په سويډن کې یو افغان پر عامو خلکو بريد کړی دی

0 794

د سويډن په سويل کې په يوه شخړيزه نښته کې يوه کس ۷ کسان ټپيان کړي چې د چارواکو له خوا د درو تنو روغتيايي وضعيت يې نازک ښودل شوی دی. يو شمیر سويډني رسنيو ويلي دي چې حمله کوونکی يو ۲۲ کلن افغان دی چې پولیسو نیولی دی.

د آلمان خبري آژانس د جمعې په ورځ (د مارچ ۴مه) له ستاکهولم څخه د پولیسو او روغتيايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د ټپیانو له ډلې څخه د درو تنو حالت د انديښنې وړ دی.

پولیس زياتوي چې د دوی څيړنې ښيي چې دغه حمله د وژنې په مقصد ترسره شوې او دوی پر تحقیقاتو بوخت دي چې آیا احتمالاً تروریستي انګیزه هم لري که نه. تورن کس چې عمر يې شاوخوا ۲۰ کاله ښودل شوی د پولیسو په ډزو ټپي او بیا نیول شوی دی. د هغه د نيولو پيښه د سويډن په سويل کې د ويتلاندا په نوم د يوه کوچني ښار په مرکز کې رامنځته شوې ده.

د «ستهاکولم ډيلې ايکسپريس» او د سويډن تلويزيون (SVT) رپوټ ورکړی دی چې حمله کوونکی ۲۲ کاله عمر لري او د افغانستان دی. په دې ترتيب په دغې پيښېه کې د تورن کس په ګډون ټول ۸ کسان ټپیان شوي دي.

د ځایي پولیسو يوه افسر جوناس لیندل وویل چې تورن کس تر دې وړاندې هم په مکررو سپکو جرمونو پيژندل شوی وو.

د یادو رسنيو په ګډون ځينو نورو سويډني رسنيو ويلي دي، چې پولیسو د پيښې په ورځ (چهارشنبه) په ويتلاندا کې د تورن کس د اوسیدو ځای تلاشي کړی دی.

پولیسو د تورن کس د هويت او د حملې د احتمالي انګيزې په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو دا يې ويلي چې حملې څو ځايه شوي دي. پولیسو دغه راز نه دي ويلي چې حمله کوونکي له کوم ډول وسلې څخه کار اخیستی، خو په رپوټونو کې ويل شوي چې دغه حمله د چړې په ذریعه شوې ده.

تورن کس د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوی، پولیسو يې په اړه ويلي چې د هغه ټپونه دومره جدي نه دی چې ژوند ته يې ګواښ وي.

د سويډن د کورنیو چارو وزير مایکل دامبرګ د سويډن تلويزيون ته وويل چې دا ډول پيښې په دې معنی دي چې پولیس يې باید د هغې د احتمالي تروريستې انګيزې په اړه تحقیقات وکړي. ځکه په وينا يې چې په سويډن کې لا هم د ملي تروريزم خبرداری موجود دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply