په غزني کې کمپيوټري تذکرې یوازې د هزارګانو له پاره

0 1,052

په دې ورستیو کې په غزني کې د بریښنایی تذکرو دوه دفترونه فعال شوي دي خو هلته میشت پښتانه شکایت کوي چې دوی ته په یوه او بله بهانه کیږي او د تذکرو د اخستیلو له حق څخه محرومیږي خو برعکس هره هرځ پنځ سوه هزارګانو ته تذکرې ورکول کیږي.

دا د مرکزي حکومت او سرور دانش پلان دی چې څومره ژر کیږي د غزنی هزارګانو ته تذکرې وویشي او پښتانه ترینه محروم کړي تر څو د ګونګسو له مخې د غزني د ولایتۍ او ولسي جرګې ټاکنې چې ویل کیږي د بریښنایي تذکرو له مخې به وشي او یوازې هغه څوک به رایه ورکوي چې بریښنایي تذکره ولري، اوس له غزني څخه یوازې هزاره وکیلان په پارلمان کې د غزني استازیتوب کوي. افغان حکومت مخکې هم هزاره ګانو ته په ایران کې د تذکرو اته مرکزونه جوړ کړی  په داسې حال کې چې په نور افغانستان او یا په بهر کې د افغان مهاجرو له پاره داسې مرکزونه نشته.

د غزني اوسېدونکی شکایت کوي چې یو خو په غزنی کې د تذکرو دوه دفترونه دی او کارکوونکی یې ټول هزاره ګان او یوازې یو پښتون او تاجک کارکوونکی لري او بل د ژبې ستونزه ده چې هر څه په فارسي دي چې د پښتنو له پاره له ستونزو پرته بل څه نه دي. د دغه دفترونو ټوله موخه دا ده چې پښتانه د تذکرې او ووت له حق څخه د تل په شان محروم شي. مخکې له دې چې ناوخته شي مرکزي حکومت باید ژر تر ژره د ستونزې د حل او د سروردانش، نورو هزره مشرانو او ایران د خیانت مخنیوی وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply