د امریکا تقاعد دفاع وزیران: طالبان له جګړې لاس نه اخلي؛ امریکایي ځواکونه باید پاتې شي

0 642

د امریکا د دفاع دوه پخوانیو وزیرانو ویلي، چې طالبانو لاهم جګړه نه ده پریښي؛ نو امریکايي ځواکونو ته هم نه ده پکار چې افغانستان پرېږدي.

د اوباما د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر رابرټ ګیټس له واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د دوحې هوکړې ته یې تمه وه؛ خو داسې ښکاري چې طالب لوري پر دې هوکړه عمل نه دی کړی او بایډن هم باید د سر تېرو په وېستلو کې بېړه ونه کړي.

 په همدې حال کې بیا د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر، مارک ایسپر هم له یادې ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ویلي،چې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل به امریکا او متحدینو ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان لاهم په جګړې تمرکز لري او باید دا ډله وپوهول شي، چې د جګړو په صورت کې به امریکا هيڅ وخت له افغانستان څخه خپل سرتیري ونه باسي.

دواړه پخواني وزیران یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې بایډن د خپلې واکمنۍ له لومړۍ ورځې د دوحې پر تړون شک درلود او د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره اراده نه درلوده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply