نانک بابا د ویناو یوه څڼډه

همایون دوست

0 1,296
« دا لایتناهی کاینات، دا نړۍ، خوب، خیال، افسانه او داستان نه دې، ژوندی ریښتینی حقیقت دي، خپل خالق لری، څوک یی «الله»، «رام»، «کیش»، «شیوا»، «ګوپال»، … بولی، چې پرته له شک څخه یې ذاتي نوم «حق» دی، ما یی د لیدلو په لیوالتیا، کلونه، کلونه په وچو شاړو کې، د لمر سوځنده وړانګو تودخې تاو لاندی، په غرونو او رغونو کې، سمندرونو او سیندونو وژنکو یخو ساړو په زغملو، په خورا اوږدو مزلو پرېمانه کړاونه ګاللی، هر ګوټ مي په‌سې لټ په لټ کتلی، چیرته مې هم وءنه‌موند، هغه لوی ذات چې د ټولو خدایانو خدای دی، ځانګړی مکان او کور، رنګ او جسم نه لری، چې له مخې یې مجسم، تجسم او تصور شي، خو هغه په هرزمان، هرمکان، په هر څیز او په هر چا کې، تعال (تلپاتی حاضر او ناظر) دي او هغه د ابدي ښایست ازلي جوهر دي هغه ستاسو په باطن او ظاهر کی د مینی، ښکلا، اخلاقو، رښتیا او ایمان په بڼه څرګند ځلیږی؛ په موږ فرض ده چی په وار وار یي، په منترونو، نعتونو، نظمونو او نثرونو کې وءستایو، شيبه په شیبه یی ترانو او سرودنو کې په مینه او محبت ذکر کړو، بې له دمی په خبرو کې ذکر کړو، په هغه زړه له کومي باور وکړئ، هغه ته غوره عبادت د هغه مخلوقاتو ته درناوی او ښیګڼه رسولو کې دی، اصلی معبد ستاسو زړه او ستاسو به زړه کې دي، د هغه په توکل دننه خپل زړه د نیکو او ګټورو انګیزو په نعمت دومره ډک کړی چې، د کینې، کرکې، حرص تعصب او خوشنت خیری په کې ځای وءنه مومي. نو هغه تل د تودو ولولو په ترڅ کې، د الفتونو په رڼا کی، دم په دم او په هره ساه کې، تر هغې دمه ذکر کړئ، چی ستاسو له ژوند، کهوله او چاپیریال، څخه تر ابده ابلیس د پلیتی ځالی خبیثه ارواح ورکه شی پوپنا شی،
په دی ټړاو پروردیګار د شعور او ارادی په نیت واکمن کړی یاست، که څوک ورکې پاتی راځی نو بې له ځڼډه، زړه له تله تری مرسته وءغواړﺉ، هغه مهربانه، زړه‌سوانده او مینه‌ناک رب دي، هغه ستاسو لاسنیونه کوی، شونی نه ده چی په ټګۍ ریا، نيرنګ یا په دروغجنو، سجدو، روژو، اعتکافونو هغه تیر باسی، او نه هم هغه ور ته اړتیا لری، هغه بی نیازه، بي احتیاجه رب دي، سیال، مرستیال، شریک، مشاور… نه لری، نه مني، هغه واحد دي.
د بی روحه بُت، شمشان (هندوسوزان)، زیارت، مکان او نورو بی هویته شرک مزاجه شیانو لمانځلو د مټاکو خرافاتو نه پرهیز وکړئ».
***
د نانک بابا د منترونو یوه وړه بیلګه.
***👳‍♂️👳‍♂️
ځینو سر وخریلو پنډت شولو
چا کړه په ببر سر درویشي اختیار
ځینې ځان شیخ ګڼي، زاهد شولو
چا ځان باندي هندو نوم کیښود
څوک بیل بیا مسلمان شولو
اسلام کې بیا شیعه وي څوک
هم په کې سني ښه ډیر
مه ګوره صورت ته یې
انساني کرامت درناوی غواړي
هندوان،چې خداي خالق بولي
مسلمانان یي هم مخلوق دی
مه ګڼئ، د هندوانو پرورده، جلا
مه ګڼئ، د مسلمانانو الله بیل
د ټول بشر یو څښتن تعال
هغه تل په ړنا ګانو کې لا پسي روښان وی
هغه دي په ښایست کې د ښکلا جوهر
——–
ژباړه د روسي ژبي څخه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply