غزل

ممتاز ارمان

0 783
تا چې شيندلې وې پخې پخې خونکاره کړيکې
زما راشنې شولې د ژوند په ټوله لاره کړيکې
درد دې چې راشي په خبرو سا مې هم ژړوي
مرۍ مې ټوله شي زما وطن بيماره کړيکې
له پښتني وطن چې خېژي ولې نه يې اورې؟
په لاهورۍ فتوا دې وکړم ملا داره کړيکې
دغم قلبه لکه د کيل پرهر پرهر زنده گي
راته پرتې دي لا هماغسې په باره کړيکې
يوازېتوب کې ورته کله حال د زړه ووايم
وکړي بيا ما سره تودې تودې هنداره کړيکې
واکسين ساتل د کرونا لکه چې نشي هسې
له موږ تر تا به خامخا وځي له کاره کړيکې
څوک پکې ژوند له چا نه اخلي او په چا يې پلوري
لوگی لوگی خېژي لمبه لمبه له ښاره کړيکې
خدای خبر ولې مې له سترگو نه بيا خولې ته راشي
چې وينم ځينې تصويرونه سمدواره کړيکې
بېگا مې ټوله شپه له ډېره يخه وږو بچو
دځان له درده دي وهلي تر سهاره کړيکې
دلته په بيا بيا لټون کېږي پاچا نه پرېږدي څوک
ملنگ ارمان سره دننه تر درباره کړيکې.
۲۰۲۱- ۱ – ۲۸ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply