ناټو: سوله لومړیتوب دی؛ نه د ځواکونو وتل

0 955

د افغانستان په اړه د ناټو غړو هېوادونو دوه ورځنۍ غونډه له کومې پرېکړې پرته پای ته ورسېده.

تېر ماښام د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ یو خبري کنفرانس ته ویلي، ناټو به راتلونکو اونیو کې د خپلو پوځیانو د حضور په اړه سلا مشورې کوي؛ خو د اوس لپاره د افغانستان د سولې راونه پروسه د ناټو غړو هېوادونو لپاره لومړیتوب دی او دوی غواړي په افغانستان کې یوه دایمي سوله راشي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې  اوس مهال د افغانستان شرایط داسې نه دي، چې دوی دې د خپلو پوځیانو د وتلو په اړه په ډاډه زړه پرېکړه وکړي؛ نو ځکه  ناټو نه غواړي په افغانستان کې د تېرو شل کلونو لاسته راوړنې یو ځل بیا په دغه هېواد کې د جګړو قرباني کړي.

ینس سټولټنبرګ په خپلو خبرو کې  ویلي، چې د افغانستان د جګړې ښه حل سیاسي جوړ جاړی دی،  طالبان  باید  روان تاوتریخوالی کم کړي، د سولې خبرو ته حاضر شي او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

ناټو په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا لس زره سرتیري لري، چې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply