د ترکیې راتلونکی کنفرانس

ډاکتر فاروق اعظم

0 770

د ترکیې راتلونکی کنفرانس به د بن د ۲۰۰۱م کنفرانس په نسبت په کمزوري موقعیت کې وي او هغه ځکه چې:
(۱) په ۲۰۰۱م کال کې امریکا په ډیر شوق او قوت افغانستان ته راغله او ټوله دنیا یې د ځان ملګرې کړې وه، خو اوس مات زړه له افغانستان څخه وځي او دا موضوع به زموږ هغو ګاونډیانو ته پریږدي چې پخپلو منځونو کې هیڅ جوړ نه دي.

(۲) په بن کې څو ډلې افغانان شامل وه چې ټولو پخپل منځ کې يو ډول تفاهم درلود او مخالف څوک نه و، خو اوس به په ترکیه کی دښمنان (افغان حکومت او طالبان) سره کښیني. هغه دښمنان چې تر اوسه یې یو بل وژلي، بیعزته کړي، فرار کړي او هرهغه څه یې یو د بل په مقابل کې کړیدي چې په وس یی و او تراوسه هم دا کار کوي. موږ پخوا له ښاغلي حامد کرزي او ښاغلي
اشرف غني څخه باربار غوښتي وو چې افغانستان د جرګو وطن دی، په افغانانو اعتماد وکړئ چې د خیر خلک د دواړو طرفونو په منځ کې وګرځي او یو افغاني حل پیدا او هغه بیا لویې جرګې ته چې دواړه ډلې پکښې شامل وي، وړاندې کړي چې هغوی یې منظور کړي. دواړه دښمنې ډلې به تر هغه وخته مخامخ نه کښیني څو حالات مناسب شوي نه وي. دوی به په اخر کې په لویه جرګه کې د ملت په جمع کې سره کښیني. دلته به فاتح او مغلوب نه وي، خو د ټولو آبرو به خوندي وي او یو افغاني حل چې د افغانانو د شرایطو سره سم وي رامنځته شي. له بده مرغه، سياسي حل د حکومت مشرانو نه مانه. ویره ده چی د ترکیې په کنفرانس کی به بیا زموږ ګاونډیان او غټ طاقتونه د بون ۲۰۰۱م په شان سهامی او مشارکتي نظام او حتی ترهغه کمزوری راته جوړ کړي؛ دلته به لوټه ایږدي او پر تیریږي به. شل کاله وروسته به بیا همدوی وایي چې غلطي وشوه، راشئ بیا یې له سره جوړ کړو؛ ملت دي کړيږي. دغسي يو حالت یوازې د داخلي جنګسالارانو او نړیوال مافیا په ګټه دی خو افغان ملت دائمي سوله، استقرار او د خلکو په خوښه یو موټۍ اسلامی نظام غواړي.
خو د سولې هر کنفرانس ته هر چیرې چې وي، افغانان باید ولاړ شي او فرصت له لاسه ورنکړي. دا ځکه موږ تر هرچا سولې ته ډیر ضرورت لرو. مځکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي. دا جنګ امریکا زموږ د ګاونډیانو په مرسته پر موږ تپلی دی. اوس چې یې امریکا د دوحة له لارې پخپله او یا زموږ د ګاونډیانو په مرسته د ختمولو خبره کوي، موږ یې باید استقبال کړو او ورته ووایو چې ډیر ښه، مهرباني وکړئ موږ مو ملګري یو. موږ افغانانو ته په کار ده چې سد سرته ورولو او باور وکړو چې هر خارجي که څه هم د دوست په جامه کې وي، پخپلو ګټو پسې ګرځي. راځئ په یوه خبره ټول اتفاق وکړو چې امریکا دې له افغانستان څخه ووځي. ترڅو امریکا په افغانستان کې جنګي حضور ولري، په موږ کې به بې اتفاقي، جنګ او د ګاونډیانو مداخلې روانې وي، امن به نه وي او یو سم ملي حکومت به نه جوړیږي. موږ په زرونو کلونو دلته اوسیدلي یو، چا نه یو خوړلي. موږ هغه وخت خوار شو چې یو لوی طاقت له بلې خوا راشي او موږ نورو ته راغوزار کړي. خو یوه خبره باید په یاد ولرو چې له ګاونډیانو چاره نشته. یو ډیر کمزور ګاونډي ته هم باید دروند وکتل شي او په مقابل احترام ګذاره ورسره وشي. همداراز، څرنګه چې موږ د نړیوال کلي یو کور یو، نو د نړیوالو سره حسن تفاهم زموږ اهم ضرورت دی. د یو داسې افغانستان د جوړیدو لپاره باید موږ یوه معقوله طرحه وړاندې او د هغې د تطبیق لپاره یو ملي قیادت رامنځته کړو چې په کور دننه امن او استقرار راولي، عدالت تأمین کړي، د پرمختګ او ازدهار لاره هواره کړي او د سیمې او نړۍ سره تفاهم او د متقابل احترام پر بنیاد اړیکې ولري.

امریکا هم له طالبانو سره په دوحة کې او هم د امریکا د خارجه وزیر په لیک کې چې ډاکټر اشرف غني ته یې لیږلی دی راغلي چې نوی حکومت به په افغانستان کې جوړیږي. اوس چې نړیوال په افغانستان کې د موجوده حکومت بدلون غواړي، دلته افغانانو ته هوښیاري په کار ده چې بیا د سولې په نوم کاږه بنیادونه کښینښوول شي.

څرنګه چې زموږ ځینې ګاونډیان، داخلي جنګسالاران او نړیوال مافیا یو ناآرام افغانستان پخپله ګټه بولي، کیدای شي په ترکیه کې په یو بل شکل د تیرو څلویښتو کالو د ناکامه او خونړۍ تجربو (ائتلافي او سهامي حکومت) د تکرار وړاندیز وکړي.

ګډ، ائتلافي او سهامي حکومت جوړول تر هر نامه لاندې چې وي، نه یوازې د حل لار نه ده بلکې د تیرو ناکامو او خونړیو تجربو بیا تکرار او زموږ د زوریدلي ملت سره لوی ظلم دی. ګډ، مشارکتي او سهامي حکومت په دې معنی دی چې جنګي ډلې خلع سلاح سوي نه دي او مشترک حکومت جوړوي. په دغه صورت کې به دوی ګوته په ماشه په دفتر کې یو د بل په مقابل کې ناست وي. په غربي نړۍ کې ګډ حکومت نه چلیږي چیرې چې خلک بې وسلې دي، په دموکراسۍ بلد او امن دی.

په افغانستان کې خلق او پرچم ونه چلیدل چې په یوه ایډیولوژۍ وه، په مجاهدینو کې اخوانیان ونه چلیدل چې د یوې مفکورې خلک وه، په تیرو شلو کلونو کې مشارکتي، مصلحتي او سهامي حکومتونه چې نسبتاً متجانس او د نړیوال بیدریغه ملاتړ برخمن وه، تر ډیرو ښو نومونو لاندې ونه چلیدل نو مسلح سرسخت دښمنان به په یوه حکومت کې څنګه او څه ډول وچلیږي؟

ګډ او سهامي حکومت هیڅ د حل لار نه ده، بلکې پر موجوده مشکلاتو به نور هم زیات شي. ګډ حکومت په حقیقت کې ملي فاجعه ده چې مخ یې باید ونیول شي. دغسی یو ناقصه طرح به څه وخت نسبی آرامی راولي خو بیا به جنګونه پیلیږي. په افغانستان کی د تاجیکستان د سولي ماډل تطبیق کول هم عملی نه دی چی د سولی تر عنوان لاندي د ادغام کار وشی. په تاجیکستان کی اسلامی نهضت په دولت کی لومړی ګډ، بیا مدغم او او وروسته له منځه یووړل سو؛ مشران یی ټول تطمیع یا ووژل سول او اسلامي نهضت ختم سو. افغانستان داسې یو حکومت ته ضرورت لري چې د بن د کنفرانس غوندې ګډ او سهامي شرکت نه وي بلکې یو لاس، یوه قومانده او یو کاري ټیم وي چې دنده یې د ډاډمن امن راوستل او د شفافو انتخاباتو لپاره د اطمیناني فضا راپیدا کول وي.

ګډ حکومت معنی طالبان د اسلامي، ملي او افغاني ارزښتونو لپاره نه جنګېدل، بلکې چوکۍ ېې غوښتل او حکومت ته هم پس له شلو کالو ناکامو تجربو بیا د ګډ او سهامي حکومت غوښتل دا معنی چې په هره خاینه او ضد ملي وسیله پر قدرت پاته کیدل غواړي.

د سیاسي حل څو مناسبې لارې:
(۱) طالبان د حکومت سره يو ځای شي. د افغانستان د بحران د سیاسي حل یوه لار داده چې طالبان ووایي چې موږ د خارجیانو وتل غوښتل، که خارجیان ووځي، موږ په هیواد کې د امن او استقرار په خاطر د موجوده حکومت سره جنګ نه کوو او ډاکتر اشرف غني ته موقع ورکوو چې د هغه اعلان مطابق کار وکړي چې ویلي یې دي حاضر دی په شپږ میاشتو کې دننه عام انتخابات وکړي او واک منتخب ولسمشر ته پریږدي.
طالبان دې شپږ میاشتې منتظر سي. دا چې په شپږو میاشتو کې عام او شفاف انتخابات عملي دي، د بحث وړ سوال دی او باید د طالبانو، ملت او ملل متحد سره په تفاهم لار ورته پیدا سي، دا ځکه زموږ تقریبا شپږ ملیونه نفوس په ایران او پاکستان کې مهاجر او په داخل کې بیځایه دي.
بې له هغوی، انتخابات له نړیوال اصله وځي کوم چې باید عام او ټولو ته میسر وي. همداراز، د مهاجرو، بیځایه سوو او کوچیانو په شمول د افغانستان ټولو خلکو نر او ښځو ته تر شپږ میاشتو په کمه موده کې الکترونیکي تذکرې ورکول اسانه خبره نه ده.

دا چې یو مطمئن بیطرف انتخاباتي کمیسيون به د چا لخوا تعیین کیږي، د رایه ورکولو د محل او د رأیې د صندوقانو د ساتلو، انتقال، ګدام، شمیرلو امنیت څوک او څنګه وساتل سي، رایې به څوک شماري او څنګه به مطمئن نظارت پرې کیږي هم مطرح سوالونه دي چې د تیرو څو انتخاباتو د تجربو په نظر کې نیولو سره جواب غواړي.

ددغو ټولو سوالونو سره دې بیا هم طالبان حکومت ته فرصت ورکړي. که حکومت په شپږ میاشتو دننه کې په هر دلیل انتخابات ونه کړای سول، د اسلامي همکارۍ سازمان په مرسته فقهي اسلامي شوری (حل وعقد شوری) په دوه میاشتو دننه کې جوړه او هغه یو تن د ولسمشر په توګه د جمهور رئیس د موجوده دورې تر پای ته رسیدو پورې ټاکي. په دغه موده کې اساسي قانون جوړ او د هغه په اساس واک منتخب حکومت ته انتقال کیږي.

(۲) که چېرې پر لومړي وړاندیز موافقه ونسوه، بله طرحه داده: څرنګه چې افغان حکومت وایي موږ د خپل قدرت د بقاء په فکر کې نه یو بلکې د جمهوریت او اساسي قانون دفاع کوو، د سیاسي حل په منظور دې د افغان دولت اوسنی نوم همداسې (د افغانستان اسلامي جمهوریت) وساتل شي، اساسي قانون او د شلو کالو مثبتې لاسته راوړنې دې پر ځای وي، د دولت مشر دې د حکومت د موجوده دورې ترپایه د طالبانو لخوا وي. په دغه موده کې اساسي قانون جوړ او د هغه په اساس واک منتخب حکومت ته انتقال کیږي.

(۳) که پر پورته دواړو طرحو توافق نه کیږي، د اسلامي فقهې شوری دې د دوحې تړون مطابق جوړه شي چې مشري یې د طالبانو لخوا یو عالم کوي. د دولت امنیتي ارګانونه او قضاء د اسلامي فقهي شوری رهبري کوي. نور حکومت مسلکي خلکو ته ورکول کیږي.

(۴) که له لوړ ذکر سوي درېو طرحو څخه پر یوه هم د ټولو سلا نه راځي، بیا نو بې طرفه مؤقت حکومت ډیر مناسب دی.

بیطرف مؤقت حکومت:
د افغانستان د بحران د حل لپاره که پر بې طرف مؤقت حکومت خبرې کیږي، د هغه پر لاندې نکاتو باید غور وسي:
الف. قیادت: داسې یو افغان مسلمان دې د بیطرفه مؤقت حکومت مشر وټاکل سي چې د جنګ اړخونه، ګاونډیان او نړیوال ورڅخه ونه ویریږي، خو د هیڅ اړخ نماینده نه وي. څرنګه چی جنګ د طالبانو او موجوده حکومت ترمنځ دی، داسې یو شخصیت دې ولټول شي چې د طالبانو په امارت او په تېر شل کاله کې یې په دولت کې د وزیر، والي، جنرال، لوی قاضي او لوی څارنوال پر منصب کار نه وي کړی، په بیطرفۍ، ښه مدیریت، وطندوستۍ او پاک نفسۍ مشهور وي.

ب. د مشر د ټاکلو لارې: دلته یو مناسب بې طرف شخص د هیواد د قیادت لپاره په څو طریقو موندلای سو:

(۱) د پنځوس بې طرفه کسانو لیست دې د ملګرو ملتونو مؤسسه د افغان حکومت او نورو معتنابه اشخاصو او اړخونو سره (په شمول د افغان مهاجرینو) په مشوره جوړ او طالبان دې په هغه کې داسې یو تن خوښ کړي چې ورڅخه نه ویریږي او کار ورسره کولای شي.

(۲) که لوړه طریقه ستونزه لري او عملي نه وي، د ملګرو ملتونو مؤسسه او د اسلامي همکارۍ سازمان دې پنځوس کسیزه د اسلامي فقهې شوری جوړه او دغه شوری دې له خپل منځه یو نفر د دولت د مشر په توګه د حکومت د پاته مودې لپاره وټاکي. اسلامي فقهي شوری دولت رهبري کوي. ترڅو نوی اساسی قانون جوړ یا تعدیل کیږي، همدا موجود اساسي قانون مرعی الاجراء دی.

(۳) د ملګرو ملتونو مؤسسه دې د افغان دولت او طالبانو هر یو ډلې څخه د الف بند مطابق د پنځوس تنو لیست وغواړي (هره ډله له خپلو ملګرو بهر پنځوس تنه نوموي). په دغو سلو کسانو کې به مشترک یو یا څو کسان وي. مشترک نومان د ولسمشرۍ مقام ته کاندید دي. بریالی کاندید هغه دی چې د مجلس له پاته غړو یې ٪۵۰ + ۱ رایه وړې وي.

ج. د حکومت موده. د بیطرف حکومت موده ۳-۵ کاله ده. پر افغانانو څو لسيزې جنګ تیر سویدی، هغوی امن او د خلکو په خوښه مستقر حکومت ته ضرورت لري او هغه ته زمینه مساعدول وخت غواړي چې تر ۳ کاله په کمه موده کې نه سي ترسره کیدای. دغه مشر خپل کاري ټیم پخپله جوړوي او نړیوال مرسته ورسره کوي. د مؤقت بیطرفه حکومت معنی دا نه ده چې هرڅه به له بیخه بدلیږي او له سره به پیلیږي. بلکې د دولت هرڅه په شمول د مثبتو لاسته راوړنو به پرځای وي او یوازې به د دولت د سر کسان عوض کیږي.

د بیطرفه حکومت دنده:
۱. بیطرفه حکومت د ملګرو ملتونو له مؤسسې غواړي چې د افغانستان ځمکني تمامیت، ملي حاکمیت، استقلال او اسلامي هویت تضمین کړي.

۲. په افغانستان کې جنګ په قطعي ډول بندیږي، خارجي فوجونه وځي او نړیوالې اړیکې د متقابل احترام او همکارۍ پر بنیاد له سره تنظیمیږي.

۳. د دوحې د پریکړې سره سم، ددې لپاره چې افغانستان د افراطي عناصرو او ډلو ځای نه سي، نړیواله ټولنه د افغانستان سره نژدې همکاري کوي. خو تر هیڅ عنوان لاندې په افغانستان کې نظامي عملیات نسي کولای.

۴. د اوربند د مراقبت کمیسون جوړول.

۵ د اسلامی فقهې عالي شوری جوړول.

۶. د انتخابات کمیسيون، د قانون د تسوید کمیسيون، د بشري حقوقو کمیسيون، د ادغام کمیسيون، د التیام کمیسیون (د خلکو تر منځ تفاهم او ملي وحدت تقویه کول، د وطندوستۍ تبلیغ او د ناخوالو لرې کول).

۷. د افغانستان د بیا ودانېدو لپاره دې یو خاص نړیوال پولي صندوق جوړ سي. حکومت له دغه صندوقه پیسې اخلي. بیا به یو هیواد پخپله خوښه په افغانستان کې د مرستې په نوم مداخله نه کوي چې پیسه یو چا، یو تنظیم، یو قوم ته ورکوي او نور محروموي. له لرګي سړي جوړوي او له سړي سوټی. د خارجي پیسو په زور د دولت سره موازي د قدرت جزیرې باید جوړې نسي.
بلکې افغان دولت باید پر اوضاع حاکم او د خلکو د خدمت فرصت ولري. د افغانستان د خلکو سره مرسته باید یوازې د دولت له لارې وسي.
۸. افغانان مهاجرت ته اړ سویدي. د پاکستان او ایران څخه دې افغان مهاجرین د نړیوالو په مرسته بیرته افغانستان ته راوستل سي. له يوې خوا ایران او پاکستان بیابیا وایي چې افغان مهاجر یې پر اوږو بار دي، د دوی اقتصاد یې ورکمزوری کړی، ټولنيز او ثقافتي مشکلات یې ورته پیدا کړیدي.
له بلې خوا افغان حکومتونو بیا بیا پر ایران او پاکستان تور لګولی چې له افغان مهاجرینو څخه سوء استفاده کوي، د افغانستان په ناامنۍ او عدم استقرار کې کار ورڅخه اخلي او په عراق، سوریه او یمن کې یې جنګوي. د حل لاره داده چې افغان مهاجرین دې نور د ګاونډیانو له غېږې  حتماً راخلاص سي. افغانان نباید د تل لپاره آواره او سرګردان او د نورو د سیاسي اهدافو د تحقق وسیله وي.

۹. د افغانستان له ټولو خلکو څخه ثقیله او غیرمجاز وسله ټولیږي. پو ونده (کوچیان) او په غرونو او درو کې پراته خلک د ځان او مال د حفاظت لپاره وسلو ته ضرورت لري. خو دغسې مجاز وسله باید تعریف سي. غیر مجاز وسله چې دولت تهدیدولای سي، باید د چا سره نه وي او حکومت باید شرعا د قوې د استعمال او قانون د تطبيق یوازینۍ مرجع وي.

۱۰. د پورته نهه دندو د اکثریت د سرته رسیدو په صورت کې، د خپل ماموریت په اخرو ۶ میاشتو کې موقت بیطرف حکومت دنده لري چې د قانون مطابق عام او شفاف انتخابات وکړي او قدرت بې له کومې بهانې منتخب حکومت ته وسپاري.
د مؤقت بیطرف حکومت رئیس، وزیران، والیان، مشران قاضیان او لوی څارنوال نه لومړني انتخاباتو ته دریدلی شي او نه په منتخب حکومت کې برخه اخیستلای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply