراسانی وايي، له هيچا سره اړيکې نه لري او نه هم نيت لري چې له پاکستاني عسکرو او جاسوسانو پرته بل څوک ووژني.
دی وايي، په پاکستان کې که تر نور هر څه تېر شي، پاکستانی حکومت د پښتنو، بلوڅو او سنديانو په ځورولو، تښتولو او وژلو اخته دی او د هغوی غچ به هم دوی ورڅخه اخلي.

دی وايي، له هيڅ هېواد سره اړيکې نه لري او نه هم مرستې ورڅخه تر لاسه کوي، خو ډله به يې په يوازې ځان تر هغه وخته وسله نه ږدي، تر څو چې په پاکستان کې اسلامي نظام راغلی او د پاليسيانو جوړول عادلانه شوي نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply