سناتور مایک مک‌کول: طالبان د واک تږي دي

0 627

د امریکا کانګرس غړي وايي، د افغانستان اوسني وضیعت ته په کتو باید امریکا په افغانستان کې پاتي شي، ترڅو د یوې بلې کورنۍ جګړې مخه ونیسي.
د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو مشر، سناتور مایک مک کول ویلي، چې په افغانستان کې لاهم خطر موجود دی او کانګرس به له بایډن څخه په کلکه وغواړي، چې د خپلو سرتېرو حضور ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، طالبان یواځې د واک تږي دي او بایډن باید په دې اړه د امریکايي چارواکو مشورې په پام کې ونیسي.
مک کول ویلي، چې دوی د سولې له روانې پروسې ملاتړي دي؛ خو نه غواړي، چې امریکا دې له افغانستان څخه په غیر مسؤلانه شکل ووځي.
د امریکا کانګرس یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ د ناټو غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شتون په اړه پرېکړه راتلونکي ته وځنډوله؛ خو امریکا بیا تردې پخوا ویلي وو، چې طالبان ورسره د دوحې په هوکړه کې پاتې راغلي او نه غواړي له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply