افغان ځواکونو څلور پاکستاني بم جوړونکي ووژل

0 766

د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۴ پاکستاني بم جوړونکو په شمول ۱۰ طالبان وژل شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د افغان ځواکونو له لوري عملیات ترسره شول، چې د ۴ پاکستانيو ماین جوړونکو په شمول، ۱۰ طالبان وژل شوي او ددې ډلې د ماین جوړونې یو کارخانه په کې له منځه وړل شوې ده.
دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پاکستاني بم جوړونکي وژل کیږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم له یادې ډلې سره د افغان ځواکونو له لوري ګڼ شمېر بهرني وسله وال وژل شوي، چې اکثره یې د وسلو پاکستاني ماهرین دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply