د مورنی ژبی د نړیوالی ورځی په مناسبت

زمری محقق

0 1,067

د مورنی ژبی د نړیوالی ورځی په مناسبت :

(21.02.2021)

د مورنۍ ژبۍ د زده کړی په هکله:

په اروپاکی د یو شمېرافغانی اتحادیو د استازو کنفرانس 

په پام کی وه چی د تیر کال د ډسمبر پر دولسمه نیټه د بن  په ښار کی په اروپا کی د مشته افغانانو یوشمیر اتحادیو د استازو په ګډون د مورنی ژبی د زده کړی او تدریس په هکله یودری ورځنی کنفرانس جوړ سی خو د کرونا د نارووغی د پراختیا له امله دا کنفرانس لغوه او  پرځای یې د مجازی نړی په مټ د زوم یا وټسآپ له لاری دوی غونډی سرته ورسیدی په دغه غونډو کی د جرمنی د هامبور د ښار څخه د اډوایس اکاډمی ، په ویانا کی د افغان ولس ، په ډنمارک کی دفغانانو د فرهنګی ټولنی ، په سویډن ( اوربرو) څخه د افغانانو د کلتوری ټولنی ، استازو برخه اخیستی وه . که څه هم د غونډی اکثره ګډونوال افغانان وه خو افهام او تفهیم مو ریاتره په انګلسی ژبه ترسره کاوه .

دغه راز د جرمنی د بن د ښار څخه د ډاکتر یحیا وردګ په مشری د کورنیا لیمون  او ماریا په مرسته غونډی د ټاکل سوی اجنډا له مخی ترسره سوې .

په غونډو کی د ګډون کوونکو تر معرفی کولو ورسته ، ګډون والو په مختصره توګه د خپلو اتحادیو او نهادونو او د هغو د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندی کړی .

په غونډه کی په دی ټینګار وسو چی په راتلونکی کی به هڅه وشی چی د مورنی ژبی د زده کړی کورسونه آنلین یا د انترنیت په مرسته جوړ او د افغانانو د استفادی او استفاضی وړ وګرځی .

په پای کی ښاغلی نجیب زاخیلوال چی تازه د افغانستان څخه راغلی ؤ د افغانستان د موجوده حالاتو په اړوند د سترګو لیدلی حال بیان کړ .

دغه راز بله غونده د اجنډا سره سم ، د روان کال د فبروری دمیاشتی په ۱۳ نیټه تر سره شول  . په غونډه کی پریکړه وسوه چی د موضوع د ښه ترا شننو او عملی ګامونو اخستلو په مقصد به په راتلونکی غونډه کی چی دروان (۲۰۲۱کال) د مارچ دمیاشتی په دیرلسمه نیټه جوړیږی د یو شمیر نورو دوستانو په ګډون د انلاین په مټ د مورنی ژبی زده کړه په نړیواله سطحه پیل کوو څو به نتیجه کی ، په تیره بیا بهرکی مشته افغانانو ته د مورنی ژبی د زده کړی په هکله، د خدمت مصدر وګرځو .   ومن الله توفیق .

هغه مضمون چی ما ( زمری محقق ) د غوندی د ګډونوالو سره شریک کی ، لوستل یی تاسو ته هم بی ګټی نه بولم .

د مورنی ژبی او شخصیت اړیکی

د مورنی ژبی د زده کړی اړتیا : 

په نړی کی اوس کابو ۶۰۰۰ ژبی په ژوندی توګه موجودی دی چی یو شمیر  یې  د له منځه تللو په حال کی دی . د مورنی ژبی ارزښت او اهمیت ته په تیره بیا هغه وخت په نړویواله سطحه پاملرنه را واوښتل چی په ۱۹۹۹ کال کی د ملګرو ملتونو  په غونډّه کی د بنګله دیش د هیواد په وړاندیز سره د فبروری یوویشتمه نیټه د مورنی ژبی د نړویوالی ورځی په توګه په رسمیت وپیژندل سوه .

تجربو ښودلی ده ، هغه ماشومان چی د خپلی مورنی ژبی څخه بی برخی وی نو طبعآ د مور او پلار د عقایدو او د خپل هیواد د عنعنوی او کلتوری ارزښتونو څخه هم محروم اوپه دی ډول یې د خپلو خلکو او خپلوانو سره اړیکی کمزوری او ترمنځ یې واټن موجود وی .

برسیره پر دی د ژبپوهانو د نظرونو په اساس ، مورنی ژبه د نورو ژبو د زده کړی بنسټ جوړوی . لکه د ټورنتو د پوهنتون پروفیسور ډاکتر جیمکیو منز چی وایی : « هغه کوچنیان چی خپله مورنی ېبه یې ښه زده کړی وی په  ښونځیو کی د نورو ژبو د زده کړی ښه استعداد لری .»

کله چی مور او پلار د خپلو ماشومانو سره په خپله ژبه کیسی کوی ، یا له هغو سره په مورنی ژبه  خبری کوی او ډیر وخت ور سره تیروی نو د ماشومانو مورنی ژبه پخه شی بیا نو دغه ماشومان تر نورو ډیر تکړه وی او د هغه هیواد ژبه چی هغوی ور کډوال شوی وی ، په اسانی سره زده کولای سی .

نیلسن ماندیلا وایی : « که له یو سره په په بله ژبه خبری وکړی ښایی هغه په پوه سی او ستا خبره به یې مغز ته ولویږی ، خو که له هغه سره د هغه په مورنی ژبه خبری وکړی نو دا به دهغه زړه ته ولویږی . »

برسیره په دی د مورنی ژبی پوخوالی یوه کس ته دا استعداد ور کوی چی ښه فکر ولری او په اسانی سره وکولای شی په نورو ساینسی علومو پوه شی.

دا خبره په ډنمارک کی په دی وروستیو وختونو کی د راډیو تلویزیون  له خوا هم خپره سوی او پر دی خبره ټینګار سوی دی چی د بهره څخه راغلی ماشومانو مور او پلار باید تر وسه وسه زیار وباسی چی ځپلو اولادونو ته مورنی ژبه ورزده کړی څو د هغه په مرسته دوی نورو زده کړوته ښه ترا چمتو سی . دوی وایی که ماشوم په ښونځیو کی په ډنمارکی ژبه خبری کوی نو په کور کی باید په خپله مورنی ژبه خبری ورسره وشی  .

د ډنمارک او سویډن په ښونځیو کی په سلهاؤ کوچنیانو د پوهی سطحی د معلومولو په هکله د کمون مربوطو څیړونکو

                         ”AKF” ( ANVENDT KOMMUNAL FORSIKNING )

له خوا یوه سروی ترسره سوی چی د هغو له نتایجو څخه دا حقیقت په ډاګه سوی دی چی د دوو یا څو ژبو ویونکو ماشومانو د زده کړی سویه په تیره بیا د ژبی ا و ریاضی په برخه کی د نورو په پرتله ، لوړه ده . ځکه نو ددی مقالی لیکونکی جورګن په دی ټنیګار کوی چی چارواکی باید د کډ والو ماشومانو د مورنی ژبی زده کړی ته جدی پاملرنه وکړی . مآخذ :

(Politiken 1: nov , 2011, Lørgen Søner gård .)

دغه اړتیا ما په خپله په عملی ژوند کی هم احساس کړی ده د بیلګی په توګه :

تاسوته معلومه ده چی نن ورځ د هیواد ناخوالو یو شمیر زیات افغانان د کډوالی ژوند ته اړ کړی دی چی د کورنیو خپلوان یی د نړی په بیلا بیلو هیوادونو کی سره تیت سوی دی نو اولادونه یې طبعآ د هغو هیوادونو په ژبو زده کړی کوی ، چی ژوند په کی کوی . نو زیاتره وختونه پر هغه نوی نسل باندی چی په دغو بهرنیو هیوادونو کی را لوی سوی وی ، د هغوی ژبی دومره مسلطه وی چی ، خپله ژبه یې کمزوری او یا هم بیخی هیره کړی وی .

زما خپله تجربه :

ما خپله ولیدل چی زموږ نژدی دوستان چی په جرمنی ، امریکا ، کاناډآ ، ډنمار او هالیند کی ژوند کوی  ، اولادونه یې د خپلی مورنی ژبی (پښتو) د هیرولو او یا کمزور تیا له امله یو د بل سره افهام او تفهیم نه سی  کولای . دا ځکه چی یو په هالنډی بل په جرمنی ، بل هم  په انګلیسی او ډنمارکی ژبه خبری کوی او خپله ګډه مورنی ژبه یې نه وی زده ځکه نو د لویی ستونزی سره مخامخ وی .

په لومړی سر کی یې مور او پلار دی خبری ته نه وی متوجه سوی چی لږ تر لږه په کور کی د خپلو ماشومانو سره په مورنی ژبه خبری وکړی .خو ورسته چی په عمل کی د دی ستونزی سره مخامخ سو نو بیا پښیمانی څه ګټه نه ورته کوی .

کله چی زه خپله یو وخت امریکا ته تللی وم هلته ما د خپلو خپلوانو په کور کی ولیدل چی زما د کاکاځوان لمسی د یوه بل ځوان چی زما د عمه لمسی کیږی ،د جرمنی څخه راغلی ؤ ، نو دوی سره له دی چی هم سره همزولی او هم خپلوان وه بیا یې هم یو او بل سره د پوهاوی په هکله ستونزه لرل ځکه چی یوه په انګریزی او هغه بل په جرمنی زده کړی کړی وی او ځپله ګده مورنی ژبه یی هیره کړی وه . نو هلته ما ته په عملی توګه د مورنی ژبی د زده کړی اهمیت او ارزښت څرګند سو .

د شخصیت په جوړښت کی د ژبی رول :

یو روح پوه چی( زچبروب)  نومیږی وایی : « د نوی ژبی په زده کړی سره نوی روح تر لاسه کیږی .» (۱)

مورنی ژبه چی د شخصیت او هویت یوه برخه جوړوی ، د روحیاتو سره ډېری نژدی اړیکی لری .  موږ د ژبی په وسیله یو او بل ته د مفاهیمو د لیږدولو او را لیږدولو په لړ کی د ځان او نړی په هکله پوهه او معلومات تر لاسه کوو چی دغه پوهه په خپل ذات کی پر مغزاو شخصیت باندی څرګندی اغیزی ښندی .

د روح پوهانو تجربو څرګنده کړی ده چی د یوی ژبی ، دوو ژبو او یا  هم د څو ژبو څښتنان د ویلو، لیکلو ، طرز تــفکر او سبک په هکله زیات توپیرونه موجود دی چی په دې ډول د انسانانو د شخصیت د جوړښت په هکله هم ښکاره بدلون رامنځ ته کیږی .

د نوی ژبی د زده کړی په مرسته د نوو علمی او کلتوری ارزښتونو سره د اشنا کیدو په نتیجه کی د پوهی سطحه لوړیږی .

تجربو ښودلی ده چی د ګډی مورنی ژبی ویونکی  او ګډ کلتور ځانتګړی نزاکتونه ښه ترا سره مراعاتولای سی او د شخصیتونو جوړښت یې هم سره ورته وی .

اروا پوه رامز وایی : ژبه دومره اغیزه ناکه ده چی څوک په خپله په څرګنده د هغه  اغیز ه  او توپیر ،

پرخپل ځان باندی لیدلای سی .

شخصیت څه ته وایی :

شخصیت په واقعیت کی د یو شخص د کړونو افکارو او د ژوند ځانګړی ډول مجموعی ته ویل کیږی چی د یوه کس څخه تر بل پوری توپیر لری .یعنی د یوه شخص شخصیت د هغه د کړونو ، ځانګړی سبک او تفکر څخه څرګندیږی .

دی کی شک نشته چی د یوه شخص د شخصیت  په جوړښت کی د هر څه نه لومړی د انسان هغه محیط او چاپیریال دی چی ژوند په کی کوی ، مهم او پاکوونکی رول لری .

انسان د خپل ځانګړی ژنیتیکی خصوصیاتو سره سم نړی ته سترګی خلاصوی خو بیا وروسته د خپل چاپیریال څخه زده کړه او د ژبی په وسیله پوهنه او راپوهونه کوی چی په تهمدی اساس د انسان څخه د همدی جغرافیایی ، سیاسی ، او ټولیږ چاپیر یال د اغیزو په نیسټ ، دهغه کړه وړه او ځانګړی سشخصیت جوړیږی .

په دغه هکله هغه په ځنګله کی د پیداسوی ماشوم کیسه ،چی د شخصیت په جوړښت کی د چاپیریال نقش ثابتوی د یوی څرګندی بیلکی په توګه یادولای سو :

  یو هندی کشیش چی سنګ نومیدی د هندوستان په ځنګلونو کی دوی نجونی ، چی د ځنګله په محیط کی رالوی سوی او په انزوا کی یې ژوند تیر کړی ؤ ، په ناڅاپی ډول وموندلی . سینګ وایی : « دې دوو نجونو په لومړی سر کی هیځ ډول انسانی سلوک نه درلودی ، ټر څلورو یې د حیوانانو په څیر حرکت کوی ، ناری یې وهلی ، د خلکو څخه یې تیښته کوله او د خپل چاپیریال سره سم یې کړه وړه ترسره کوله .»

سینګ دا نتیجه تر لاسه کوی چی ماشومان  چی په هر چاپیریال کی را لوی سی دهم هغه محیط ژنیتیکی اغیزو په پرتله عمده او قاطع کڼل کیږی .

په دی وروستیو وختو نو کی د رابیز دغه اثر چی د شخصیت پر پنځو بعدونو بانی یې ټینګار کړی دی ، ډیر شهرت موندلی دی او زیاترو محقیقنو هم د شخصیت په جوړښت کی  پر دغو پنځو اصلونویا عواملو باندی تآکید کړی دی .

دغه اصلونه په لاندی ډول دی :

The big 5 model

Extroversion ۱ صمیمی د خبرو ډک

Agreeableness  مرستندوی ، سازشکار او د باور وړ .

Conscientiousness مسؤلیت منونکی ، اغیزمن ، باوجدان

Emotional stability ارام د عاطفی پلوه ثابت .

Openness to esperience   احساس لروونکی ، دشعور او عقل څښتن

مآخد : رابینر ۱۹۹۶ ، ص ، ۱۴۲.

برسیره پر پورتنی چوکاټ د څیړنو په لړ کی څرګنده سوی ده چی د شخصینت د پورتنیو  ابعادو او عملی کړنو تر مینځ نیغ په نیغه  اړیکی شته .

 په نتیجه  کی یو ځل بیا د کورنیو د مشرانو  پاملرنه دې ټکی ته را اړوم چی د ځپلو کوچنیانو د ښې روزنی او دهغو د راتلونکی ذهنی ودی او تء مختیا په مقصد ، د خپًلی مورنی ژبی د زده کړی اساسی او مهم رول ته جدی پلمرنه وکړی او د خدای بخښلی محمد ګل مومند دغه نصیحت په پام کی ونیسی چی وایی :« د بل ژبه زده کول که لوی کمال دی ، خپله ژبه هیرول بی کمالی ده . »

………………………………………………………………………………………………..

مآخذونه :

  1.رابینز – ۱۹۹۶ ، ۱۴۲ مخ

Politiken 1. Nov , 211 , Jørgen Sønergård . 2

How cluers combine and Blend in a person . 3

Bilingual are Bicultural By Francois Grosjean PH.d. 4

 

 

 

    

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply