ملا څه وایی؟

محمداکبر پیمان

0 960

د مولوي مجیب الرحمن انصاري  وروستيو څرګندونو ته حکومت، رسنیو او خلکو سخت غبرګونونه ښودلی دي. په دومره لوړه کچه د یو ملا خبرو ته غبرګون ښودل عادي خبره نه ده. د ملی امنیت د شورا سلاکار او د ملی امنیت د اداري ریس او ډېرو نور دا خبري د هیواد له ملي ګټو سره په ټکر کی بللي دي. خو دا موضوع ژوره څېړنه غواړي په غندلو او ګواښونو ستونزه نه حل کېږئ. په موضوع د ښه پوهېدو له پاره باید ۱۹۹۴ کلنو ته وګرځو او  دا پوښتنه چي طالبان څنګه را پیدا شول بیا له ځانه وکړو؟ خبره ښکاره ده چی طالبان د هغه وخت د واکمنو د ظلمونو او تیریو په نتیجه  کي را منځ ته شول او په ډېر لږ وخت کی يي ډېری سیمی لاندی کړی. هو د وخت د واکمنو فساد، غلا چور  او انسان وژنو د طالبانو زیږون ته لاره پرانیسته. تر ټولو مهم لامل یی په لویو لارو کی بي  شمېره  پاټکونه وو چی د لارویانو ژوند یی حرام کړی وو  او هغه کارونه یی کول چی چنګېز نه وو کړی. ملا عمر د همدی ظلمونو په وړاندی را پورته شو او خلکو یی د ظلمونو څخه د خلاصون له پاره ملاتړ وکړ خو دا چی وروسته دوی خپله په بله بلا واوښتل جلا خبره ده. خلکو د طالبانو د حکومت په لومړنیو کلنو کي لږ د ارام ساه واخیستله خو ډېر دوام یی و نه کړ. نن بیا هم هغه کیسه تکرارېږي له هراته تر کابله او کابله بیا تر مزاره پاټکونو خلک تر پوزی راوستی دی. د یو کس د سترګو لیدلی حال دی چی ویل یی د لویو لارو په سر عسکر د طالب له ویری له پوستو څخه نه شی را وتلی  خو د ټوپک میل یی له سړک څخه ښکاري او هر موټر باید پیسی ورکړي. دی عسکر  په رسی پوری یی یوه ټیم/صندوق تړلی وي او کوم بار وړونکي موټر چي پر لاره تېرېږې  باید په ټیم کي روپۍ  واچوي ورسته عسکر رسی کشوي او پیسی اخلی او بیا ورسته د رسی بل سر چی خالي ټیم ور پوري تړلی دی سرک ته ځي او له بل موټر څخه روپۍ اخلي. او که څوک پیسی ور نه کړی نو بیا یی په ګولۍ ولی یا سړی وژني او یا هم موټر ولی او په هغه دښته کي بیا د حساب څوک پیدا کول- په داسې حال کی چي په رڼا ورځ په ښار کي د خلکو قاتلان تښتي- له امکانه لرې ښکاري. دا شوه د سړک کیسه، په دفترونو او ګمرکونو کی اوس لاس په لاس رشوت نه اخیستل کېږي بلکه هر مامور او یا یی کمیشن کار له یوه مشخص صراف سره لار لري او رشوت یی هماغه صراف اخلی او خبره د واتسپ له لاری خلاصېږي. د صرافانو وروستی اعتراض هم د خدای له پاره نه وو.

 د هرات په ګمرک محصول شویو موټرو ته په ورځو ورځو د وتو اجازه نه ورکول او د ګازو او تیلو په سلګونو موټر د اور په لمبو کې په لوی لاس سېځل د وحشت وروستۍ پوله ده چي هلته نور انسانیت آنتن نه ورکوي. د تیلو او ګازو د بیو دوه چنده کېدل د خلکو غربت او د حکومتی چارواکو غټې خبری سړی نور هم ګنګس کوي.

 د ښارونو حالات خو موږ ټولو ته ښه معلوم دي چې حتی په مرکز کی د ورځې له یوې څخه تر پنځو چسپکي بمونه الوزئ او ډېر خلک پکښی قرباني کېږي. د انسان  تښتونو پېښې هم ښه په درز کی روانې دي او په غربیو خلکو د مرګ غوبل شروع دی. د طالبانو تر واک لاندی سیمو کي ژوند هم په هدیره کی له ژوند کولو څخه بد تر دي او وطن د ډوبېدو  په پوله پروت دی خو فاسد چارواکي بیا هم نه مړېږي او نه شرمېږې. تر ټولو شرموونکی خبره خو لا  دا ده چي حکومت خلکو ته حساب ورکوی او په رسنیو کی هره ورځ یو یا دوه وزارتونه ځانونه سپینوي.

چشم حریص دنیا دار را- یا قناعت پر کند یا خاک گور

هغه کس می چی د سترګو لیدلی حال یی راته وایه وپوښت چی آیا ملی امنیت او اشرف غني په دې کارونو نه دی خبر؟ تاته په واشنګنټن کي د امریکا د سفارت د تاریخي دیوال کیسه نه ده معلومه؟ تاته د جهادی مشرانو او پارلمان د وکیلانو فساد او چور نه دی معلوم؟

  ملا انصاري د اسلام قلعه ګمرک ویني، ملا انصاري د لویو لارو له وضعیته خبر دی، ملا انصاري د افغانستان پارلمان ویني ملا انصاري په کابل کي او نورو ولایتونو کي په وژنو غلا او چور خبر دي. ملا انصاري ټول مصیبتونه ویني او غواړي له فرصته ګټه واخلي له ځانه بل ملا عمر جوړ کړي او افغانستان بیا د تاریخ کندې ته ور واچوي.

خو ستونزه دا ده چي ملا انصاري په ځانمرګو بریدونو کي د ښځو ماشومانو او د سړک په غاړه د غربیو کراچۍ والو د بدن ټوټې شوی اندامونه نه ويني.

حکومت باید دې ډول کسانو ته نور وخت ور نه کړي او خپله هم فساد او غلا بس کړی او قانون په ټولو کسانو یو ډول تطبیق کړی کنه د دې ټولو مصیبتونو پر سر به یو بل لوی مصیبت چي قومی جنګ دی افغانستان د تاریخ کندې ته ور ټیل وهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply