قریشي: طالبان دې شخصي نه؛ بلکې د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي

0 533

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایې، چې طالبان دې د شخصي ګټو پر ځای د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د سولې خبرو کې دې ښکېل پاتې شي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که څه هم له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو پروسه د لوجستیکي ستونزو له امله ځنډېدلې؛ خو طالبان دې نرمښت وښي او د سولې خبرې دې له ځنډ سره نه مخ کوي.
قریشي زیاته کړې، طالبان باید پر دې پوه شي، چې د افغانستان مسئله یواځې د خبرو له لارې حل کېدای شي او دوی باید د سولې په خبرو کې ځانونه دخیل کړي.
قریشي یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره اوونۍ افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر ویلي و، چې افغانستان کې ترهګرې ډلې د پاکستان له لوري حمایه کېږي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو ترکیه کې د افغان سولې لپاره په جوړرېدونکي کنفرانس کې له ګډون کولو څخه ډډه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply