د پاکستان اعتراف؛ قریشي وايي افغانستان کې نور د طالبانو ملاتړ نه کوو

0 1,471

پاکستان په سیمه کې د سوله ييز افغانستان غوښتونکی دی او نه غواړي، چې یاد هېواد کې دې یو ځل بیا جګړې زور واخلي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی محمد عمر داودزی تېره ورځ پاکستان ته تللی او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په شمول له یو شمېر چارواکو سره لیدلي.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د پاکستان له چارواکو سره یې، پر افغان سوله، د دوحې د خبرو پر چټکتیا، دوه اړخېزو اړیکو او نورو مسائلو خبرې کړي دي.
بل طرف بیا د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې ليدنه کې ویلي، چې پاکستان په سیمه کې د یو باثباته افغانستان غوښتونکی دی او نه غواړي نور په دغه هېواد کې د جګړه مارو ډلو ملاتړ وکړي.
نوموړي یادې څرګندونې داسې مهال کړي، چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند افتخار بابر هم ویلي وو، چې پاکستان نور نه غواړي، په افغانستان کې دې د جګړې لپاره د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply