غزل

ارواښاد نصرالله حا فظ

0 785
چې يې زلفې په مستۍ راواړولې
په ناز سترګې ليونۍ راواړولې
ما ادم باندې د مرګ د خوارۍ خاورې
دې د حسن دُرخانۍ راواړولې
چې پايماله يې زما د زړه ورشوکړه
کوم ښکاري دا غرڅنۍ راواړولې
چې په تورو پېغلو سترګو يې ستي کړم
تېرې شپې يې د ځوانۍ راواړولې
تر قيامته ساقي ستا په ميو مست يم
چې پيالې دې بېګانۍ راواړولې
شوم تورن يې چې په تورو توروسترګو
مينې ستا دا دښمنۍ راواړولې
ما ويل، چې به ساز نوې نغمه راوړي
تا ټپې پرې پخوانۍ راواړولې
(ارواښاد نصرالله حا فظ)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply