د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان ته د کرونا ۳ ميلیونه واکسین ورکوو

0 804

د روغتیا نړیوال سازمان د روانې  فبروري مياشتې په ۳مه نېټه د نړۍ یو شمېر هېوادونو لپاره د کرونا واکسین د ویش لیست خپور کړ چې له مخې به یې افغانستان ته ۳ ملیونه او ۲۴ زره ډوزه واکسین ورکول کیږي.

د روغتیا سازمان له لوري په هغه لیست کې چې ددې ادارې په ویبپاڼه خپور شوی ویل شوي، افغانستان به د کوواکس پروګرام له مخې د برتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې چمتو شوی «استرازینیکا» واکسین ترلاسه کړي.

یوې تازه څيړنې د برتانیا اکسفورډ پوهنتون لخوا چمتو شوی (استرازینیکا) واکسین ګټور دی او د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوی کوي.‌ دا لومړی ځل دی چې ددې واکسین د مثبت اغېز په اړه د یوې څېړنې پایلې خپرېږي.

د دې سره سره چې د روغتیا نړیوال سازمان یادو هېوادونو ته د واکسینو د ورکړې رسمي اعلان نه دی کړی خو دا لیست یې د اټکل له مخې خپور کړی چې کره شمېره به وروسته خپره کړي، دا سازمان پر پرمختللو هېوادونو ږغ کوي چې شاته پاتې هېوادونو سره د واکسینو مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply