ناول-  د خدای پامان امریکا   

لیکوا ل : خالق  رشید

0 1,458

یوازې مسیح

زموږ مرسته کولای شي … ا

لیکوا ل : خالق  رشید

 

۲۰۰۶   –   ۲۰۲۰    کــــلونه

A nowel, about what heppend in Afaghanistan

Only Messiah Can Help Us

By

A.K .Rashid

(۱)

«…كله چې هغو ظالمانود مسیح د وژلوهوډ وکړ دهغه مور چيرې وه ….

– ولي دهغه مور هغه ته دعا نه كوله …؟ »

———————————–

        د مایکل چې کله د چينوك چورلكې له كړكي څخه په سپیرو خو اوچتو غرونو د لومړي ځل لپاره  سترګې ولګيدې ، د مور خبرې يې په غوږونو كې كړنګ وهل چې :

ـ  زويه ، په خداى دې سپارم ، عيسۍ مسيح دې مل شه ، له ځان سره به دې پام كوې ، افغانستان داسې هيواد اوداسې سيمه نه ده چې دچا يي سترګې په اوچتوغرونو ولګيږي اوبيا به يې په بدن لړزه ورګډه نشي … لړزه …هو، سړه لړزه …

   سورپی مخی مايكل په آرامه اوسمسوره كاليفورنياكې زيږديدلى و، دموريې يوازنی نازولی زوى و، پلاريې له موره  هغه مهال چې مايكل څه باندې څلور كلن و بيل شو، په دې چې مور يې دموټر په يوه ټكركې خورا سخته ټپې شوه ، ،يوه پښه یې ماته شوه چې بياوروسته ډاكترانودعملياتوپه ترڅ كې  ورپرې كړه ، نژدې نهه مياشتې په روغتون كې پاتې شوه ، لاپه روغتون كې وه ، چې  شرابي اوزناکارخاونديې ترې بيل شو، ترې ولاړاو دايې له ماشوم مايكل سره په روغتون كي همداسې ماته اوګوډه دخدای هیلې ته پريښوده .

په هغوشپوكې چې د مايكل مور په روغتون كې وه، دى يې هم روغتون ته ورڅيرمه په يوه وړكتون كې شپه او ورځ اچولى و ، دورځې له خوا به کله کله ماښام مهال تر ناوخته پورې له خپلې ناروغې مورسره د روغتون په كوټه كې و،اوپه هغه لنډه تنګه کوټه کې به له ځان سره بوخت و ،  لوبې به يې كولې اوهرې خواته به يې له ناروغانواوسپين كاليو نرسانو اوډاكترانو پرته په بل چاسترګې نه لګيدې، دځان په څیریې نورما شومان هم هلته نه لیدل، ټوله ورځ به لویان هلته کښته او پورته کیدل … او يوازې ماښام ناوخته به هلته داسي خلك چې سپين كالي به يې نه وو اغوستې  دخپلوناروغانو ليدوته راتلل او د هغو دروغتيا په خاطربه يې دعاوې كولي اوله خداى او عيسى مسيح څخه به يې مرسته غوښته څوهغوی ته روغتیاورپه برخه کړي ،  ناروغ ته د دوی وروستۍ خبره چې مایکل به په ځیرکۍ سره د خداى پاماني پرمهال  له ټولو اوریده داوه چې :

– فکرمه كوه خداى لوى دى . هو ، ګاډ ايز ګريت …

کله به چې دناروغ میلمه ولاړ او یا به لا هم ولاړ و ، نوما یکل به هم په خپله وړه ژبه همدغه خبره ورته تکرارکړه :

ـ انکل ، فکرمه کوه خدای لوی دی … ګاډ ایزګریت …

پرناروغ به دده خوږ غږلکه دملایکې هغه داسې ولګید… چابه ښکل کړ، چابه په غیږکې ونیو، مطلب دده دغې جملی به ناروغ ته هیله ورکوله اوهغه ته یې دفرښتی په شان کتل …

ـ انټي فکرمه کوه خدای لوی دی …

څو میاشتې به مور او زوی دواړو هلته سره ليدل ، مور يې چې كله لږ دګرزيدو شوه  بيا به يې ډیروخت له مایکل سره  په لوبو ، لوستلو اولیکلو تیراوه اوله هغه سره به یې ځان دهغه په ماشومانه دنیا کې خوشاله اوبوخت ساته ، كله به چې ستړى شو، هلته  به يې په مخامخ كوچ كې اوږد وغزاوه اوويده به ېې کړ …دى به په خواږه خوب ويده و،خومور به يې  په څنګ كې دردمنه اوناهیلې ناسته وه ، له كړكۍ به يې دموټروله بيروباره ډك سړك چې يوه شيبه به هم له روانو موټرو خالي نه و ستړې اوستومانه ننداره كوله ، په همدغه بوخته شیبه كې به یې  دیوه یوازني نازولي زوی په باره كې  په اوږدو فكرونو كې ډوبه  ډوبه وه او دا به يې په فكر كې ورتيريده چې ای د دنیا پیداکونکیه خدایه دا به يوه ورځ  له چا واوري :

– مايكل دواليبال دلوبې نړيوال اتل شو ….

– مايكل  دسرطان ناروغۍ لپاره د درملنې نوى كشف وكړ…

– مايكل ، له مريخ څخه له تاسره خبرې كوي …

او داشان نورې دوياړونو خيالي خبرې به يې تل په ذهن كې سره زنګيدې او رازنګيدې…

یوه ورځ یې چې همدغه سوچ واهه ، یوناڅاپه یې دکړکې هنداره یوې وړوکۍ ګلسرې مرغۍ په خپله نازکه موښکه اووه ځلې وټکوله او  اووه ځلې یی نری چرچرهم وکړ داسې چې تابه ویل وایی آمین آمین آمین آمین آمین آمین …

له بده مرغه چې هغې ته دمایکل دمور داسې وخت ورپام شو چې هغه بیرته په الوتو وه اوبیا چې دې هرڅومره پسې وکتل هغه کله هم بیا راغبرګه نه شوه ….

      له څومیاشتو درملنې وروسته دمايكل مورله روغتونه ووته اوخپل كورته لاړه ، نوره د كار اودندې هم نه وه، نوره ددې هم نه وه چې له بل چاسره يې واده كړى واى ، هغې كه څه هم له مصنوعې پښې سره ستونزه نه درلوده، خوچې خپل شرابی او زناکارخاوند به وریادشو نو بیابه يې هم ترهرڅه داښه وبلله چې دخپل زوى ، هغه چې نه پوهيده پلار څه ته وايي اوپلار څوک وي ځکه چې نه يې وليدلى ، په پالنه باندې بوخته شي …

 مايكل لا ماشوم و ، چې هره يكشنبه به يې مورله ځان شره كليسا ته بيوه ، هلته دخداى له نامه سره آشناشو، دعيسى مسيح په اړه يې خبرې واوريدې ، دانجيل خدایي ايايتونوته به يې غوږ نيوه ، اوچې لږ رالوى شو، دکلیسا دمشردسرو سترګو په رموزباندې هم ښه پوه شو، هغه به تل دپریست دوعظ پرمهال دمریمی انځورته ځیراوپه هغه کې ډوب و، دهغې په غریبه غیږه کې به یې دمسیح لاسونواوجذابې څیرې ته هم ترډیرو ډیرو پورې په ځیرځیرسره کتل، وروسته پوه شو چې دده اودده دموردژوند یوه برخه هم دمسیح له برخلیک سره سرلګوي ځکه به يې په دغه اړه له خپلې مور څخه ټوله اوونۍ اوږدې اوږدي پوښتنې كولي …

– د مسیح مورهم لكه تاغوندې وه …

– دهفه پلار چيرې اوسيده …. پلاريې له هغه سره لكه ماغوندي نه و ….

– هغه خوانسان ته سوله اوخوشالي راوړه … نوبياولي خلكو هغه په صليب ….

–  كله چې هغو ظالمانود مسيح دوژلو هوډ وکړ  دهغه مور چيرې وه ….

– ولي پرهغه مهال دهغه مور هغه ته دعا نه كوله …؟

او دا هغه پوښتنې وې چې له ځيرك مايكل سره له ماشومتوبه تراوسه دهغه د ناآشنا ذهن خوږې ملګرې وې ، له دغه څيرك مايكل سره چې اوس له كندهاره راغلى و، اودباګرام هوايې ډګرله لوړو يې دهندوكش داوچتو څوكواوږدو اولنډوته دچورلکې له وړې خولوړې آینې څخه کوزاوپاس كتل ، په زړه يې زلزله ورګډه شوې وه اودغو اوچتوغروته  سوچ  وړى و :

­ـ  وايې ددغوغرونو پرڅوکو خندانې اوبريښنده موسكانې واورې ، تل چيچليو سړوته غيږې وركوې ، دلته د واورو اوتوپانو له يوه  اوبل سره سروكال مقابله وي …دابه ډیره ګرانه وي چې په دغوغروكې به پردي څوک  په آسانۍ سره خپل منزل ته لاره ور و ايستاى شي ؟….

لاپه همدغه سوچ كې و چې چورلكه يې دمځكې پرتندي باندې كيناسته اود دوى وسله واله ډله  یویوترې په یواستوې لیکه را كښته شول ….

 لمرنوى د باګرام دلویدیزوغروترملاوو كمربند شوى و، ده لمرته نه كتل بلكه يوازې يې لويديزاوشمال خوا غرونه په سترګوكي غشي غشي كيدل او لمردمخامخ غرونوپرڅوکو داسې ښكاريده چې تا به ويل زيړي كمربندونه يې تړلي اوداآسمان څوکي دڅه كولو هوډ لري …اودغرونوتيرې څوكې ېې په دغه نوي لمرڅرك كې داسې ترسترګو شوې چې ګواكي دكوم وسله وال امپراتورپوځيان تردوی راچاپیردي اودوى يې په خپلو پولادې منګولو كې رایسارکړي دي…

    دوى ټول له چورلکې پر يوه كرښه پر هغه لوري ستړي ستومانه روان شول چیرې چې د دوى لپاره د دوى داستوګنځي په توګه ټاكل شوى و. په سلګونو نور ملګري یې هم تردوى دمخه هلته ځاى پرځاى شوي وو. كيندي اوماري چې څواوونۍ  ترده دمخه راغلى وو، هغوى يې وليدل ، له هغو يې په لومړي كتو كې  دحالاتو پوښتنه وكړه،ماري ګوته پر خوله ورته ونيوه خوكيندي بیاورته وخندل اوورته ویې ویل:

ـ  له كندهاراوکرکوک  سره يې توپيرنشته … دلته هم هغه حال دى ، په دې چې خبره يوه ده … هویوه …

 داچې دوی له پخوا یوبل سره پیژندل ځکه نو مايكل هم نورڅه ونه ويل يوازې یې  سترګې سره كش كړې ، او له ځان سره یې لكه چې عادت يې وخپله لنډه جمله له سرښورولواويوه ساړه اوسيلي سره سړه تكراركړه :

­ـ  عيسى ميسح دې زموږ مل شي ….ځکه  یوازې هغه کولای شي له موږ سره مرسته وکړي…

ماري  ورته وخندل :

 ـ عيسې مسيح هم  خپل كاركوي …داچې له چا سره به مل شي هغه اوس لږګرانه ده ….

مايكل :

ـ هو، پوهيږم چې هغه له وينوڅښونكوسره نه دې ، هغه له هغه چا سره دريږي چې تيرى پرې كيږي . ظلم پرې كيږي  او…. وينۍ يې بې ګناه پرمځكه تويږي …

كيندي :

  • ـ لكه موږ ….

ماري :

ـ  هغه موږ او نور … نه پيږني .. هغه يوازې بې ګناهي پيژني اوبس …

مايكل :

ـ هو، پوهيږم عيسى مسيح  څوک دوینوپرلارجنت ته نه بیایې اونه نورهلته لارښوونه كوي…

ماري له دوى سره په يوه ټولي كې وه ، هغه دنرسې په توګه له دوى سره راغلي وه  ، ښكلي نجلۍ وه ،جګې ونې او زيړو خرمايې زلفويې هسې هم دنيلې رنګوسترګوپه كتوكې دزړونومراندې بې لامله پرې كولي .  باى فرينډ يې درلود تراوسه يې لاواده هم نه و كړى ، په هغه ورځ چې دا كندهار ته راتله  ، هغه په دې پسې دهغې  ترموراوخورهم زيات ژړلي وو، پر هغه ډيره ګرانه وه ،  ځکه یې ورته ويلې وو، چې كه كله له شپږمياشتو وروسته دا ژوندى راوګرزيده بيابه واده ور سره كوي  …

خواوس له هغې هغه هرڅه هيرشوې وو،دجګړې ترخې شيبې دهغې غاړې ته ورلويدلي وې ، اودومره په خپله دنده كې بوخته وه چې دسرګرولوته يې وخت نه درلود . په دې چې ددې له ټولي څخه اوس ډيرپوځيان  په ارزګان ، کلات ، توره بوره اوكونړكي نيمه خوا شوي اوياهم له دې سره اوس دلته په روغتون كې مات اوگوډ بې وسه پراته وو…

دهغو په يادواوليدو باندې ډيره ځوريده ، له هغې سره يوشمير پوځيان داسې هم وو چې خورا سخت ناراضه وو اوهره شيبه يې له روان حالت سره ژوره كركه په زړه اوسترګو كې څرګندوله .دوى په ښه اوبدنه پوهيدل ، هغوى كه څه هم په جسمي لحاظ دلته وو خوعملآ دغه ګونګه خړه ددوى لپاره دزغم وړ نه وه . اوپه دې  نه پوهيدل چې دوى دڅه لپاره له دغو ډبرينوغرونو سره سرونه جنګوي ؟ دوى په دې هم پوهيدل اودايې  له يوه اوبل سره ويله چې :

 دا به څوك ومنې اوياداهم كيدونكي ده چې له يوه آزاد هيواد اوخلكوچې پرون يې زموږ په مخ کې يونړيوال ځواك پر ګونډوكړ يوپه يوغلامان جوړشي ؟ …دوى  په دې نه يوهيدل ، چې دوى څوك دي اوڅه كوي ؟، امریکایان سوله غواړي اوكه لاهم په وينواوغوښوباندې اورونه بلوي اوسعودي تيل پرې پاشي …

 د دوى لپاره كه له يوې خوا دا ټول څه پوښتنې وو په دې پوهيدل چې امريكایې واکمن ليوني شوې چې دهيڅ لپاره موږ ددغو غرونوپه قهراوغضب باندې خوري … ليوني شوې … هو ، دوی لیوني شوي …

هغوی چې دخپلو واکمنانو په دغه ناروا باندې پوهیدل په  دغه يوه خبره لكه چې دمايكل په خوله كې ناسته وه اوس ټول باوري شوي  وو اوله هريوه به په هره خواكې اوريدل كيده چې :

ـ  عيسى ميسح دې زموږ مل شي ….ځکه  یوازې هغه کولای شي

له موږ سره مرسته وکړي… نه بل څوک …

(۲)

«… ما په توره بوره كې قيامت وليد، زما په څنګ كې يوافغان جنګيالى پروت و، كه هغه زه نه واى ژغورلى ، زه به اوس ژوندى نه وم . ما له هغه افغان جنګيالي دځان دخوندي كيدو چل زده كړ ، په دې چې هغه د روسانوپه وخت كې داسې قيامتونه ډيرليدلي وو، اوكه نه توره بوره داسې جګړه نه وه چې زه اوماغوندې نوربه ژوندي بيرته ترې راغلي واى …  خلکو به ویل چې توره بوره  دپرديو دماتې اومړينې هديره ده …

———————————–

         مايكل به چې هرسهار دباګرام دژورې دښتې په اوږدوكې يوې اوبلي خوا ته  دغرود لمنود شنودروپرخړوبرجوروکلاګانوسترګې ولګيدې په ځيرځيرسره به یې ورته كتل ، اوږده شیبه به په کې ډوب و ، زړه به يې وغوښتل چې هلته ورشى اويوځل هلته ترهغوشنوونولاندې دخپل ډك زړګي اوږده اوستړي اوسيلي دهغو تر آرام سيوري لاندې دخپل خدایی استازي مسیح په یاد دمحمد دپیروانو په دغوسړو دروکې آرام ارام وباسي . خوچا ورته ويلي وو ، چې دغه شنې درې هسي ترسترګو دومره نژدي نژدي كيږي اوكه نه ترهغوپورې دساعتواوږده اودرنه پلې کله هم خونرۍ لاره غزيدلي ده .دچاخبره به وریاده شوه هغه چې اوریدلې یې وه : همدغه كاږه واږه غرونه اودهغو لړۍ وې چې دسكندرغوندې لوى واكمن يي هم  لومړى په ليدوسره غزيد ، ورته موسكى شو،ځکه چې دادرې پرهغه مهال په زرګونومعبدونواوپه لکونو خداى پالو عابدانوباندې ډکې وې چې په هسكواوټيټوكې به ېې ورځې او شیبې په  ورځنيودعاوو، نڅاوو اوعبادتونوباندې تیرولې، هغه سرلوړي خداى پالونكي چې ديوې شيبې لپاره يې هم نه سكندر اونه دهغه يرغلګروپوځيانوته دسولې اوآرامئ دمومنواستازو په توګه ورپام و ، خووروسته له نهو مياشتو ورته څرګنده شوه چې دلته يوه ډوډۍ څو پتيرې كيږي ، کوم برکتونه او کرامتونه دي چې دلته یې دنړې هستونکي په مدار مدارهغوی ته چې په بدنیت او بدوموخو راځي ورښیی؟

 له مايكل سره د باګرام په چوڼۍ كې ستيفن هم اوسيده ، ستيفن په توره بوره كې ټپیي  شوى و، دهغه له يوه ټپه پرته چې هغه هم په سركې و، نوردومره زيات ژورنه وو، همداوه چې نه يې غوښتل له خپلوملګروبيل شي  ځكه نوهمدلته پاتې و، هغه به چې له مايكل سره يوازې شو، دخپلولومړيو شپو ورځو كيسې به يې ورته كولي ، ده هغه كيسۍ ټولي ورته كړې وې چې كله دوى لومړي ځل په پاراشوټانوكې پركندهار باندې ورلويدلي وو، اوله نژدې درو چينوك الوتكو كوماندويې پوځيانو څخه يوازې دى اودرى نورالكسي، جورج ، او مارتين تراوسه ژوندي پاتې وو ، ده به ويل چې كله يې موږ له الوتكورا واچولو، موږ په سترګوليده چې پرموږ باندې له ځمكي څه قيامت راجوړشو، زموږ زياتره كوماندویان ترمځكې پورې ونه رسيدل ،داسې يې سره غلبيل علبیل كړي ووچې دمځكي پرتندي یوازې دغوښوله بوټيو پرته چې  دروسی کلاشنکوف له ګولیو سره مل وې نورڅه ونه رسيدل. داسې سره حلوا حلوا شوي وو چې فرښتو یې پرحال ژړل او ورته حیرانې وې چې غوښې یې په څه ډول دلوي څښتن په امر سره راټولې کړي …

ده په توره بوره كې هم خپله درنه كيسه چيرې چې دى په كې ټپي شوى و مايكل ته كړې وه،

ده به ويل :

–  ما په توره بوره كې قيامت وليد،كله چې جګړه ونښته ، هلته دوست اودښمن نه پيژندل كيدل ، زه تراوسه هم په ځان نه يوهيږم چې زه څنګه اوچا ټپې كړم، موږله يوه اوبله ورك شو، زموږ خپلو الوتكو  موږ په نښه كړو، اوداسې بمونه يې راباندې اچول لكه غرونه ، زما په څنګ كې يوافغان جنګيالى پروت و، كه هغه زه نه واى ژغورلى ، زه به اوس ژوندى نه وم . ما له هغه افغان جنګيالي دځان دخوندي كيدو چال زده كړ ، په دې چې هغه د روسانوپه وخت كې داسې قيامتونه ډيرليدلي وو، اوكه نه توره بوره داسې جګړه نه وه چې زه اوماغوندې نوربه ژوندي بيرته ترې راغلي واى … خلكوبه ويل چې دشوروي سره پوځ واړې خو همدغې تورې بورې خطاكړې اودغه توره بوره وه اوده چې دپرديو دماتې اومړينې هديره بلله كيږي…اودغه درانه نامه تورې بورې دنړۍ  په زرګونو میندې او خویندې په کالوکالو ژړولې او کړولې دي …

رښتيا خبره خو دا وه چې ستيفن اوس ، يو نورمال جنګي امريكايى سرتيرى نه و، له هغه به چې چا پوښته وكړه چې ولي امريكاته نه ځي ، ده به پرته سوچه ورته ويل :

_ كه زه هلته ولاړشم ، هلته به ايله دومره تنخوا راكوي چې زماشراب اودكور سود شي، زه نه غواړم چې امريكاته ولاړشم …

خوامريكايې لوړ رتبه پوځيانو نه غوښتل چې هغه دې دلته پاتې شي ځکه هغه ته به چې څه په خوله ورتلل ، هغه به يې ويل يوځل يې ماري ته هم ويلي وو:

ـ زه يوازې ستا لپاره دلته په دغودښتوكې شپې ورځي تيروم ، ته مې ډيره خوښيږي…ځكه چې ته ډيره ښكلي يې ، دهغو ظالمانو د ې بچيان ومري چې تاغوندې ښكلي نجلۍ يې دمرګ دښامار كومې ته راليږلي ده … پام كوه چې دوى كله كله له دغه ځايه  موږ اوتاسې نيغ جنت ته هم ليږي … هو، جنت ته ، هغه ځاى ته چې كه دوى ته ووايي چې راځۍ گډهلته ولاړشو، نوبيا به يې پلمه داوې چې سپينه ماڼۍ پاتې كيږي … هو. موږ ته وايي چې تاسې درځۍ موږ در روان يو… له ماسره چې راغلي وو ، هغوى يې ټول جنت ته وليږل … خودوى لاتراوسه هم حركت نه دى ورپسې كړى …

ماري  به ورته وخندل اوخپل لاس به يې دهغه ترغاړه راتاوكړل په يوه اوبله خوا به يې ښكل كړ اوورته وبه يې ويل :

–  زه هم زياته دجنت ليواله نه يم ، كه څوك مې په زوره ترلاس  ور ونه نيسې ، په خپله يې نه غواړم …ځكه  ( آى وانت مني ، مني  ايز هني ) كله چې بيرته ولاړه شم ، واده كوم … واده …

–  له چاسره  ؟

– له خپل باى قرينډ سره ، هغه په شيكاګوکې خپلې لوړې زده د روانپوهنې په برخه کې کوي او دايې وروستى كال دى …

– ولي له ماسره واده نه كوي ؟

– كه مې له هغه سره ژوند ښه نه شو، بيابه هغه مهال سره ګورو….

ستيفن به سره سور اوشين شو :

– ترهغو پورې كه زه انتظاروباسم ، ښايې دبوش دلورباى فريڼډ هم هغه پريږدي ، بياخومې هغه هم كوي …

– هو، داهم سمه خبره ده ، خو ته بايد انتظار وباسې ، ياهغې ته اوياماته …

– نه ، داسې نه شې كيداى ، زه غواړم چې دخپل لومړي ښكار غوښه لومړى زه خپله وخورم ….

ماري يې بيالاسونه ترغاړه راتاوكړل او ورته په خندا شوه داسې چې په خندا خنداكې يې ترسترګوداوښكو شرشوپه ژړا ژړا كې به ده اودده دغه حالت داوښكوپه ميلمستياسره چې ده ته به يې نه ويل ډوبه کړه اوله ځان سره به يې په شكيدلي شكيدلي غږ كې وويل :

– خوته بايد اول ښكار وكړې …ستاځان ته پام دى چې ته خپله ښكارشوى يې … ښكار …هودنوروښكار…

ستيفن دماري داوښكو په شرلانه و پوه شوى ، هغې ته يې وكتل ، ورته ځيرشو. هو، ښه ورته ځيرشو ، وروځي يې پورته سره واچولي ، په سوچ كې شو… ښكار … ښكار…

ښكار … اودرى ځلي يې دغه جمله تكراركړه … ماري ترې روانه شوه خوده لاد همدغې يوې كلمې په سوچ كې په هغې پسې كتل ….

ستيفن به يوازې يوه يوه ورځ سمی او رکې خبرې كولې هغه ته به په اوونۍ كې څوڅوځلي  روانپوه ډاكتر راته اودهغه درملنه به يې كوله ،ده ډاكترته هم ويلي وو چې دى نه غواړي له خپلو ملګروڅخه بيل شي … خوډاكتر په رښتياهم اوس په ده باندې پوه شوى و… دهغه سپارښتنه هم ده ته داوه چې په څه شي دى خوشاله كيږي ، هغسې بايد وساتل شي ، روانپوه اونوروډاكترانو ته داپته لګيدلي وه چې دده دسرزخم دجوړيدو نه دى، په دې چې دده په سرباندې يوازې ګولۍ نه وه لګيدلي، ډاكترانوله ده داخبره پټوله چې په ده باندې په توره بوره كي دهغو وړانګواغيزهم شوى و، كومې چې هلته په خپله امريكايې پوځ پرتش په نامه ترهګروباندې كارولي وې چې اغيزيې په خپلو پوځيانوهم شوى و…. دى په دې پوهيده چې  دده دسر يوه برخه داسې پكه شوې وه چې د ده د ګڼو ويښتانو يوه بيلګه هم اوس نه پرې ښکاریږي ….ده به خپل اوسني اوپخواني عکسونه هم خپلو ملګرواو ددوستانو ته ورښودل … خوپوځې ډاكترانودغه خبره هم له ده او هم له نوروپټوله ….

 كله كله به په نيمه شپه كې له خپلې كوټې راووت اود چوڼۍ په دهليزونو كې به يې سندرې ويلي سګريت به يې پرسګريت پسې لګاوه اوڅكاوه … دى په خپلوپوځيانواوملګروكې هغه مهال ډيرمنلى اونامتوشو، چې كله دفاع وزير رامسفلد دده اتلولي وستايله ،ده ته يې  داتلولۍ مدال وركاوه اوده ورته وويل :

– زه ستادغه مدال نه غواړم ،زه يوازې غواړم چې دلته له خپلو ملګروسره دمرګ اوياژوند تروروستى ورځي پورې پاتې شم. ما امريكاته مه استوه ، زه نه غواړم چې هلته مې دليونيانو په روغتون كې په وياړ سره وساتۍ ، زه ددغه مدال لايق نه يم ، زه له ناچارى عسكرشوم . اخر مې هم  خبره تردغه ځايه راورسيده په دې چې دلته پيسې وې … ، زه نه غواړم چې زما مور زماليدو ته دسرلوړۍ دهركلي پر ځاى په ليونتون كې هركلي ووايي . زه هيله كوم .، چې زما دغه مدال هغه چا ته وركړى ، چاچې   زما اوزما دسلګونو ملګرو ځوانۍ په مرګ اوژوند ابدې نيمه خواكړې ….هو ابدي … زه اوس ددې مدال وړنه يم … زما يوازنۍ هيله داده چې ماامريكاته مه استوۍ ، زه تياريم چې بياتورې بورې ته ولاړشم ، خوامريكاته نه …

په هغه ورځ يې د مدالونو او ستاينوپه هغه پرتمينه غونډه كې دغو خبروټول حيران كړل، ان چې دفاع وزير يې هم دټولو پوځيانوپه مخ كې  له يوې ناڅاپي حيرانتيا او شرمتيا سره مخامخ كړ.په دې چې ده دوزيرله لاسه هغه مدال وانه خيست …دده  دغې خبرې په ټولوكې يوډول پاريدنه راوپاروله كله چې ده وويل:

–  په جنګ كې كله هم وياړ نه وي ، جنګ دشرم نوم دى ، په شرم باندې كله هم څوك نه دى اتل شوى ، داچې سباددغوبدو كړو بښنه په نورو نسلو له  دغوخلكو غواړو ښه داده چې موږ په دغه شرم باندې نن لاس پورې نه كړو…

په دغه وينه ټولو سرتيرو هغه وپيژانده او چې كله به يې هرچيرې ترسترګو کیده ، نوورته خندل به يې اوځانګړی درناوى به يې ورته كاوه.

ستيفن به اوس د باګرام كونړ په امريكايي چاوڼيو كې اوسيده ، د ورځي له خوا به زياتره هغه په روعتون كي و،هلته به يې له ناروغانو سره مرسته كوله ، اوله هغوى سره به يې خپلې كيسې كولي د هغوى به چې هرڅه ته اړتيا پيداشوه ، هغه به يې وركول . په هغه ورځ  به يې چې نوې ټپيان راوړل ، دى به خورا خواشينى و، د هغو په خدمت كې به و، له هغوى سره به ناست و، هغو ته به يې خپله اوږده كيسه دهغو په دردونواوزخمونو بيابياتكراركړه ، او هغه څه چې ده په سختو جګړو كي ليدلي وو ، هغه به يې يويوورته ويل . كوم ناروغان چې هغوی به ډيرنه وو ټپي شوې ، له هغوى سره به يې ټوكي كولي ، له هغوى سره به يې خندل او هم هغه خبره به يې ورته كوله چې :

– خداى ښه درسره كړي ، دموراوپلار دعا دې مل وه كه نه  دوى(امریکایی واکمنان) خو جنت ته ليږلي وې … زما په محمدي دین کې دایوه خبره ډیره خوښه ده چې وايې جنت دموراوپلار ترقدمو لاندې دى ، خوزموږ جنګی مشران بیاوايې چې نه ، دهغوى مه منۍ هغوى القاعده دي، اصلی جنت زموږ تر پښولاندېر دى …ځکه اوس موږ پرنړۍ باندې واکمن یو،جنتونه او دوزخونه هم موږ یوشمیر ته جوړو او له یو شمیرنورو یې اخلو … موږ افغانستان ته هم په همدغه نیت راغلي یو…

(پاتې لري)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply