!د ښوونې او روزنې دښمنانو بیاهم جنایت تر سره کړ

عبدالمنان توحیدیار

0 886

   د علم او زده کړی اهمیت او ارزښت هغه څه دي چې ټول آسمانی ادیان او بشری ښوونځي او ټولنه د هغه په کسب او ترلاسه کولو باندې ټینګار کوي او د زده کړي په بهیر کې پراختیا او پرمختګ ویاړ ګني، خو د اسلام مقدس دین له بل هر دین او آئین څخه علم او زده کړی ته ارزښت وکړی دی او انسانان یې دعلم او پوهي زده کړي ته رابللي دي.

   تعلیم ورکول او د هغه تر لاسه کولو زده کړه ده، تعلیم رڼا ده او په یوه ټولنه کې یو بې روحه کالبد کې د څا(روح) غزول دي او د اسلام مقدس دین په دغه لاره کې له هر څه د مخه ټینکار کړی او د علم زده کړه یې یو الهی نعمت بلل دی، دا ځکه چې په اسلام کې لومړنی وحی د قلم، تعلیم او زده کړی د ارزښت بیانوونکي دی او هغه یې د الهی له مهمو او ارزښتناکه نعمتونو څخه انسانانو ته ورپیژندلي دي، چې د دغه ښوونځي لومړنی ښوونکی د الله تعالی پاک ذات او لومړنی زده کوونکی یې نبی کریم(ص) وو« اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ … اقْرَأْ وَ رَبُّکَ الْأَکْرَمُ الَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ»(علق،۱-۵ )ژباړه:ای رسوله ووایه د خپل پرودګار په نوم چې ته یې پیدا کړی یي، ووایه چې ستا پرودګار غوره او کریم دی،هغه خدای چې انسان ته یې د قلم په واسطه د لیکلو علم ورزده کړ او بشر چې په هغه څه نه پوهیده ورزده یې کړل.

  دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلام علم او زده کړی ته څومره ارزښت وکړی هاند دا چې د اسلام ستر پیامبر د علم زده کړه په هر نر او ښځینه مسلمان باندې فرض  ګرځولي، (طَلَبُ العِلمِ فَريضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَةٍ (متفق علیه).

 خو له بده مرغه چې  له اوږدې مودې راهیسي او بیا په ځانګړی توګه په دې وروستیو کې د اسلام، انسانیت، ښوونې او روزنې دښمنانو د اسلام مقدس نامه څخه  په ناوړې ګټي پورته کولو سره د بهرنیو هیوادونو د څارګرو ډلو په لارښوونه د علم او زده کړی له دغه ستر نعمت څخه زمونږ د ماشومانو او ځوانانو د محرومیدو په موخه یو لړ ورانکاره کړنې په لاره اچولي  چې کله مو ښوونځي راسوځوي، کله یې  په بمونو الوځوي،  کله یې دروازې زمونږ د ماشومانو پر مخ تړي، کله مو نازولي زده کوونکي را مسموموي، کله مو ښوونکي او  زده کوونکي ګواښوي او حتی په شهادت یې رسوي، چې ښې بیلګې د نورو ولایتونو سربیر په دې وروستو ورځو کې په بغلان ولایت کې د استادانو او محصلینو پر موتر ترهګریز برید چې په یاپله کې څوتنه شهیدان او ټپیان شول او په تخار ولایت کې د انجونو په زده کړه د طالبانو لخوا بندیز لګول دي چې انجونی تر اووم ټولګې پورې لیک او لوست کولی شي.

حال دا چې د طالبانو مشرتابه  چې د اکثریتو کورونه  په نورو بهرنیو هېوادونو کې دي، اولادونه یې په پرمختللو ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړې کوي. د دوی لورګانې هم په مفشن لباس کې لوڅ سر پرته له ټیکري پوهنتون ته ځي، خو په افغانستان کې یې د شرعیت تر بیرغ لاندې د ښځو هر ډول فعالیت بند کړی او حتی د زده کړو اجازه نه ورکوي.

   یادو جنایتونو ته په کتو سره دا زمونږ ټول ګډ مسوولیت  دی تر څو د هیواد د سولې او ثبات د دښمنانو او په ځانګړی توګه د علم او زده کړی د دښمنانو هر ډلو ورانکاره او ترهګریز بریدونه پروړاندې ودریږو او له خپلو امنیتي ځواکونو سره په دغه برخه له هیڅ ډول هلوځلو او ملاتړ څخه ډډه ونکړو او اجازه ورنکړو چې د اسلام او انسانیت دښمنان زمونږ د مظلوم ولس او په ځانګړی توګه ماشومانو او ځوانانو پر وړاندې  خپلو ناوړو او کرغیړنو موخو ته ورسیږي او له خپلو ټولو متدنیو هیوادوالو او په ځانګړی توګه د فاریاب ولایت او قادس ولسوالی څخه هم په کلکه غواړو چې نور په خپلو سیمو او بانډو کې د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې ودریږي او د دوي د ځپلو او له منځه وړلو لپاره له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply