امنیتي او اقتصادي ستونزې؛ د خوست رسنۍ د تړلو له ګواښ سره مخ دي

0 818

خوست کې د محلي رسنیو مسؤلین وايي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله له جدي ګواښ سره مخ دي او که ولایتي اداره یې غم ونه خوري؛ نو په یاد ولایت کې به شته خصوصي رسنۍ وتړل شي.
د رسنیو د مسؤلینو په خبره، چې په دې ولایت کې ځينې رسنیو خپلې خپرونې د مالي ستونزو له امله راکمې کړې او نشي کولای، چې خپلو همکارانو ته معاشونه پیدا کړي.
د رسنیو مسؤلین وايي، سره له دې، چې په هر ډول ملي مسائلو کې یې ملي دریځ نیولی او له ټولو ملې ارزښتونو یې ننګه کړې؛ خو بیا هم ولایتي ادارې او اطلاعتو کلتور ریاست ورته په مالي برخه کې هیڅ پام نه دی کړی.
په ورته مهال بیا ځینې خبریالان له امنیتي تهدیداتو هم ځوریږي او وايي، چې په خوست ولایت کې ځان خوندي نه احساسوي او باید ولایتي اداره د خبریالانو امنیت ته هم جدي پاملرنه وکړي.
بله طرف بیا په یاد ولایت کې د خبریالانو د مصونیت کمیټې مسولین هم مني، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې ډېری رسنیو د مالي ستونزو لا امله خپرونې راکمې کړې.
د کمیټې د مسولینو په خبره، چې که حکومت په خوست کې د رسنیو د مالي ملاتړ او د خوندي چاپیریال په ارمنځته کېدو کې مرسته ونکړي رسنۍ  او کارکونکي به یې له دې هم له ډېرو ستونزو سره مخ شي؛ خو د خوست د اطلاعاتو کلتور ریاست بیا وايي، چې هڅه کوي د رسنیو لپاره په یوه معلومه ساحه کې ځانګړی کمپیلکس جوړ کړي، چې له دې سره به د ګڼو خبریالانو امنیت هم خوندي شي.
باید یاده شي، چې اوس مهال خوست کې ۱۴ غږیزې، پینځه تصویري  او تر پینځلسو زیاتې چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply