ناراضه بوډۍ

عبدالوکیل سوله مل

0 1,013

ښاري بس کې سورلۍ ډبه ډیرۍ ناستې او ولاړې وې .هرڅوک پخپلو خولوکې ډوب و: چا له امنیت سرټکاوه ، ځنې  ورځ په ورځ لوړیدونکونرخونوته سودا وړي وو. یونیم په خورې شوې وبا غږیدل.

خو یو نیم داسې هم و چې په هیڅ شی ېې چرت نه وخراب او په موټرکې غږیدونکې موسیقي ېې په خونداوریده.

 په بس کې یوه زړه بوډۍ چې په لوی زړوکي کې ېې ځان رانغاړلی و،هم ناسته وه . سپینو ويښتانو ته ېې دنکریزووسمه ورکړې وه ، په دواړو لاسونو ېې لکه دزیارت منجاوررنګارنګ غټې اووړې ګوتې په لاس وې .

بوډۍ د ډرایورترشاه څوکۍ کې ډډه لګولې وه. په دیوالونوکې لګیدلو تصویرونوته ېې په ځیرځیرلیدل .

له هرتصویرسره به ېې یو څه له ځانه سره وویل، تندی به ېې کله کونجې شواو کله به ېې په شونډو نرۍ موسکا وځلیده .دبس منځ ته به ېې سترګې ونیوې ، لکه د څه په ویلو چې ویریده او یا شرمیده. ناببره ېې ویره له سره والوځي ، یو لوی تصویر ته لاس ونیسي ، سردموټرښیښې ته ورنږدې کړي ، په لوړ آوازښیراوکړي :

ـ د خدای په غضب خواخته شې !

سورلۍ ټولې هکې پکې شي ،یوبل ته اوبیا زړې ادې او هغه لوی تصویرته ځیر شي چې په لیدلوېې دبوډۍ له خولې  ښیرا راووتله ، موټروان وخاندي :

ـ ولې ادې ؟

بوډۍ په څوکۍ کې رانیغه شوه ، په سرېې اوږد تورزړوکی نورهم راسم کړ:

ـ څه ېې کوې زویه ، ولې مې زړه راسپړئ ؟

موټروان د موټر له ښیښې ناراضه ادې له نظره تیره کړه ، بیا ېې وویل :

ـ ولې ، ولې ، ولې ،ادې ،څه درد درغلی دی؟

بوډۍ ده ته ، بیا د بس منځ سورلیوته او وروسته بیا لوی تصویرته لاس ونیوه :

ـ له کله چې دا ګنجی په تخت ناست دی ، ننګورمې یو زوی ونه زیږاوه .

ترخوا ناستې د کوچنۍ نجلۍ په سرېې لاس کیښود.

ـ تراوسه مې ننګور هرکال دغسې پينځه نجونې راوړي دي، زامن خدای پرې درولي دي.

له دې سره په بس کې ټولو په کړس کړس وخندل.

په بس کې ناست ځوان چې د بوډۍ ښیرا ته هک پک تللی و او خوله ېې له خندا چینګه پاتې وه ، بوډۍ ته ټونګه ورواچوله :

ـ ادې له خولې سره دې پام کوه ،هسې نه چې په دې سپین سر دې زندان ته وانچوي !

خلکو بیا خندا ته زورورکړ، په کړس کړس ېې نورهم وخندل، بوډۍ اوږې پورته ونیوې ، خوله ېې ځواب ته جوړوله چې له شا څوکۍ یو سپین ږیری بوډا چې ږیره ېې چټه خریلې وه رانارې کړې :

ـ خورې چرت مه وهه ، که داسې هغه ته په کنځلو او ښیراو خلک بندیانیدلی، اوس به نیم افغانستا ن په زندانونوکې وای .

بل تن ېې چې د بوډۍ شاته ناست و او قره قلی خولۍ ېې په سروه ،په پلوۍ وویل :

ـ چې دا ادې نیسي، ولې هغوی نه نیسي چې ګرده ورځ ېې په تلویزینونو کې د ده په غیبت لکه سپي غاپي.

 د ده له خبرې سره بوډۍ غلې شوه ، مخ ېې بیرته واړاوه ، د سرک په ننداره شوه ، بس کې هم بیرته چوپتیا خوره شوه . موټروان چې هم ېې مخکې لار څارله او هم ېې په روان موټرکې شاته سورلۍ له خپلې هندارې لیدلې ، بیا بوډۍ وسکونډله :

ـ ښه ادې اوس چیرې ځئ ؟

بوډۍ وخندل ، په کنډاسه خوله کې پاتې غوښونه ېې وځلیدل ، اخوا دیخوا ېې وکتل ، لکه په ځواب چې شرمیده ، په وروېې له خولې راووتل :

ـ ددې شین سری دوترته

موټروان رانیغ شو:

ـ کوم شین سری ادې

بوډۍ بیا په دیوال کې لوی تصویرته لاس ونیو :

ـ ددغه پاچا دوتر ته

د موټروان خوله وازه پاتې شوه ، اخ ېې کړل :

ـ اولسمشر ته ؟

بوډۍ په چوکۍ کې رانیغه شوه ، سرېې وخوزاوه :

ـ هو له خیره

موټروان په روان مزله کې مخ ورواړاوه :

ـ هلته څه کوې ؟

بوډۍ له زړوکې لاندې کاغذ راوویست ، راپورته ېې کړ:

ـ عریظه وروړم

ـ د څه شي ؟

ـ پیسې ترې غواړم

موټروان لکه له کوچنی ما شوم سره چې لوبې کوي :

ـ د څه لپاره ؟

دبوډۍ خوله لاړه اوراغله ،  سترګې ېې وځلیدې ، په شونډوېې نرۍ موسکا ونڅیده:

ـ زوی ته دبل واده لپاره

دبس له بلې غاړې یوه تن له شاه رانارې کړې :

ـ ادې دا څنګه ؟هم پاچا ته ښیرا کوئ او هم ترې پیسې غواړئ !

ادې شاته مخ ورواړاوه ، په غوسه ېې وروکتل ، په لوړ آوازېې وویل :

ـ ستا سر په دې خبرو نه خلاصیږي ، کرارپه ځای کښینه !

ځوان وخندل :

ـ هغه څنګه ؟

دا په چوکۍ کې نوره هم رانیغه شوه :

ـ هغه دا چې بل واده ورته کوم

ده بیا په ملنډو ورغبرګه کړه .

ـ نودپاچآ ېې ستا د زوی له واده سره څه ؟

دی ولی وښورول ، څادرېې نورهم په ځان راخورکړ:

ـ ولې څه  ؟ ساده ګله ، په نوی ننګور ښه ډیرزامن زیږوم ،

ټولوسورلیو یوبل ته وکتل ، او دهریو له خولې راووتل :

ـ زامن ؟

بوډۍ سروخوزاوه :

ـ بلې، زامن چې رالوی شي ټول له مخې لښکر ته ورکوم چې پاچا هي ېې مظبوطه شي .

ټولو سورلیوپه کټ ،کټ وخندل

لندن ـ ستانمور

دغرمې درې بجې

د۲۰۲۰میلادی کال د نومبر۱۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply