د پښتورګو ناروغۍ د مخنيوي لاري

0 1,351

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله اوس د ټولي نړۍ۱۰ سلنه انسانان د پښتورګو د مُزمنۍ ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي. د دغي ناروغۍ د مخنيوي لاري کومي دي؟

د پښتورگو ناروغي د پر وخت تشخیص په مرسته د درملني وړ ده او د سالمو گامونو په پورته کولو سره به سړی هیڅکله په هغه اخته نه سي.

ځیني دارو درمل تر حد زیات مه کاروئ. د التهاب ضد غیر استروئیدي درمل لکه ایبوپروفین او ناپروکسن دي. د دغو دارو درملو زیات مصرف د پښتورگو فعالیت راکموي. د معدې د زخم یا ریفلاکس له پاره پروتون د ډیر وخت له پاره کولای سي د پښتورگو مُزمنه ناروغي لا پسي زیاته کړي.

انتي بیوتیکو ته پام وکړئ. د هغو ځیني ډولونه لکه پنيسلین، سولفونامیدونه او سفالو سپورینونه په ډیر احتمال سره تاسو ته ستونزي رامنځته کوي او حتي چي جوړ پښتورگي هم ولرئ. او د اوږد مهاله مصرفولو په نتیجه کي دیالیز ته اړتیا پیدا کولای سی.

صحي غذا وخورئ. د وخت په تیریدو سره یو نامناسب غذايي رژیم کیدای سي د ویني د لوړ فشار، چاغښت، شکر او نورو ناروغیو سبب سي چي د پښتورگو له پاره خطرناک دي. یو سالم غذايي رژیم چي د ترکاریو، میوو او غله جاتو لرونکی وي، مه هیروی. په یاد ولرئ چي د مالگي ترحده زیات مصرف د ویني فشار لوړولای سي او د پښتورگو او په هغو کي د ډبرو د پیدا کیدو ناروغي زیاتولای سي.

په کافي اندازه د اوبو نه څښل په عفونت باندي د اخته کیدو او د پښتورگو د ډبري خطر لا پسي زیاتوي. هڅه وکړئ په ورځ کي ۴ تر ۶ گیلاسه اوبه وڅښئ.

سپورت وکړئ. د یوه سالم غذايي رژیم په توگه، حرکت کول هم د ځینو ناروغیو لکه شکر او زړه سره چي ښايي پښتورگو ته تاوان ورسوي، مرسته کوي. البته دا له یاده مه باسئ چي له حده زیات ورزش پښتورگو ته تاوان رسولای سي. حداقل په اونۍ کي پنځه ورځي او حد اکثر ۳۰ تر ۶۰ دقیقو پوري تمرین وکړئ.

تلویزیوني معاینات جدي ونیسئ. که مو خپلوان د زړه، د ویني لوړ فشار، شکر او یا هم پښتورگو په ناروغۍ باندي اخته وي، په هغو باندي ستاسو اخته کیدل هم له امکانه لیري نه بریښي. په داسي یوه حالت کي ډاکټر امکان لري تاسو ته د پښتورگو د ځانگړو معایناتو وړاندیز وکړي.

د الکهولو څښلو ته پام وکړئ. د الکهولو زیات څښل د پښتورگو د اوږدمهاله ناروغي سبب کیږي. الکهول ښايي ستاسي په بدن کی اوبه راکمي کړي، وزن مو زیاتوي، اینه مو خرابوي، د ویني فشار مو لوړوي، دا هغه څه دي چي پر پښتورگو باندي لا زیات فشار راولي.

سگريټ مه څکوئ. د سگریټو څکول د پښتورگو په سرطان باندي د اخته کیدو خطر ډیروي. سربیره پر دې د سگریټو څکول کیدای سي پر ځینو هغو دارو درملو چي د ویني د لوړ فشار درملنه کوي، اغیز واچوي. دا یوه جدي موضوع ده، دا ځکه چي د ویني نه کنترول سوی لوړ فشار د پښتورگو د ناروغي اصلي علت دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply