د نر ستر پښتون افغان محمد ګل بابا په یاد

محمد داؤد مومند

0 1,062

د نر ستر پښتون افغان محمد ګل بابا په یاد لاندنی شعر ماته د پيښور نه راورسید.

د دی شعر ویونکی محترم الحاج میرویس خان چکنوری دی، محترم حاجی صاحب میرویس د مرحوم جنت مکان سناتور صاحب چکنوری زوی او د معروف مجاهد، ملا صاحب چکنور لمسی دی.

ملا صاحب چکنور هغه مجاهد وه، چی غازی امان الله یی د استقبال دپاره د څرخی پله پوری ورغلی وه.

 دا شعر واقعاً د استاد الفت، استاد بینوا او استاد خادم په سویه لیکل شوی دی.

میرغلام غبار چی یو سیاست باز، سیاست پیشه، متعصب، بدبین او چپګرا، لیکوال وه، په خپل سیاسی تاریخ کی یی، د پښتو د بابا  ډیر سپکاوی کړی دی، ولی بر عکس وینو چی یو پاک زړی مسلمان، متقی، متواضع، بی کبره، واقع بین، شریف، نجیب او په انسانی عالی خصایلو متصف انسان یعنی میرویس خان چکنوری، د ضمیر او وجدان په حکم د بابا حق اداء کړیدی.

دلته د بزم د انجمن شمعی او د رزم د ډګر قهرمان، ستر لارښود، خوشحال بابا وینا، د کلام مصداق ګرځی چی فرمایی:

محمد ګل بابا

خوشحال خټک، په درنو دروند په سپکو سپک

دا تاسی او دا د چکنوری صاحب شعر:

ما یو نښان او یو انځور ښه په ځیر ځیر ولیده

ما په دقت او ښه په غور یو تصویر ولیده

ما یو ښیسته او دروند سپین ږیری پاک ضمیر ولیده

د ګران ملت، محبوب هیواد می یو وزیر ولیده

ما یی د پل، قدم او لار څارنه ډیره وکړه

ما یی رسا پل او قدم په نیغ مسیر ولیده

ما یی ګفتار ته غوږ، کردار ته سترګی ونیولی

ما په عمل، سوتره، سپیڅلی په تقریر ولیده

ماته یی شان، شوکت، جلال،هیبت ښکاره دی ګوره

لوی کبرجن، مغرور یی مخکی ما حقیر ولیده

د ولس غم کی ټوله ورځ ستړی ستومانه مشغول

د شپی می هم یارانو ویښ، بیدار، شوګیر ولیده

چی د حالاتو کشمکش یی بیلولی نشی

ما دا غښتلی، کلک، قوی، سنګین ځنځیر ولیده

ګربت نظر، شاهین وزر، له وریځو پورته پرواز

داسی عقاب، داسی باتور می کم نظیر ولیده

د ژوند او ژواک اوږد بهیر کی ورته ستونځی ډیری

سختو حالاتو کی یی ما حسن د تدبیر ولیده

زه یی ډیوه، شمع،فانوس،مشعل، څراغ ګڼمه

ما پړقیدونکی، روڼ، ځلاند، روشان منیر ولیده

پښتنه مینه یی رانغښتی(لنډکۍ پښتو) کی

د خپلی ژبی محبت کی می تفسیر ولیده

میر او سالار وه، هم ریښتنی خدمتګار د وطن

ما دا سالار او دا امیر، خلکه فقیر ولیده

د کرایی د خټو کور کی یی روح والوتلو

ما دا ساده استوګنځی، ساده تعمیر ولیده

صابر شاه بیا پدی ننګیال غونډه راغونډه کړله

ما یی په هوډ،اراده، عزم کی تأثیر ولیده

یادونه: «لنډکی پښتو »د بابا هغه رساله ده چی د استاد بینوا په هیله د پښتو او پښتنولۍ په باب لیکل شوی ده او ستر پوه پوهاند استاد رشتین ورته د « د پښتو او پښتونولی و ظیفات» وایی.

د بابا جنازه د دهمزنګ په غره کی دیوه دوه اطاقه کرایی خټین کور نه چی کرایه یی ۳۰۰ افغانۍ وه پورته شوه.

د شاهی کورنۍ نه ځانله سردار محمد داؤد خان، ځان جنازی ته، همدی کورته رسولی وه.

د افغانستان پادشاه، فاتحی ته راغی، ولی شاه ولی خان او سردار ولی فاتحی ته رانغل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply