حقاني شکبه د یو نوي پلان په تطبیق کار کوي

عبدالمنان توحیدیار

0 617

تازه مالومات دا دي چې د حقاني شبکې د سترو پلانونو جوړولو مشر پاکستان کې د ای ایس ای یو مشر سره لیدلي او په دې یې بحث کړی چې څنګه کیدلی شي، افغانستان کې قومي جګړې راپورته کړي او ورته لمن ووهي.

دې بحث کې تر ټولو اسانه لار د علي پور موضوع یاده شوې چې اوس وخت کې ګرمه ده او کیدلی شي چې طالبان یې د خپلو ګټو او پاکستان یې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

پلان داسې دی چې علي پور به پر پښتنو سیمو کې د بریدونو لپاره پاریږي او په مقابل کې به یې پښتانه پر علي پور د برید لپاره مقابل کې دریږي، دې منځ کې به طالبان دواړو خواوو ته لمن وهي چې د هزاره او پښتون ترمنځ قومي تشنج رامنځ ته کړي او ددې لپاره پاکستان مالي او تبلیغاتي برخه کې همکاري کوي.

حقاني شبکه په دې برخه کې مسوولیت لري چې دواړو لورو ته کار وکړي چې جګړې ته وهڅیږي او ډله ییزې وژنې پکې رامنځ ته شي.

تر دې وړاندې هم ورته هڅه شوې وې، خو د هزاره او پښتون قوم مشرانو او دولتي چارواکو له لوري یې مخه نیول شوې او دا پلانونه خنثی شوي دي.

خو دا ځل په پوره قوت سره کار کیږي چې د پښتون او هزاره ترمنځ په یوه پلمه جګړه پيل کړي، پاکستان په دې ډاډه دی چې د قومونو ترمنځ یواځې د جګړې اور بلول به ستونزمن وي، تر هغې وروسته بیا اور خپل پراخیږي او د دوی له مصارفو او کسانو پر ته به خلک سوځوي.

تر دې وړاندې ایران هم پوره هڅه وکړه چې مذهبي تفرقي رامنځ ته کړي، له همدې کبله یې زیات شمېر بریدونه هزاره سیمو کې وکړل او دې بریدونو ته یې په شیعه او هزاره د برید نوم ورکو.

تاسو به څو کاله وړاندې لیدلي وي چې پر هزاره ګانو داسې بریدونه وشول چې ډله ییز پکې ووژل شول، خو بیا هم ایران و نه توانید چې قومي او مذهبي تفرقه رامنځ ته کړي.

طالبانو هم تیرو کلونو کې پوره هڅې کړي چې داسې یو اور بل کړی چې دوی ورته ناست وي، ننداره یې کوي او اور خپله پراخه شي.

خو زموږ مشران او په ځانګړي ډول د ملي امنیت اداره دې ټولو مواردو ته رسیده ګي کوي او اجازه نه ورکوي چې د نورو هېوادونو اساسي پروژې دې زموږ ملت وپاشي او یووالي دې له منځه یوسي.

افغانان هم باید هوښیار اوسي، دا وضعیت داسې دی چې هره برخه کې د افغانانو دښمن کمین کې ناست دی او کار کوي چې څنګه یوه خلا رامنځ ته شي او دوی پکې ځانته ځای پیدا کړي او بیا له دې خلا د افغانانو پرضد کار واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply