رحیم بلوچ: پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي

0 718

که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزير تېره ورځ ترکیه کې  د افغان سولې لپاره درې اړخیزه ناسته کې ویلي، چې طالبان به تر اختر وروسته د ترکیې استانبول ناستې کې ګډون وکړي؛ خو په کور دننه او بهر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې پاکستان افغان سولې ته ژمن نه دی.
د بلوچستان د ملي غورځنګ پخواني غړي رحیم بلوچ په یو ټویټ کې ویلي، چې افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه باید نړیوال، ناټو، امریکا او ټول ښکېل اړخونه په دې پوه شي، چې پاکستان هیڅکله هم افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی نه دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان سولې لپاره دې باید پر پاکستان باور و نه شي؛ ځکه دوی د طالبانو مالي او نظامي ملاتړ کوي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره لیږي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د بریټانیا او کانادا پخواني سفیرانو هم ویلي وو، چې طالبان د پاکستان له لوري حمایه کیږي او باید پر پاکستان فشار راوړل شي، تر څو د یادې ډلې له ملاتړ لاس واخلي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان لا هم د ملګرو ملتونو د ترهګرو په خړ کې لېست کې شامل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply