ناول-د خدای پامان امریکا   

لیکوا ل : خالق  رشید

0 1,626

(ناول)

            د خدای پامان امریکا   

یوازې مسیح

زموږ مرسته کولای شي … ا

لیکوا ل : خالق  رشید

۲۰۰۶   –   ۲۰۲۰    کــــلونه

A nowel,about what heppend in Afaghanistan

Only Messiah Can Help Us

By

A.K .Rashid

(۸)

له کومې ورځې چې امریکایي پوځونه دافغانستان دغي سمسورې دري ته راغلي وو، اوله کومې ورځې به چې دلته له هرې خوا دغه تورې چنوک چورلکې را ښکاره شوې نوبیا به پردوی پسې دکارغانواوناشولته ټپوسانوسیلونه روان وو چې ترډیروپورې امریکایي پوځیان پردغه ناسپړلي رازباندې سم نه پوهیدل ….

 ———————————–

   نري نري باران د سيندغاړه خورا خطرناكه كړې وه، څوك به چې نژدې ورتلل يوبل به يې ترلاسوسره نيول چې ورونه ښوييږي،په دې چې لاندې سيندهم داسي هوسا سره روان وچې كه هرڅوك يې دڅپوترمنګولو ور رسيدل،نوبيايې په ژوندون خلاصون يوازې دخداى په لاس واوبس.د ونوپه پاڼو باندې هم لاداوريدلي باران څاڅكي داسې ځليدل لكه دپيغلي په غوږوكې دالماسواوياهم روښانه مرغلروبريښنده غمي . دلوړو غروپرسروباندې توروتورو درنووريځوهره شيبه درنې درنې تالندې غرولې اوبريښولې داسې چې دیوشمیرزړونه به یې ترپښو تیرول.

مايكل نن په خپله بستره كې ويښ پروت و، نن يې ان له كړكې څخه دباندې لوړو لوړوغروننداره هم نه كوله،باران اوريده،نن په خپل وخت چاى څښلوته هم ولاړنه شو،په دې چې نن يې مور په خوب ليدلې وه، نن يې دهغې په باره كې فكركاوه،چې تراوسه هم لا دهغې په فكركې ډوب و، هغه ورياده شوې وه چې ګواکي اوس به یې ورځ اوشپه څنګه سره بيګااوسباكیږي…هغه ورياده شوه،چې يومهال به يې ويل ، زوى به مى لوى شي،هغه به له ماسره دژوند په هغه شيبه كې چې دانسان لپاره دماتې اوزوال اوزړبودۍ دوره ده مرسته وكړي،ورپه ياده شوه چې هغې په يوه پښه دده لپاره  څومره نادودې اوخوارئ وكړې،لوی یی کړ،خواوس يې ددې پرځاى چې له هغې سره مرسته كړې واى،لاهم دهغې لپاره دغم اوستونزولامل شو . فكريې كاوه ، چې كه دى هم په افغانستان كې مړشي،پرهغې به څه حال وي،دهغې هغه ټولې هيلې خوبه له خاوروسره سمې شي هغه چې دده لپاره يې درلودې …

فکریې کاوه كه دی دلته مړشی…هغه به ترده دمخه قبرته،هغه وروستي ځای اوځایګي ته چې هرڅوک باید ورشی اوځان که غواړي اوکه نه باید په ناچارۍ سره یوه ورځ، یوه شپه، یوماښام اویوسحرور ورسوی … داټول دڅه لپاره؟ ولې ؟

چې زړه به یي ډیرورډک شو نو بیا به یې له ډیره دوکه له ځان سره په زوره زوره وویل :

– سرمې مارچيچلى و،چې پوځ ته تلم،ولي مى داسې وكړل،دبې پلرونواوبې ميندو په ټولنه كې خوهسې هم حال نه دى معلوم،مقصد سركاري كچرو اوپه نامه دموکراسۍ ته تاوان مه رسوه نورخوهسې هم آرام اوسوكاله ژوند دى کارکوه اوټکس  ورکوه …

دمايكل همدغه سوچ لا پرپای نه و لګیدلی،لایی هم دهغه لمنه نه وه پریښې،چې يوناڅاپه ددوى داستوګنځي په خوا كې يوې درنې چاودني هرڅه سره ولړزول …  وارخطا له ځایه را پورته شو په لوړآوازیی بیاخپله تلپاتې خبره وویله :

 -عیسی مسیح د ی زموږ مل شي . بیا څه وشول… ؟

هرڅوك چې هر چيرې وو، ځانونه يې پټو څو واوسنګروته سره ورسول،له مایکله هم هرڅه هیرشول ده هم زر ځان له خپلونورو ملګروسره هغه ځاى ته چې په داسې بيړنيو حالاتو كې د دوى لپاره ټاكل شوى و لکه بریښنا ورساوه . تریویونیم ساعته پورې هم څوك نه پوهيدل،چې دا ډرونكى غږدڅه شي و، خو وروسته روښانه شوه ، چې د ماري دوى استوګنځى ته نژدې يو توغندى (سكر ۶۰ ) له كومې خوا راتوغول شوى و چې دتوپچي دټولي څلورتنه سرتيري په داسې حال كې چې دسهارچاى يې څیښ وژلي اونژدې اته تنه نورهم ټپې په خاورواو وینوکې لیت پیت  امبولانسونو روغتون ته وليږدل…

مايكل هم له خپل قوماندان سره د پيښې ځاى ته ورغي دانجينرې څانګي كسان د توغندي په پارچو ټولولوباندې بوخت وو،دهغو په باره کې غږيدل،دهغه دغږ په باره كې غږيدل،ديوې ټوټي په يوه څنډه باندې ليكل شوې( ميډ ان يو، اس ، اي ) يوه بل ته يې سره وكتل،خوهيڅ يې سره ونه ويل،هغه ټوټه يې له نورو ټوټو څخه بيله كيښوده ، دوى په بيړې سره دهغه درانه توغندي ټوټې په داسې ډار ډار سره په دې چې دوى ډاريدل، نه چې اوس يې كوم بل را ونه لویږي ټولولې،ځكه دوى په دې پوهيدل،چې دافغانستان داسې سيمه نشته چې هلته به په غروكي دسكرتوغنديو بيلابيل ډولونه تراوسه هم نه وي هغه سکرونه چې امریکایانوبه خپلوافغان ګمارلو جګړه مارو ته د خپلو خلکواو خپلوښارونو د وراني او بربادي لپاره ورکول .

اوامبولانسونه لاهم يوې اوبلې خواته په  سروچراغو كې په آرامه توګه تلل اوراتلل.په ټول غونډ باندې يوه بده اوتوره فضا راخوره شوې وه، هرچا يوې اوبلې خواته منډې وهلي،چې په همدغه شیبه کې دوى چنوك بيا په ډيره بيړه راكښته شوې،اوهغه ټپيان چې حالت يې دانديښنې وړو،زر د باګرام پرلور په هواكړل ، مايكل او ملګرې یې لاهم دچاودنې په سيمه كې وو، چې ستيفن له كومى خوا په وارخطايي سره ځان دلته را ورساوه، ستړى ستړې كيده، داسې ښكاريده چې كوم ډيرنژدې ملګرې يې په دغه ډله كې وژل شوى وي، راورسيد ، واردواره يې ترخوله راووتل :

 –   شان…شان … لكه چې په مړوكې يوهغه هم و…

دشان نوم يې ترخوله راووت نوريې څه ونه ويل ، يوې اوبلې خواته لكه چې كوم شى يې ورك كړي وي،همداسى نارامه نارامه كيده، يوناڅاپه يې دتوغندي هغې ټوټي ته ورپام شو،پرهغې باندې چې ليكلي وو:(په امريكا كې جوړشوى)،ترسترګويې توره تياره شوه اوپه اوچت اوازیې ترخوله راووتل:

– او،هودخدای لپاره،داخوهغه سكر۶۰ وو چې روسان يې له افغانستان په ايستوکړل،دكابل ښاريې وران كړ…دادلته څه كوي… او، هو،دلته وګوري دا ليكنه مولوستې  په امريكاكې …

نورستیفن ته خداى وركړه ځکه یې خپلوخبروته دوام وركړ:

– داهماغه سکرتوغندي دي چې امريكا آن هغه مهال دكمونيزم د وژلو په پلمه زموږ د وژلولپاره دلته را ليږلي وو… وموليده… نورهم په رښتياوو باندې خولې پټې كړئ اوووايئ چې روسي وسلي زموږ پوځيان وژني …كه ددغودوه نورهم پرموږ را وولي ، خداى شاهد دى چې خپله لاره به هم پيدا نه كړو…

دانجنیرې څآنګې یوه تن غږ پرې وكړ :

–  نه، نه دا امريكايې نه دي . دا پاكستاني دي، امريكايې ټاپه يې پرې وهلې …

خوده یې زرخبره ورغبرګه کړه:

– ته ځآن لږارام ونيسه ، ته اوس نوې كونړ ته راغلى يې تا توره بوره نه ده ليدلې … ماته هرڅه معلوم دي،دتورې بورې هره كنده اوس هم په دغه سكرونو باندې ډكه ده ، ماهلته ان پرهغه كال چې ويل كيدل چې محاصره شوى اسامه په خپله دامريكايانو له لاسه ووت وليدل … دا دپاكستان نه دي ، دا زموږ دى اودادى اوس پرموږ اوريږي … كه دا دپاكستان دي، نوستنګردچادي ؟ ….

مايكل اوقوماندان هغه ترلاس ونيواو له ځان سره يې یوازې درښتیاویلودمخنیوي له امله روان كړ…

 اوباران لاهم  ورو ورو اوريده ، تورې درنې لړې لاهم دغونډپرسرفضا درنه پوښلې وه،دامبولانسوغږونه لاهم اوريدل كيدل،دويمه جوړه چنوك لاتراوسه په هواكې يوې اوبلې خواته ترلوړو اف ۱۶ رالاندې يوې اوبلې خوا ته تلې راتلې اولايې هم دغروپرسروباندې ددې لپاره الوتنې كولې څو ومومي چې داننی توغندى له كومې خوا را ويشتل شوى و…

  دامریکایی پوځیانو له راتګه وروسته به هروخت دکونړپرآسمان له تورو چينوك الوتكو سره يوځاى كارغان اوټپوسان هم له يوې اوبلې خوا راوالوتل،داسې چې تا به ویل دوی ټول په یوه خوله اوپه ګډه ددغو چورلکو هرکلي ته منډې ور وهي ، دوی به سیلونو سیلونوترچینوك الوتكولاندې په هوا كې يوې او بلې خوا ته بدمرغې کریږي او نارې اوټغارې پيل كړې.مايكل به چې دغه ناوخته را پيداشوې توركارغان او تورې چنوك الوتكې په هواكې وليدل، هغه دلومړي ورځي،هغه داوړي دشپو ورځودرنې شيبې به وريادې شوې،هغه چې نژدې څلويښت تنه سرتيرې له يوې چنوك سره له باګرامه راوالوتل اودلته ټول لولپه شول.مایکل پرهغه سهار چې دوى په خپلو ملګرو پسې وارخطا وارخطا ګرزيدل هلته اودلته ددغوكارغانواوټپوسانو ښه ننداره كړې وه ، اوورپه يادشوه، لکه چې ملګري یې ورته ویلی وو چیرې چې دغه كارغان او ټپوسان په هواکې ښوري راښوري، دوی خوب ویني چې چیرې خامخا دآدم كوم بچې دمځكي پرسردم ختلى پروت دى …

 غرمه نژدې په ورستيو شیبوکې وه ، پوځیان له یوه سره  دډوډۍ خوړلو لپاره خوړنځي ته تلل، دوه اودرې كسه به په يوه ميزسره كيناستل،هره ورځ به دډوډۍ پرسربه له هرې خواد خندا اوخوشالۍ غږونه اوريدل كيدل، خونن دهيچا پرخوله اوشونډو دخندا اوخوښیونښې نه وې ، په دې چې نژدې دوولس ديارلس تنو ځوانانوچې ټول ددوى ملګري اوياران وو، نن خپل ژوندونه له لاسه وركړي وو.اوهم هغه سکرتوغندي چې امریکایانو دکمونیزم دماتې لپاره را لیږلي و نن دلته ددغو امریکایي ځوانانو ملاوې اوککرې ورماتې کړې وې ، هغوی چې وسلې جوړوي او هغوی چې فکرکوي پرهغوباندې به نور ووژني باید ددې لپاره تیاری ولري چې هم هغه وسلی امریکایان،افغانان،روسان اونور نه پیژني هغه انسانان بی توپیره وژني لکه چې نن هم امریکایي (سکر۶۰ ) امریکایان نیمه خوا دمیندو او پلرونو غیږو ته نیمه خوا ورواستول…

 مايكل اوماري هم يوبل نن همدلته سره وليدل ، مايكل پوښتنه ترې كړې وه ، چې وژل شويوكسانو كې څوك وو، خودې لاهم پوره ځواب نه ورته ويلى ، يوازې دومره يې ورته ويلي وو چې دتوپچي يو ډګروال هم پكې و. دنورو نومونه دې ته هم نه ووڅرګند، په دې چې ماري هم ددغې ترخې پیښې ځای ته لږ وروسته وررسيدلې وه، مايكل دستیفن له خولې دشان نوم ورته اخستى و،هغې منلې وه چې،هو، شان هم په مړيوكې و،اوشان دمورهغه يوازنۍ زوى وچې داڅوشپې دمخه يې مور په تكزاس كې له يوه تلويزيون سره مركه كړې وه ، چې ورورمى ډګروال ګورين په عراق، خور مى ايلن په سوریه كې ووژل شول او زوى به مى له افغانستان څخه ژوندى رانه شي … اودهغې مور رښتیا ویلی وو…

شان نن په رښتياهم په دغوځوانو مړوكى و، چې همداڅوشيبې دمخه يې دهغه مړی په چینوك كې باګرام ته وليږداوه .مايكل په هغه غرمه له ډيره غمه ډوډۍ ونه خوړه… شان ده او په زرګونونوروپوځیانو پیژاند، دهغه دمرګ خبرلكه دبريښنا په شان په ټولو پوځي قطعو كې خپورشو، شان په دې هرچا پيژانده چې موريي هره ورځ له ورځپاڼواوراديوګانوسره په هغو بدمرغيوباندې خبرې كولې چې هغه امريكايې سرتيرو ته په افغانستان اوعراق كې دهرې ورځې په ترڅ کې ورپيښیدې …

هغه ټولې نادودې چې پر دغو سرتيرو باندې هلته تيريدې،له هغوټولودشان مورپه پرله پسې توګه خبریده،هغې لکه دمارتین لوترکینګ،ګاندي او پاچان خان غوندې له جګړې نفرت کاوه … هغې به ویل چې زموږ زامن دیوڅوتنو دهیلواوغرضونو لپاره په افغانستان کې وژل کیږي…

 ځکه نو شان اودهغه مورټولوهغوی چې له جګړې به یې کرکه کوله اودغه جګړه یې یوه بایللې اوبي ماناجګړه بلله پیژندل … دشان مورکه انتقادونه کول اویایی ددغو سرتیرو دفاع کوله، نوخپل زوی یې هم له ځان سره نه وکینولی ،هغې پرحكومت باندې ځکه تیره اوڅرګند انتقادونه كول چې دنورو زامن یې دنړۍ پرمخ هلته او دلته وژل ، ددې خپل زوی هم ددهمدغه قرباني سرتیروپه لیکوکې دلته و ، زوی هم دلته په دغو حالاتو كې ددغه ژوند سختې شپې ورځې له هغو زرګونو پوځیانو سره په دغومرګونو حالاتو کې په بې توپیرۍ سره تيرولې .خونن شان هم دسکر۶۰ امریکایی توغندي قرباني شوی و اوهم هغه موریی نن په واشنګتن کې له کونړه د هغه په وینو سرې جنازې ته په مات زړه سترګې په لاره وه…

 اوهغې رښتیا ویلی وو چې ددې زوی به لکه ددې ورورچې له عراقه ژوندی را نه غی له افغانستان ژوندی را ستون نه شي …

****

تیرماښام ته لاهم شيبې پاتې وې،لاهم ، تياره نه وه راخوره شوې ،زياتره سرتيري بياهم په خوړنځي كې په ډوډى ناست وو، چې يوناڅاپې يې دخبرونوپه ترڅ كې واوريدل :

« نن د افغانستان په ختیزکې څلور پوځيان هغه مهال ووژل شول،چې ددوى پراستوګنځى باندې دسولې اودموكراسئ دښمنانانويوتوغندى ور وتوغاوه ، په دغه پيښه كې تراته زيات نورپوځيان هم ټپيان شوې چې دپنځويې حالت سخت ښودل شوى دي…په افغانستان كې دامريكايي وژل شويوشميرنن تر دوه سوه اوپنځوس ور واوښت …  »  دشان،ګورين،تام او ګريس عكسونه يې يوپربل پسې وښودل اوويې ويل چې دوى نن له خپلو ملګروسره دابدلپاره خداى پامانى وکړ.

له دغه خبرسره سم يې دشان مورهم وښوده چې دوې اوونۍ مخكې يې پورتنى خبره كړې وه،چې ددې زوی به له افغانستانه ژوندی را ستون نه شی….

ماري اومايكل هم په همدغه شيبه کې خوړنځي ته رارسيدلي وو،دخبرله اوریدوسره سم یې يوه اوبل ته وكتل…دمارې په سترګو كې داوښكو ټيكاوونه شواوپه خوړنځي كې په چغوچغو په ژړا شوه، ټولو دې ته كتل… يوشميرنوروهم له ډوډۍ لاس ونيول اودماري ژړاوسوڼا ته يې حیران حیران په ماتو زړونو يوازې دمړو اوښکوله هندارو كتل …  مايكل خپله هم په خواشينې اكر درګرده دې ته تسل وركاوه ، خوددې ژړا نه دريده یویوځل خوبه يې دشان هغه خبره هم ترخوله راووته هغه چې ده به تل له دوی سره په خبرو خبروکې ویله :

–  موږ دلته دڅه لپاره مرو… دڅه لپاره؟ كه موږ دغوخلكوپه رښتیا هم راغوښتي وای نو بیا به مو دغه حال نه و…موږ بايد په دې پوه شو،چې موږ داملت نه مني،هغوى همداچغې وهي چې تاسى كه دمرستې لپاره يې راغلي ياست،نوبیا دا دبی ګناه خلکو ، ما شومانو وژنې دڅه لپاره دي ؟كه مرګ مرسته وي اودهغې لپاره راغلي  یاست دا خوموږ نه غواړو…ځکه هرچا ته دمرګ چل په ډیرآسانۍ سره ورتلای شي .

 هو، دغه خلك رښتياوايي ، موږ له دوى سره يوازې دمرګ او ورانۍ ، دغلواو سړی وژنکو،دنشه توکونود قاچاقبروپه ملا تړاوخوندي ساتنه کې مومرسته کړې …. موږ هغوغلوته واک ورکړهغوی چې ددوی تاریخی اوښکلې کابل یې خاورې خاورې کړ،اولسګونو زره ځوانان،ماشومان اونجونې لنډغرو دجهاد ترسیوري لاندې په دغه په دغه هیوادکې نیمه خوا اوبې عزته کړل…همداده چې زموږ به هم دغه حال وي …

خومايكل ماري په همدغه حالت کې ترلاس ونيوه ، دهغې لپاره ترټولو دردونكې داوه ، چې هغې دشان مورهم له نژې پيژندله، دشان مور په دې وروستيوكې دامريكا په ټولو كليساوو باندې وګرځيده او له ټولو مذهبي لارښوونكو څخه يې وغوښتل چې دامريكا حكومت دې ته اړباسي چې دبی ګناه افغانانوپه وړاندې دجنګ تګلاره پای ته ورسوي اوکه نه  زموږدغه روان كړه وړه به دغه نړۍ له يوې سختې بدمرغۍ سره مخامخ كړي،خوهغوى يې هم خبره واونه وريده او همداسې له ځان سره پاتي شوه ، هغې تل په خپلو مركوکې په همدغه نازک ټكي ټينګار كاوه :

– زه يوه موريم ، اومور كله هم د بلې مور پرزوى باندې د وژنې دحكم او قوماندې زړه نه لري … زه نه غواړم چې زموږ زامن دې دهيڅ لپاره مړه شي،څوك ويلاى شي چې په افغانستان كې زموږ دپوځيانو لپاره مړينه څه ډول انساني  وياړدى؟ دچا لپاره ده ؟ او كوم لامل دى چې موږ خپل زامن هلته استولي دي …

خودهغې غږ هيچا ونه اوريد،او داده نن هغه په رښتياهم دخپل زوى شان په مړي باندې دسلګونوامریکایی نیمه خوا میندو غوندې وژړیده…

مايكل او جيم دواړو ماري ترخپل استوګنځي پورې بدرګه كړه ، ښايسته وخت يې هلته له هغې سره هم خبرې وكړې ، خودهغې ژړا لاهم نه دريده ، په هغه شپه يې په روغتون كې هم دنده نه درلوده، مايكل او جيم ته يي دشان دمورهغه عكسونه هم ور وښودل،كله چې دوى دافغانستان پرلور راتلل او دې دخداى پاماني پرمهال له شان سره يوځاى دخپلې فرقې په لوى ستديوم كې  اخيستي وو.

شپه ناوخته وه ، دوى لاپه نني غم باندې ژړل،چې يوځل ناڅاپه ددوی استوګنځي ته نژدی یوه بل توغندي دشپې نارامه زړه ولړزاوه ، په ټوله قرارګاه كې دخطر زنګ شورماشورپورته شو،مايكل،ماري اوجيم دشان د درد كيسه دشپې په دغه توره كې داسې له یاده وایسته چې تابه ویل هیڅ هم نه دي شوي ، زر زر يې ځانونه دخپل استوګنحي لاندې سمڅې ته چې ددوى دخطرپرمهال دټولون ځاى و په بيړه بيړه ورسول ،  مايكل په داسې حال كې چې ډاریې څیره ژیړه کړې وه جيم اوماري ته دشونډو په سروپه ستړې اوترخه كې موسكا كې وويل :

– كه ژوند او خطرله یوه بل سره ملګرتيا ونه كړي ، باور دی چې نه به په ژوند کې څه پاتې شې اونه هم په خطرکې ،كه داسې نه واى تراوسه به مو له ماري سره ژړل!

 ټول پوځیان نژدې ترنيموشپو پورې همداسې تيارسئ سترګې په لاره پاتې شول ، خو له هغه يوه درانه ډزه پرته بل څه په هغه شپه کې نورڅه پيښ نه شول …

کوم یوه له مایکل سره دشان خبره وکړه چې ګواکي شان هم ولاړ …

مایکل سر ورته وښوراوه :

– شان ولاړ، جان ولاړ،که دا حال و سبا به دمایکل هم واورې … په پښتوژبه کې یوه سندره ده زما ډیره خوښیږي، موږ باید دهغوی غوږوته چې موږ یې دجنګ ښامارته حواله کړي یودهغي پیغام ورسوو چې وایی :

 په اخرت خوارشې  ریباره         به ایرو پټ اور دي لیده پرې ودې سومه

هو، موږ ته مرګ اوخطردواړو لاس یوکړي،اوس موږ ددغو دواړوپه منګولوکې یو، پرته له دې چې ووایو : یوازې مسیح دې زموږ مل شي … بله چاره نشته … نشته… اونشته ….

(۹)

           …دافغانستان جګړه دايلياده اواديسه كيسه اودترای جګړه ده چې دهغې لپاره دکلوخبره نه ده بلکه دنسلو خبره ده ، تراوسه لا تراى جوړشوى نه دى ، هغه به جوړيږي ، هغه به پرتم ته  رسيږي اوبيا به هغه ورانيږي، هغه به سوځيږي … اوله هغه وروسته به بیا خلک پوهیږي چې رښتیاهم ستیفن دسولې په اړه فکرکاوه، اوپوهیږي به وایي چې ستیفنه نابغه وې، کاشکی اوس ژوندی وای اوموږ دې لارښونه کړي وای …

———————————–

د ۲۰۰۶ نوي کال شپه وه،مايكل يې له خپلې مورسره دماري له استوګنځي  خبرې وكړې اوهغې ته يې دنوي كال مباركي وويله او دهغوکلونو خاطرې یې ورسره یادې کړې هغه چې ده اوموربه یې کرسمس په خوشالیواوجشنوسره نمانځه …

 له خبرو وروسته يې دګلانويوه ګيډى مارې ته دنوي كال دمباركۍ له امله راوړې وه خو هغې ته يې لاهم نه وه ورکړې،په دې چې نن شپه دغونډ په لويه خيمه كې دنوي كال په وياړجشن هم نيول شوى و،هلته دبیلا بیلو پرګرامونوتا بیا شوې وه ، یوشمیرپوځیانوغوښتل چې په مستقیمه توګه له نوموړومراسمو څخه له خپلو كورنيوسره هم په نوي كال اړیکې کلک کړي اومبارکي یې ورته ووایي،له كابل اوباګرام څخه هم يوشميرمسوول كسان،نراوښځي راغلي وو،ځکه چې دیو شميرسرتيروداتلواليواوسرښندنويادونه اوستاینه هم ددغو مراسمو په ترڅ کې كيده .

دماري په كوټه كې يومجله ايښې وه،هلته دافغانستان په تيره بيادكونړاوکافرستان په اړه جالب انځورونه اونوې خبرې كښل شوې وې، په هغه كې دمقدوني سكندرپه اړه هم خبرې راغلې وې،اودايې هم لیکلي ول چې هغه ددغه هيواد له شهزادګۍ  رخشاني سره په دغوشنودرواوددغو غروپه منځ كي دنوي کال پرشپه واده وكړ.هغه چې ډيره ښكلي وه،داسې چې سكندرغوندې لوى واكمن اوپه لسګونونوربه دهغې په ليدو سره اوبه اوبه كيدل.

 مايكل همدغه كيسه لوستې وه ځکه نواوس دهغې په باره کې غږیده چې ماري هيله ترې وكړه چې هغه کیسه خپله پریوڅه اوچت غږ ولولي،اصلي خبره داوه چې له هغې ورځي چې ماري اومايكل له يوه بل سره ليدلي وو،ددوى ترمنځ دیارانې يونرى تار چې دواړه پرې پوهيدل خو ليده يې نه،سره غوټه شوى و.مايكل چې ماري به مایک باله په دې دخپل زړه خبره نه ورته كوله،چې له دى يې څوڅوځلي اوريدلي وو، چې هغه مل ووړکی( بای فریند) لري چې كله له دغه ځايه بيرته ورستنږي،نوبيابه له هغه سره واده كوي اوماري له دې امله په دغه باره كې فكرنه شوكولاى چې يوخوپوځي حالت واوبل داچې په دغه حال كې ژوند په سره تناره كې و، دې نه غوښتل چې ديوه اورپر سروسكروټو دې يوبل هم بل كړي. په هغه شپه يې دسكندراورخشاني كيسه ترپايه واوریده ،ماري په سوچ كې داسې ورته تللې وه،چې تابه ويل همدا اوس په دغه دره كې دهغوى دواده ورا راروانه ده اودايې ننداره كوي…مايكل ته يې وكتل دكتاب په كرښويې خپل لاس كيښود،مايكل لاهم په كرښوپسې كتل،کرښې نه ښکاریدې او ځانونه یې اوس دیوه نازك لاس ترشا له هغه پټ كړې وو، يوازې يې د سپين نازك لاس دګوتې په منځ په يوه نامه(رخشانه ، ركشانه ) باندې سترګې لګيدې،مارې اوس دده مخې ته راوړاندې شوې وه،دهغې سترګوته یې په ځیرځیرسره وكتل،خو په خوله كې يې لاهم درخشانې،ركشاني ټکي د سكندر ترنامه دمخه خواږه خواږه کیدل…

  ماري دخپل كټ له سره خپل نازک لاسونه دمايكل تر سرراتاوكړل اوهغه يې دخپلو تيوپه منځ كې ونيواودساړه اوسيلي په ملتيايې له خولې راووتل :

ـ كه زه اوته هم په دغه شډلو دروكې له يوه اوبل سره مينه وكړو،دابه گناه وېمايكل ؟

مايكل هم په داسې حال كې چې خپله اراده يې له لاسه وركړې وه ، يوازې یې دهغې له تاوده بدنه ديوې ناڅرګندې لمبې احساس كاوه.خپل سريې هملته ارام نيولى واونه يې شواى كولاى چې خپلې سترګې سره پرانيزي … دهغې دبدن دتودوخې څپه وارپه واردده پرلوررانژدې كيده ، ترڅوچې يې نورڅه ته دويلو اواوريدلو شيبه ورنه كړه …

ماري ډيره ښكلي نجلۍ وه ، سره له دې چې مايكل يې څووم ملګرى و، خواوس داسې فكركيده چې دا به يې وروستى هغه وي ، مايكل نه غوښتل ، چې په دغه حساسه شيبه كې چې له يوې خوا مرګ ورپسې څارودى اوله بلې خواځان په مينې کې ورښكيل کړي. خوماري ترده په زړه زړه وره وه اويوه بله يې ورته وويله :

 – هو، سكندرزرګونه كلونه مخكي په دغودروكې دمينې خبره هيره نه كړه ، زه اوته يې ديوشتمې پيړۍ په سرکې څنګه هيرولاى شو…؟؟

مايكل يې كلك په غيږ كې ونيواودهغه وچې شونډې يې په خپلو شونډوكې داسې كلكې كړې،چې پريوه فشاريې دمايكل زړه هم دچاخبره سره ريښكې ريښكې کړ. ماري هغه نورهم راكلك كړ، نوره يې هم خوله لكه په خواتۍ مڼه باندې كلكه كړه،داسې چې تابه ويل نور يې وينې دمارې دغاښونو له ډاره له شونډو تښتيدلي دي اودهغه په مخ يې دخپلو شونډودسرخي په بيضوي كې دغاښونو رنګ انځور ويوست .

خپل غبرګ لاسونه يې دمايكل پرمخ راتيركړل اوخپله سينه يې لكه دكوترې په شان دهغه له سينې سره په خپلې ټولي تودوخې پتليزه كړه اوآه يې ترخوله راووته :

– مينه اومرګ  دواړه ،  سړې پر يوچا اويوڅه سپارې … پریوچا … هو، يودې په زړونو سپارې اوبل دپه قبرونو…نن دنوي كال شپه ده ،موږ بايد دغو دواړو ته غيږه وركړو، په دې چې  زموږ لپاره دواړه انتظاروباسي … هو، موږ بايد له دواړوسره نيكې اړيكي ولرو… په دې چې دا دواړه موږ دواړه غواړي  … هودواړه … موږ چاره نه لرو … ترهغوچې موږ په افغانستان كې يو له موږ سره ددواړو يارانه ده …

اومايكل يې نورهم په غیږكې كلك ونيو.

شپه لانيمايي ته نه وه رسيدلې ، چې دوى هم دنوي كال  دنمانځنې لويي خيمې ته ورروان شول ،كله چې له خپلې كوټي ووتل ، دغروپه سروكې يې په څراغونو سترګې ولګيدې،اسمان ته يي وكتل،ستوري يي وليدل چې په خپلورڼوسترګوكې یې دوى ته سترګكونه وهل،له لرې لرې يې دهماغې سندرې زوږ ترغوږ شو. چې نن بيا كوم سرتيرې په افغاني پوسته كې پورته كړې وه :

اودكونړغلام محمده ، باډيل ته مه ځه

اوساپوډيروژلي دينه …

دغه سندره دمايكل په ياد وه اوپه مانا يې هم پوهيده ، هغه يې ماري ته وژباړله :

ـ دلته دغې سيمې ته چې كوم سړي وژونكي که بش وی اویا موش راځي ، هغه بايد په دې پوه شي، چې دلته يوڅوك اويوخطر دهغه دهرکلي لپاره تیارسترګې په لاره دی ، ځکه چې هغوی دلته ډیربی ګناه وژلي دي ،هغه بايد دومره هم ډاډه نه وي ، چې دلته راورسيږي او فكروكړي چې نورنوهرڅه ترسره شول … دلته خطر له رسیدو وروسته پیل کیږي …

ماري اومايكل دنوي کال په شپه په هغه لويه اوپرتمينه غونډه كې چې په كونړ كې جوړه شوې وه له نوروملګروسره برخه واخيسته ، ټولوهلته په هغه شپه په خوراكونو اوڅښاکونوباندې ښه زړه يخ كړى و، ستیفن يې وليد هغه هم ترډيرو پورې ورسره ناست و،هغه هم دچا خبره په شرابو ځان داسې ډډكړى و،چې په هرو څوشيبوكې به يې خوله دماري په مخ سريښ كړې وه، ماري ددې لپاره چې ويې غږوي یوځل ورته وويل:

– راتلونكى كرسمس كه دلته وو، زمااوستا واده به كيږي …

خوده سترګې سره كش كړې ، وروځي پورته پورته سره واچولي …

– ولې راتلونكي كال … ترهغه مخكي به ونه شي…

–  ترهغو به جنګ پاى ته ور سيږي اوالقاعده اوطالبان به ختم شي ، موږ به هم خپل هيواد ته ستانه شو….

– څه شي،جنګ به پاى ته ورسيږي كه موږ ؟

– نه جنګ …

– چې جنګ دومره زر پاى ورسيږي نو بيايي پيل ته څه اړتياوه…اوزموږ راتګ دڅه لپاره و.

– په دې چې دلته خو تروريزم و، اوس به هغه پاى ته ورسيږي اوموږ …

– ساده ، ډاكتره يي كه نه ، هرڅه ته دسپينولاس ماغوګانوله دريځ مه ګوره …اوس بايد حالت ته  دتوپ اوالوتكي داوسپنې درنګ له مخې وګورې … هغه هم په افغانستان کې…

– دتوپ او اوسپنې له رنګه دمانا څه ده ؟

– ديګ چينې پيژنې …

– هو، دامريكادولسمشر مرستيال …

–  له دې پرته يې نورهم پيژني ؟

– هو، وايي ديوې كمينۍ مشردى …

– كمپنې يې دڅه شي ده ، په دې هم پوهيږې ؟

– نه ، تردې زياته نه پوهيږم ….

 – ديګ چينې ، نه يوازې په امريكاكې بدنومى سړې دى ، بلكه داهغه څوك دى چې نړۍ ته سړي وژونكي وسلي جوړوي اواستوي … دنړۍ ددغو اوسنيوجګړو طراح هم دى اودده دوسلوكمپنۍ ده … هغه تراوسه دې ته نه دى تيار چې په افغانستان اوعراق كې بايد جګړې پاى ته ورسيږي …كه ته په دې فكركې وې چې راتلونكي كال به موږ په امريكاكې وو… اوددې وطن خلك به په خپله دخپل هيواد خاوندان وي دايوخوب دى اويوخيال … ترټولو ښه خبره داده چې همدا اوس واده راسره وكړې … زما ډيره خوښيږې … په بل چا پسې مه ګرزه … دم غنيمت وبوله … داسې ورځ به راشي چې ما به هم ونه وينې …  په دې چې القاعده اوبش دواړه ظالمان دي …د دوى دواړوترمنځ توپيرنشته ، دوى خلك وژني اودوى مينې وژني …

– ښه ده ، زه به فكروكړم … ته هم سم وايي … زه بايد ياستاومنم اوياهم دديګ چيني ….

–  ساده نرسې . دهغه مه منه ، هغه خو همدومره لورينه درباندې وكړه چې دمرګ خولي ته يې راواچولي ،زما ومنه چې دانجاى لاره درښيم …دافغانستان جنګ دايلياده اواديسه كيسه اودترای جګړه ده چې دهغې لپاره دکلوخبره نه ده بلکه دنسلو خبره ده ، تراوسه لا تراى جوړشوى نه دى،هغه به جوړيږي ، هغه به پرتم ته رسيږي اوبيا به هغه ورانيږي ، هغه به سوځيږي … اوله هغه وروسته به بیا خلک پوهیږي او دسولې په اړه به فکرکوي…  هغه مهال به وایي چې دریغه ستیفنه بې شکه چې نابغه وې ، کاشکي چې اوس خو ژوندی وای چې موږدې لارښونه کړي وای…

ماري اومایکل په هغه شپه ترناوخته پورې په هغه لوی اوپرتمین جشن کې پاتې شول، نږدې سپیده چاود وچې له هغه ځایه راووتل،مایکل خپل لاس دماري پراوږه ایښې و، دکونړروښانه آسمان ته یې وکتل، دخپل استوګنځي څراغونه یې ولګول، ماري ته یوځل بیا د روښانه څراغ تررڼا لاندې په ځیرځیرسره وکتل، دماري تیره خبره وریاده شوه :

ـ سكندرزرګونه كلونه مخكي په دغودروكې دمينې خبره هيره نه كړه ، زه اوته …

خوده ته بیا هم دمساپرخان لنډۍ وریاده شوه چې کله کله به یې دنیموشپوپه درانه زړه کې ورته ویله :

دا په ځیرځیرچې درته ګورم

ما درکې نښې دیارۍ لیدلې دینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply