کوچنۍ ملکه؛ د ولایتي شورا وکیل حمیدالله متحد تښتولې

0 1,363
حمیدالله متحد

غور- فیروز کوه: د غور ولایت د مرکز اوسېدونکی محمد حسین وایي، چې له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې یې کوچنۍ لور ملکه، چې د اووم ټولګي زده کوونکې وه د یاد ولایت د ولایتي شورا وکیل حمیدالله متحد لخوا تښتول شوې، د پېښې په لومړۍ ورځ یې اړوند مسولو ارګانونو ته عرض ثبت کړی او د خپلې لور د پیدا کولو غوښتنه یې ترې کړې؛ خو په وینا یې اړوند مسول ادارو هیڅ ډول عملي اقدام نه دی کړی.
د يادې تښتونې په اړه د غور ولایت د ښځو چارو ریسې حلیمه پرستش سیحون نیوز ته وویل، چې د ملکې د تښتونې پېښه له دوی سره ۲۱ ورځې وړاندې ثبت شوې، د ملکې د پيدا کولو لپاره یې د غور ولایت له امنیه قومانداني او د ملي امنیت ریاست سره تر اوسه ۱۱ جلسې ترسره کړې، هر ځل جلسه کې د ملکې د پيدا کولو ژمنه ورسره شوې؛ خو تر اوسه مسول ارګانونو هیڅ ډول عملي اقدام نه دی کړی.
پرستش زیاتوي، چې موږ د تښتول شوې ملکې له خواوشا داسې اطلاعات تر لاسه کړي، چې یاده انجلۍ یې یوه خونه کې په ځنځیرونو تړلې، د جنسي ځورونې له کبله یې رواني توازن له لاسه ورکړی او مسلسل د ځان وژنې په هڅه کې ده.
د یادې پېښې په اړه مو د غور ولایت له امنیتي ارګانونو سره اړیکه ونیوله، هغوی د انجلۍ تښتول تاییدوي؛ خو په اړه یې څه نه وایي، همدارنګه د پېښې تورن اړخ وکیل حمیدالله متحد د دې مسلې په اړه هیڅ ډول خبرو ته نه دی حاضر.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply