کوټه کې بمي چاودنې ۴ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوله اړولې

0 1,088

بلوچستان-  د بلوچستان په کوټه ښار کې د اېف سي سرتېرو پر موټر رېموټ کنټرول بم برید کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور یې سخت ژوبل شوي دي.

د پوځ یو چارواکي بېګا ناوخته د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې پېښه د غربي بایپاس سړک په جبل نور څلورلارې کې شوې ده.

د هغه په خبره، بم په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و چې د پوځيانو موټر سره نیږدې یې ورته چاودنه ورکړل شوه.

دا په تیره یوه اونۍ کې هلته شپږم برید دی، چې پاکستاني پوځيان او ملیشه پکې په نښه کیږي.

د یادې چاودنې مسؤولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستې، خو له تیرې یوې میاشتې راهیسې، په بلوچستان او وزیرستان کې بلوڅ بیلتونپالو او د پاکستاني طالبانو د تحریک کسانو لخوا پر پوځیانو بريدونه ډير شوي دي.

په همدې حال کې بیا تیره شپه د شمالي وزیرستان په مکین سیمه کې هم د پاکستاني طالبانو د تحریک کسانو د پوځیانو یوه پوسته سقوط کړې او له لسو ډیر کسان یې پکې وژلي دي.

د پاکستان حکومت وروستیو سختو بریدونو ته په کتو سخت تر فشار لاندې دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply