مایکل اوهالن: د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ناقصه ده

0 892

طالبانو لاهم له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرېکړې او ښايي امریکا ونه غواړي له دغې ډلې سره د دوحې پر هوکړه عمل وکړي.
د امریکا د بروکینګز څېړنیز مرکز تحلیلګر مایکل اوهالن په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اوسنۍ هوکړه ناقصه ده او طالبانو هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
نوموړي ويلي، چې طالبانو له افغان حکومت سره په تاوتریخوالي کې کموالی نه دی راوستی او همداشان لاهم له القاعده ډلې سره نژدې اړیکه لري، چې دا چاره کولای شې د دوحې تړون لغوه کړی.
اوهالن زیاته کړې، چې د امریکا لپاره، د طالبانو او القاعده تر منځ اړیکې پرې کول او د افغان حکومت پر وړاندې د تاوتریخوالي کمول تر ټولو مهم دي، چې طالبانو د دوحې له هوکړې وروسته دا چاره نه ده ترسره کړې، چې امریکا ښايي په همدې اساس له دوی سره شوي تړون لغوه او یا هم تعدیل کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون نږدې کال پوره شو؛ خو طالبان لاهم له بهرنیو ډلو سره مضبوتې اړیکي لري، چې دا به د امریکا نوی حکومت مجبور کړی، ترڅو له طالبانو سره پر شوې هوکړې له سره کتنه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply