ناول- د خدای پامان امریکا

لیکوا ل : خالق رشید

0 1,873

  یوازې مسیح

زموږ مرسته کولای شي … ا

لیکوا ل : خالق  رشید

 

۲۰۰۶   –   ۲۰۲۰    کــــلونه

A nowel,about what heppend in Afaghanistan

Only Messiah Can Help Us

By

A.K .Rashid

(۳)

افغانان له موږ سره اوس دمذهب په نامه لكه چې موږدوى ته دترهه ګرۍغمیزه جوړه كړې كومه ستونزه نه لري خودآزادى خبره يې په مخكې شته  څوک یې چې تراخلي نو بیایی په وړاندې امريكايان،روسان، ایرانیان، پاكستانيان اودپيغمبردسترګوتورعربان دوى ته يوشى دي…

———————————–

   دستيفن خبرې په هرډول حالاتوکې دده پرملګروباندې ښې لګيدې ، دهرچا به چې زړه په تنګ  شو،یابه دژوند اوکوریادونوپه سرواخستل، اویا به چې ددغې ورانونکي جګړې سراوپای نه ورته ښکاریده نو بیا به یې دى غږاوه ، دده په دغو یارانو کې یوهم مايكل و،مایکل له آره مذهبي ځوان و،پرمسيح يې دزړه له كومې باوردرلود، انجيل به يې لوست او دخپلې لوا له پادري سره چې هغه په خپله يوپوځي و،به تل په مذهبي برخوکې ښکرپه ښکرو.ددوی سیاسي كارپوه هم اوس په دې ښه پوهيده چې مايكل څوک دی اوڅنګه دامریکایی کړو وړو په اړه تل په انتقادونوسردی،هغه به ویل چې که وس ولری، کله به هم چا ته اجازه ورنه کړي چې خپل ژوندله زوراوزياتې سره ملګرى اویادظلم له پاره قرباني كړي او یاد  د ظالمو ملاتړ وکړي. دده داډول خبرې استخباراتو ته هم رسیدلی وې چې دى په عيسې مسيح باندې پوره ايمان لرې ، هره ورځ انجيل لولي، هغه هم د افغانستان په جګړه کې،ان چې كله كله نورو پوځيانوته هم وايې چې كه عيسويان ياست انجيل ولولۍ ،كه مسلمان ياست قران اوكه يهودياست تورات په دې چې ترهغوچې دخدايې كتابوپه لاره ولاړنه شو، موږ دآدم بچيان به دهابيل او قابيل پرورکه لارروان وو، خپله به خپل ځانونه وژنواوپه خپلو وينوتويولو به وياړكوو… كه موږ هريوپرهغولاروباندې سيده ګامونه پورته كړو، هغه چې ددغوكتابولارښونې دي، نوبيابه وينې په وينونه مينځواودآدم په كوركې به هره ورځ دآدم زامن يودبل وينې دځناوروپه شان نه څښي اونه به یې تویوي  …

د پاراشوټي قطعې قوماندان كرنيل (ګرين) ددغه شان كړو وړاووعظوسخت خلاف و، دهغه داسې څوك نه خوښيدل چې هغه به معنوي و، اويابه يې د خدايې كتاب په حواله خبرې كولي، ويل كيدل چې دهغه غورنيكه یویهودي مبلغ و،خو دى اوس نه دخپلو پلروپه لاره ته اونه ېې داخوښيده چې څوك دې دعيسې مسيح درسونه اولارښونې دجګړې په دغه تاوده ډګركې تاوده تاوده هرچا ته اوله هرچا سره وخت ناوخته  ووايي . همداوه وجه وه چې داسې سرتيري به يې هم ځانته معلومول، لومړى به يې په نرمه ورته ويل چې، اوس ددى وخت نه دى چې دعيسې مسيح اوانجيل آیاتونه دې په داسې هیواد لکه افغانستان اوعراق کې له هرچاسره وويل شي،هغه په دې باوري و چې دلته عيسې مسيح له موږ سره نه مرسته كولاى شی اونه موغږ اوریدای شي …

 اوكه به داهم نه شوه نوبيابه يې يوې سختې جگړې ته استاوه…كه به له هغه ځايه ژوندى راغى نوبيابه يې لومړۍ پوښتنه له هغه داوه چې عيسې مسيح مرسته درسره وكړه اوكه چينوك چورلكو او… ؟؟

خو پرمايكل داډول خبرې نه ښې لګيدې اونه يې هم كوم اغيزورباندې كاوه … ګرین به تل همدا خبرې په شوراو شرنګ سره ویلې،خو مایکل به یوازې  په ترخه موسکا باندې ځواب ورکاوه اوپرې خندل به یې …

            د۲۰۰۵ كال دجون دمياشتې لومړى شپې ورځي وې چې يوزيات شمرپوځيان له باګرامه داځل دكونړپه لورپه خورا بیړه واستول شول .دمايكل وار په څلورمه الوتنه كې و، يوه شپه ترخپل پرواز دمخه ماري ته ورغلي واوهغې ته يې دخپل سرګردانه ژوند په اړه ټول څه ويلي وو، دخپلي مورپته اودتليفون نمره يې هم وركړې وه ، په دې چې ده خپلې مورته هم دكونړ دتګ خبره كړې وه، موريې داځل دده په دغه تګ خورا خواشينې وه، ده هغې ته ويلي ول، چې دغه سيمه پرختيزلوري دافغانستان وروستۍ برخه ده … دلته اندکوه اوهمالیا له یوه اوبل سره د وروستې ځل لپاره غاړه غړۍ کیږي او پرهمدغه ځای له یوه بل سره خدای پامانی کوی،دلته دهندوبارتوتیان اود روه افغانستان ګوربتان له یوه اوبله بیلږي اوهریو په خپلوخپلو لارو اوخپلو پولو باندې دریږي،اوخپل ملکونه  یوازې په سړواو تودو موسمو له یوه اوبله سره بیلوی …

خود مایکل مورپوهيده چې داخوهم هغه سيمه ده چې دلته سكندرهغه لوى واكمن چې نژدې ټوله نړۍ يې ترخپل  نګين لاندې كړه هم سوړاوسيلى وكيښ اوددغې سيمې دننګياليودغشي وارى يې پرپښه باندې ولګيد… ځکه یې موردهمدغې سيمې يادونه ورته كړې وه چې :

– څومره چې زركيداى شي له دغې سيمې څخه ووځه ځكه چې زمازړه نارامه دى اوداخلك …

په همدغه شپه يې ستیفن هم وليد غوښتل يې له هغه سره خداپامانۍ وكړي،له هغه یې هم دكونړپه باره كې پوښتنه كړې وه، خوهغه بياهم ورته ويلي وو، چې :

– خبره هم هغه يوه ده اوهغه هم جګړه او وژنه …  پام دې اوسه چې عيسې مسيح دله ياده ونه وځي، كه كله افغان جنګیالیوته ژوندى په لاس ورغلي.انجيل ور وښيه بيا دې تركرنيل(ګرين)اوامريكا زيات عزت كوي ، هغوى كه څه هم مسلمانان دې،خوانجيل ته ترموږ زيات درناوى كوي اوپه درنښت ورته ګوري …اومسیح دلوى خداى په لويو اودرنوپيغمبرانو كې شميري …دوى چې روسان نه منل اوترمرګه يې جګړه ورسره كوله ،دهيواد له آزادۍ وروسته يې بل لامل دا وچې هغوى كه څه هم عيسويان وو ، خو په مذهب اوپيغامبريې ايمان نه درلود. دوى له موږ سره اوس دمذهب په نامه لكه چې موږدوى ته ستونزه جوړه كړې كومه ستونزه نه لري خودآزادى خبره يې په مخكې شته چې دهغې په وړاندې امريكايان،روسان،ایرانیان،پاكستانيان اودپيغمبردسترګوتورعربان دوى ته يوشى دي…

د مایکل د تګ پرورځ په باګرام باندې سخت باران اوريده،داسې چې توربخنې لړې اودرانه باد له ورايه په خپل ټول تورتم سره يوې اوبلې خواته بدرګه كاوه ،سخت باران و،كلي په ګردله كې ورك وو،دكلاوو پخسه يي ديوالونه يې داسې سره لانده كړي وو، چې تابه ويل پخه كړې خټه ده اوپه يوه څه منظم شكل سره ولاړه ښكاري ،د بامونوناوې داسې جړيدې چې ديوې شيبې لپاره يې هم آرامتيانه درلوده، دساپيودغره اودكاپيسا پرلوړوباندې تندر له وريځو سره غاړه غړۍ شوى و، داسې چې فكركيده دنرمې اولمدې وريځي پركوريې يرغل كړى اوغواړي هغه په خپله بې ګناهئ باندې لومړى وچغوي اوبيايې ووژني،دوريځې اوتندركريږې هرچا اوريدې،خويوچاهم دا نه وې چې تندرظالم دى ، تندر وينې څښونكى دى، بلكې ټولو په يوه غږ لمرپه ګوتوپټاوه او ويل یې كه وريځ نه واى تندربه له كومه كيده ، باران به له كومه كيده اوسيلاب به چا جوړاوه اوولي به دغه حال راته …

خوژوندیو وجدانو بیا داخبره کوله چې تندرظلم كاوه اوټولو ته يې داښوده چې داشان له زوره اوظلمه ډك غږ يوازې اويوازې له داسې چا سره چې ظلم كوي ، وينې تويوې اوله ورانۍ پرته نورڅه نه پيژني ملګرى وي ، ظالم ، ظالم دی،اودمينې اوعاطفې دښمن …

په همدغه حالت کې چې لاهم دتندرغړمبا اودرزا يوې اوبلې خواته اوريدل كيده ،دمايكل ټولي ته امرشوى وچې بايد كونړته دپوځي عملياتولپاره ځانونه دتيارسئ په حال كې ونيسي،مايكل هم ښه تيارى نيولي و، دوى ټول ترچينوك چورلكو پورې له يوشميرنورو ملګروسره ولاړل ، چورلكې ډكې شوې، ددوى يوشميرته وويل شول چې، ترهغوچې بيرته چورلكې راځي اويا له كومې بلې خوا نورې راسيږي باید انتظاروباسي …

څوشيبې لانه وې تيرې چې دوې الوتكي راغلي اودتيارسئ سرتيروهغه ټولی چې داوږده لين په اوله برخه كي ولاړوويويو دواړوالوتكو ته ورپورته شول. هغوى حركت وكړاودواړې چینوك چورلكې يوه پربلې پسې والوتلي .خودمایکل دوی کرښې ته لا وار راونه رسید.

   دمايكل يوشمیرملګري، خواشينى شول ، په دې چې دوى د دومره انتظارتوان نه درلود، خومايكل نه خواشينى واونه خوشاله ، په دې چې هغه خورا زغمناك زلمى و، ده خپلوهغوملګروته چې ډيرتلولي اوبيړني وو وويل :  تګ خو مو په مخ كې دى ، څه وروسته اوڅه وړاندې ، خپه كيږۍ مه،دڅو شيبوخبره ده ، اوس به يا همدغه چينوك راستنې شي اويا به له كوم بل لوري كومه بله جوړه راشې …

خو مارتين ورته رامخته ته شو، اوورته ويې ويل :

– هو ، ته خودصبربوجۍ يې،هرڅه چې كيږي اوياواقع كيږي، ستا خو هماغه يوه خبره ده …هماغه يوه خبره …. عيسۍ مسيح…عیسی مسیح …اوهرڅه په همدغه باندې پاى ته رسوئ اوبس …

مايكل ورته په قار شو:

– عيسې مسيح څنګه … زه خوكله هم داسې نيمګړې جمله نه وايم ، زه تل يوه جمله پوره وايم،دزړه له كومي يې وايم اودټولو په خاطريې وايم چې  :

 عيسې مسيح دې زموږ مل شي ….

مارتين هم دده په همدغه وړه خو پوره جمله باندې وخندل اوهمدغه يې ورته تانه كړه ، ده تردې زيات نورڅه بيا ونه  ويل ، په دې چې دى له كرنيل څخه ډاريده اوهغه خوان لاداهم ورته ويلي وو، چې كه دغه جمله ستا عادت هم شوې وي، ډيره يې هلته اودلته زموږ په مخکې مه تكراروه…ځکه چې زما نه خوښیږي …اوزموږترعسکري قانون لوړه خبره نه ده …

 په دغه شيبه كې چې دوى له چورلكې پاتې شول په همدې خبره يې نوروملګروهم پرمایکل ډيرې ټوكې وكړې ، دوى كه هرڅومره په دغه باره كې ددغې خبرې تشريح ترې وغوښته ،خوده ځان ارام نيولي واونوره يې په دغه اړوندخوله هم خلاصه نه كړه اونه يې ددوى خبروته ځواب وركړ. دملګروله منځه يې ځان پريوه خواكړ،ترې پورته شواوهلته وړاندي دلين په پاى كې له يوه بل ملګري سره چې ددوى داخبرې يې نه وې اوريدلي كيناست .خو مارتين هلته هم آرام پرنښود او ورپسې چغې یې کړې:

– پورته شوې ، په قارشوې ،  خپله جمله دې له یاده ووته …؟

خوده بیا په نیولي غږ ورته وویل:

– ته ليونۍ يې ، ليونى … هغه دډيروتكراريدو جمله نه ده ، هغه هره شيبه په ماغزوكې دساتلو جمله ده …كه غواړې چې درته  تكراريې كړم نوراشه دلته مې په څنګ كې كينه اوسپنزه خولۍ دي له غوږوپر يوه خواكړه چې په باورسره يې واورې … دباورخبرې دکاڼي کرښې دي چې په مینه لیکل کیږي او په وفا ساتل کیږي اویادیږي …

باران لاهم اوريده ، كله چې چورلكې والوتې همدغه باران راږلۍ شو، ټول يې پر هرخوا سره تيت اوپرك كړل ، تندرلاهم د آسمان په لوړوكې درنو اوبلاربو وريځو ته گواښونه كول اوداسې ښكاريده چې لايې هم ځوروي اولاهم ددې لپاره ژمن دى چې د اميدوارو وريځو ديوې ګناه پر ځاى ددوو اوياډيروهيلودګناوواووينوپورپه غاړه واخلي ، آه خوا دساپي غره له لوړو ديوې درنۍ سيلۍ په غيږه كې سپينووارو،اتڼونه جوړكړي وو، اوله باګرامه دهغه پرتمين غره دپاسه داسې ښكاريدې چې ګواکي پر دغه لور په كومه ورا پسې را روانې دي ….

پرمايكل باندې دټوكولړۍ لاپاى ته نه وه رسيدلې، پاتې یوشمیرنورویارانو یې هم پر مايكل ټوكې وكړې اوخورا ډيريې وځوراوه، د دوى همدغه خبرې اوټوكې لاپاى ته نه وې رسيدلي چې كيپتان ګروس په خورا وارخطايې سره واړې ختلي دقرارګاه له دفتره راووت اودوى ټولوته يې خپلو كوټوته دبيرته ستندوبيړنۍ خودتيارسۍ او تياراوسئ قومانده وركړه …

دوى ټول حق حيران شول، په همدغه حيرانۍ كې ټول لكه خواره شوي مرغان په بيړنۍ توګه دخپلوخپلواستوګنځيو پرلورقومانده شول ،په ټولو باندې يوه ګونګه تبه راغبرګه شوې وه،خو پرې پوهيدل نه،چې دغه يوناڅاپي قومانده په داسې خواشينې څيره لكه چې ګروس اعلام كړه دڅه په خاطروه او ولې؟په همدغه حال كې ټول په خپلو خپلوسوچواوخپلوکوټوورننوتي ول،اوس هيچا هم په مايكل باندې ټوكې نه كولي ، مايكل خپله هم په دغه شيبه كې يوې درنې وارخطا يئ په سراخيستى و،چې ناڅاپه يې ستيفن لكه ملايكه په مخ كې ودريد اوورته ويې خندل، مایکل یې ترلاس يې ونيواوله ځان سره يې يوې خواته كړغوږ ته يې خوله ورنژدې كړه :
– نورنه پوهيږم،ويل كيږې چې يوه پوره چورلكه هغه چې دوی دجنګ دوزخ ته لیږله بې وخته د جنت پرلورواستول شوه …

سيتفن نورڅه ونه ويل اوزرېې ځان له مايكله  پربله كړ،هلته يې د دهليزپه هغه سركې  ماري وليده چې وارخطایې منډې وهلي ،داسې ښكاريده چې خپل شيان تياروي اوپه بيړنۍ توګه دتيارې اوتګ په درشل كې وه . مايكل ته يې لاس وښوراوه ، كله چې نږدي ورغى، دمورهغه پيغام يې چې همدااوس څوشيبې وړاندې دې ته را رسيدلى و، ده ته وسپاره ،زريې هغه ولوست،هغې دعاورته كړې وه ،ده نورونه لوست يوازې دسر جمله يې ولوسته چې موريې ورته كښلې وو:

– … په خداى دې سپارم ، بچیه په دې باورولره …

خودنورې جملې دلوستو لپاره یې وخت ونه موند …

دوى لاخپلو كوټوته نه وورسيدلي چې وايې واريدل هغه چورلكې چې ګړۍ مخكې ددوى له مخې والوتې ،هغه له خپلوټولو سرتيرو سره په كونړكې را وغورځول شوې …

اومايكل يوځل بيا خپل كوچنې بايبل راواخيست ، په درنښت سره یې  پر خپله ټنډه وموښه اودخپلې مور نیمګړې لوستې جمله یې بشپړه ولوسته :

ـ  په خداى دې سپارم ، بچیه … په دې باورولره چې دمرګ او ژوند په دغه درنه ازموینه کې  یوازې مسیح او محمد له موږاوټولو مظلومانو سره مرسته کولای شي… هرچیرې چې یې ، هغوی له یاده مه باسه …

(۴)

«… دلته نراوښځې په ژوند او ژواك کې يورنګه دي اوددوى ترمنځ په فكرې اوجسمې لحاظ توپيرګردسره نشته، وايې چې سكندرله هنده بيرته په دغه لاره راستون نه شو، په دې چې هغه پوهيده چې دلته پردغې سيمې باندې زورګيران یوازې یوځل یا تللي اوياراغلي…»

———————————-

او دروند باران لاتراوسه هم اوریده ….

مايكل اوملګري يې یوازې دلنډو شيبولپاره انتظارپاتې شول،زريې بله قومانده واوريده چې دوى بايد د زرحركت لپاره تيارى ونيسي،څوشيبې لانه وې تيرې چې بله جوړه چنوك چورلكې راکښته شوې اوددوى يې ديرش څلويښت تنه دسترګوپه رپ کې دكونړ پرغرونو ور واړول.

 په دغه شيبه كې چې دوى په الوتكه كې كيناستل ،دومره آرامي وه چې دهوابوږكى دچنوک تردروندوالي هم دروند درند خوت خوپه څنګ کې یې دځوانوامریکایی سرتیرو له خولې ان یو ساده سوړاوتود اسويلى هم نه راووت ، داسې آرام ناست وو چې تابه فكركاوه اوس په ژوندونې دمه ترې ختلې او ټول لكه ژوندې مړي داسې چې نه يې څه ويل اونه يې د څوشیبو مخ کې په شان پرمايكل اومسیح باندې د ټوكو باران په ياد و. ټولو دمايكل خواته كتل خو هيڅ يې هم نه ورته ويل،اوس ټولوته هغه داسې ښكاريده چې ګواكي دده له بركته دوى ټول تراوسه ژوندي دي، دوی دومره ډارشوي وو چې  ټولو په چوپه خوله له ځانوسره هغه دمایکل جمله په كراتوكراتو تكراروله ، اوداهغه شیبه وه چې هرچا ته په کې داپته لګيده چې انسان په خپله ټوله لوړتيااو ځواكمنۍ كې څومره كمزورى اوڅومره ناتوانه دى،هغه امريكا يې سرتيري چې اوس يې په نړى كې دكبراوغرور سيال نه درلود،د تورې چنوک په زړه کې دخلکو په وینا داسې زیړاوزبيښلي ښکاریدل چې كه دهریو په تیره توره هم وهلي واى ښايې چې يوڅك وينه به له يوه څخه هم نه وای راڅڅیدلې .دغې شیبې هرچاته دا ورښوده چې انسان كله هم پياوړى نه دى،اوكله هم د ژوند په بیه مرګ ته په خپله خوښه هركلى نه وايي ….

 د دوى الوتكه هم دتيرو دوو تباه شویو الوتكو پرلړ په هماغه شان په هماغه لور روانه وه ، پردوى هم له يوه ساعته وروسته دكونړ دلوړو دروند شمال ولګيد،الوتكه يې  په هغو پوځيانو پسې يوه اوبله خوا وګرزيده، هغوی چې همدايوه ګړى دمخه دلته لولپه شوي وو…

 لمرلويدلى و، ورځ ناوخته وه ،دمایکل ډله يوې او بلې خوا ته  لکه د لړې لیوان سربد حاله اوسرګردانه وګرزيدل، تياره وه ، سيمه هم اوس په دغه تورتم كې له هرې خوا توروګڼوونواودنګوغرونو په خپله لمنه كې را نغښتې وه ، دوى خپل هغه ملګرې چې په رڼاکې له دوی بیل شوي وو په دغه تیاره کې ونه موندل، دوی په دې نه پوهیدل لکه چې دلته به خلکوویل چې،څوک چې څه په رڼاکې ورک او یا له لاسه ورکوي ، پرهغو پسې په تیاره کې کله هم نه ګرځی ،ځکه نو بيرته راوګرزيدل اوپه خپله صحرايي قرارګاه كې له خپلونوروملګرو سره چې شیبې مخكې دلته را رسيدلي وو مات څانګونه سره مخامخ اوتم شول …

هغه شپه ددوى ټولو لپاره دقيامت یوه وه ،او ټولو په خورا خواشينۍ سره ترسبا پورې بدرګه كړه،هیچا په هغه شپه لاس خولې ته یونه ووړ او نه یې څه وخوړل. هرچا له درشیوسره ځانونه پر كټوباندې واچول اود بلې بیړنۍ قوماندې په انتظارپرخپلو ځایو باندې  ویښ ویده وغزیدل.

مايكل په هغه شپه لكه دتيرې هغې غوندې سرهوا او سرګردانه نه و،تيره شپه يې دخپل نامعلوم سفرپه باره كې اندیښمن و، دجنګ په باره كې يې فكركاوه،اود خپلې مور دليك اودهغې داندیښنې په باره كي  ډوب شوی و،هغه چې پرون ماري په داسې حالت كې چې نوي يې د چنوك چورلكي د نسكوريدواوريدلي وو ده ته ورکړی و، هغه لیک چې موریې په هغه کې ورته كښلي وو :

… ستا ایميل مې ولوست ، تا راته كښلي وو چې دغه سيمه چې تاسې سباورځئ په ختيزلوري د افغانستان وروستۍ برخه ده ، ماپرون په كتابتون كې ددغې سيمې په اړه ډیرڅه ولوستل ،يوچا ليكلي وو چې دافغانستان دغه سيمه ددغه هيواد هغه دنګه اوسمسوره سيمه ده چې سكندرته يې مور ويلي وو چې له دغې سيمې څومره چې زركيداى شي ووځه… بریمن سکندر پردغه سيمه هندوستان ته په داسې حال كې ور واوښت چې په خپله پښه يې دلته  دروند ټپ خوړلی و، داسې ټپ چې ترهندوستان پورې هم جوړ نه شواوويې نه شواى كولاى چې دهندوستان له نرمې اوخوږې هوا څخه د ې خوند واخلې،هو،سکندر دهغه مهال دګنګا اوجمنا په آينه رنګو اوبوكې خپله څيره په خوشالۍ سره ونه ليده، هغه له همدغه زخمه راپه دې خوا نورله ختيز څخه خپل زړه ورو ورو ورټولاوه ، اودايې زړه ته رسیدلې وه چې  دلته یې له دغوسره تړلیوغرو،له دغوتړلیوآینه رنګو سيندونو،له دغو يوموټې اویوه خوله خلكوسره يې دښمني شوې چې یویې هم ددې لپاره تيار نه دې چې دى وبښي اويا به له ده څخه دخپلي خاورې اوخپلوخلكو،هغوى چې له ده سره يې يه سيالۍ اومقابله كې سرونه ښندلي وو، غچ وانخلي …

هو، خوږه مايكله ،دا هماغه سيمه ده ،دلته، اوس هم هماغه خلك دي اودهماغو خلكولوڼۍ او زامن…

دلته نراوښځې په ژوند او ژواك يې يورنګه دي اوددوى ترمنځ په فكرې اوجسمې لحاظ توپيرګردسره نشته  وايې چې سكندرله هنده بيرته په دغه لاره راستون نه شو، په دې چې هغه پوهيده چې دا هغه سیمه ده چې يوځل كوم زورګير پرې تللي اوياراغلي ، دويم ځلي يې زړه نه دى كړى چې بياد پر راغلي لاره بيرته خپل منزل ته بریمن ورسیږي  …

زه نورڅه نه وايم اونه هم  زموږ دواکمنانو دتیروتنې  په  دغه برخه کې په درد خوري ، پرته له دې چې دعا درته وكړم اوپه هغه خداى چې عيسۍ مسيح يې خپل  روح بللى دى تاوسپارم … په هماغه خداى دسپارم …

باربارا _ كليفورنيا

       مايكل په دغه شپه دغه ليك څوڅوځلي ولوست،دهغه موركه څه هم پرون دغه ليك ليكلي و، خوهغې ته نن څه پته وه چې په دغه سيمه كې چې دې دهغې په باره كې كوم څه لوستي وو، دم ګړۍ  په لسګونوامريكايې  زلمي دخواشينوونكي مرګ په سفرهره ورځ ځي او راخي .لانن شپه هم نه وومعلوم چې دوى به چيرې په كومه تړه ، په كومه ډه ډه اوكوم خوړ كي مړه اوټپيان پراته وې اوستړي ستړي زګیروي به یې یوازې هغه لوی ځواک چې دوی یې پیداکړي اوري او بس اوياكه ژوندي وي، پردوی به دهغوى له خوا چې هره ورځ امریکایی الوتکې ړانده ړانده بمونه په ظالمانه توګه ورباندې اوروي څه نه كيږي؟ مايكل په همدغه سوچ كې وچې نن شپه به څومره امريكايې ميندې،هغوى چې په رښتيا هم لكه ده غوندې ميندې لري دخپلو زلميوزامنو په اړه څه څه  خوبونه  نه وينې ؟

مایکل ته خوب نه ورته ،دشپې ترناوخته پورې ويښ و،كټ يې له كړكۍ سره نږدې پروت و، دغره په سركې چې دافغاني پوځيانو كومه پوسته پرته وه،له هغې څخه دسرتيرواوپيره دارانو غږونه اوريدل كيدل،دهغوى یوشمیردتیارې شپې په زړه کې  ستوروته سندرې ويلي اودتودو تودو اوسويو سندرو انګازې يې دلته راکوزپه امريكايې قرارګاه كي هرې خواته خوریدې خوڅوک نه پرې پوهيدل ، نه پوهیدل چې په دغو غږونو كې به دوى په دغه توره شپه كې څه دردونه وايې اوڅه ډول سازونه اوسوزونه به په كې زمزمه اوغبرګوي …

 سمه نيمه شپه وه،چې يوه سرتيرې ددغې سيمې يوه پخوانۍ سندره په خپل سوې غږ كې پورته كړه چې انګازي يي ددغې اوهغې خواغروپه منځ كې داسې خپريدې چې تا به ويل همدغه آوازدوه كسان په يوه غږ كې وايي :

اودكونړ غلام محمده _ باډيل ته مه ځه

اوساپوډيروژلي دينه … د كونړ غلام محمده …. باډيل ته مه ځه ….

نيمه شپه وه، چې مايكل له مسافرخان څخه چې له دوى سره يې دژباړونكي په توګه كاركاوه ددغې سندرې دژباړې هيله وكړه،اوهغه هم په لنډو كليموكې ورته وژباړه اويوڅه يې ددغې سندرې دتاريخ په اړه هم ورته وويل …

اومايكل ته يې دموردليك پرونۍ كرښې يوځل بيا په ذهن كې ورتاوشوې :

… او دوى ددې لپاره تيار نه دې چې دى وبښي اويا به له ده څخه دخپلي خاورې اوخپلوخلكو ،هغوى چې له ده سره يې يه سيالۍ اومقابله كې سرونه ښندلي وو، غچ وانخلي …

 دنيمې شپې دغې سندرې دده خوب نورهم وتښتاوه ، له كړكۍ به يې چې دباندې وكتل ،سترګې یې له لوړو څوکو پرته پر بل څه نه لګيدې،آسمان ته به يې وكتل،خوهيڅ يې هم په كې نه ليدل، دى دغه حالت هم حيران کړی و، دده فکرته به تل داخبره ورتله چې دلته هم لكه ديورپ اوامريكاديوشميرسيمو په شان سړى تل دلوړوغروله پاسه دشنه آسمان ننداره نه شي كولى ، په دى چې دشنه آسمان مخ دلته تورو وريځو پوښلى وي او سړى نه شي كولى چې په پرانيستو سترګواو خلاصو مټودهغه  ښه ننداره وكړي …هو، دلته خبره ډیره ګونګه ده …

دلته غرونه ډیرلوړ او فکرونه ډیرټیټ، ځکه خو څوک دلته ددغه ځای، ددغه وطن اودغوخلکوپه ډیرو رازونو باندې پردې، هغه هم یرغلګر،زرنه شي  پوهیدای..

(۵)

«…موږ دلته مرو، موږ به دلته يوازې هغه څوك وژنې چې موږ يې وينه توې كړې ،

 موږ دلته مرو … مرو     مرو ….

———————————–

  اومایکل ته په هغه شپه ترډيرو پورې خوب نه ورته…  يوازې يوه شي چې ده ته يې ددغې سیمې په زړه اودغه تورشورماشورکې خوند وركاوه هغه دسيندد اوبوغړمباوه،چې د شپې،دتورې شپې تورتم وهلى آرام یې لكه ځوانه نڅاګره چې په نيمه شپه كې  دسازله لومړي تال سره دخپل پايزيب دشرنګا لومړنۍ شرنګ پیلوي داسې ماتاوه،یوشمیر چې دکونړدسیند دغه شرنګا اوغړمبايې یې اوريده ، فکربه یې کاوه چې دوی ته یې دخپلي ناويلي مينې دشورحماسه پیل کړې ده، اودا رښتیا وه ، هغوى چې خوبونه يې نه كول،سوچونه يې وهل ، له هغوى سره يې ټوله تیاره تر ړڼا پورې په خپلو کیسوبدرګه او ملتيا به یې ورسره كوله….

له مایکل سره هم دکونړدسیند په خپله شرنګا او غړمباکې دغه زړه وړونکې یارانه پیل کړې وه ځکه نو په دغه سوچ سوچ کې دستیفن خبره ورياده شوه هغه چې ده ته يې ويلي وو: ـ خداى (هغه تلپاتې) چې موږ يې پيداكړي يو،موږ ټولوته مرګ اوژوند يوځل راپه برخه كوي او په ټاكلي نيټه یې بيرته رانه اخلي اوكه نه ماپه توره بوره كې هرڅه په سترګووليدل، له هغه ځايه يوازې يوڅو تنه ژوندي راووتو چې يوپه كي زه وم زما لپاره زما باداردمرګ هلته نه ووليكلي …

 د همدغې خبرې په ګرداب کې  دخوب څپه پرې راغبرګه شوه،  شکیدلې اوسرګردانه خوب په خپله غيږ كي له ځان سره ونغښت…

هغه ویده شو،خو دڅپاند سيند دڅپو شرنګايې په خوب كې هم آرامي ورنارامه كړې وه، خوب يې ليده چې دده نژدې ملګرى رومن چې نن په چنوك چورلكه كې وژل شوى و، په خوب كې ورته وايي :

ـ ناځوانه،ما وتا خوله كليفورنياڅخه يوځاى او په يوه ډله كې راغلو، تا ولې زه يوازې پريښودم ، ولې له ماسره يوځاى رانغلې …

 له هغې سپينې رڼا (اشاره دسيند داوبو دڅپوپرلور)غږراځې اوراته وايې :

–  ته څوك يې؟ ته خداى پيژنې ؟  كله دمورنه وو درته ويلي چې دخدای پربندګانوتيرى مه كوه ؟ په دې نه پوهيږې چې  دلته ولې راغلى يې ؟ ولې ؟ ته دامريكا د واكمنانوبنده يې كه دهغه چا چې هغه پيداكړى يې ؟  ولې راغلى يې ؟  ولې راغلى يې ؟ ولې …. ؟؟؟

دسیند دزړه سپينې رڼاڅو شيبې نورې هم دغه پوښتنې ترې كولې ، خوچا هم ځواب ورته ونه وايه ،سيند يې ورته توپانې كړ، داسې چې هيڅ هم  په کې نه ښکاریدل اوهرڅه يې سره ګډوډ كړل …

 له ډيروشيبووروسته يې دسيند له منځه یې د رومن مخ راوتلى وليد ، چې همدايې ترخوله راوتل اوپرمایکل یې دسیند له منځه چغې راوهلې :

– مایکله ! موږ دولې لپاره ځواب نه لرو، موږ دلته مرو، موږ به دلته يوازې هغه څوك وژنې چې موږ يې وينه توې كړې ، موږ دلته مرو … مرو مرو … په دې چې دلته زموږ په وړاندې په هره خواکې يوازې يوه اوږده جمله خپلې انګازې  خپروی اوهغه داچې :یوه ورځ به ددغو بې ګناه اوښكو تاوده تاوده څاڅكي ورو ورو له سيلاب سره مله كيږي اوزموږ په وړاندې به په یوه سمندر باندې چې موږ  به ټول ډوبوي ځان بدلوي ….

لاسپيده چاودخپل نيمزالى څرك نه و،وهلي چې بيګاني تيارسۍ پوځيانوته اشاره وشوه اودمايكل خوب هم په نيمايې كې همداسې نابشپړپاتې شو،هغوى يې بيا دصحرايې قرارګا ه په سمڅه كې سره راټول كړل اوټولو ته يې د القاعدې سړي وژونكوپه اړه دپروني يرغل په اړه ټولي خبرې وكړي ، دوى ته يې داهم وويل چې دوى به الوتكي، چورلكي په دې نژدي پنځوكيلومترومربع كې بدرګه كوي ، په دې چې پرون دشلوپنځه ویشتو په شاوخواكې پوځيان له هرڅه سره په يوه چنوك كې له دوى څخه ترې تم شوي ځکه نو نن باید هغوی په هرشان چې كيږي ومومي …

مايكل هم په دغه ډله كې و،مخكې تردې چې دخپلې دندې پر لور ولاړشي ، يوځل يې ځان دماري دكوټې په لور وروواهه ، خو داچې ډيروختې واوتياره وه ، هغه يې ونه ليده، ماري هم پرون له دوى سره راغلې وه ، پرهغې دمايكل ځكه زړه تكيه و، چې هغې هره ورځ دده له مورسره رابطه كوله، اوهغه يې د ده له حاله خبروله، په مايكل باندې خپله مور خورا ګرانه وه، په دې چې دده موردده هرڅه وه ،سره له دې چې په لويديزكې كله د يوچا زوى اولورتراوولس اواتلس كلنئ پورې ورسيږي ،زياتره ميندې اوپلرونه اوياهم خپله هلك اوجلۍ ددې لپاره تيارى نه لري چې په يوه كوراويوه كورني سستم كې ژوند سره وكړي، له يوه اوبله بيليږي اوهرڅوك دچا خبره لكه ځنګليان  په خپله خپله ځي اویایې موراوپلار له ځانه شړي .

 خو مايكل بیا داسې نه و، هغه خپلې مورته په رښتينې توګه درناوى كاوه اوهغه يې دخپل ژوند رمزاوراز بلله ،هغه ته به تل دا په زړه كې ورتيريده چې كه دى يې خپلې مورته لكه یوشمیربې پروا زامن اولوڼې چې خپلومیندواوپلروته په سپکه سترګه وګوري  اويا يې دعمر په دغه تیره برخه کې يوازې پريږدې نوبيابه دخداى اودهغه دپيغامبرهغې پوښتنې ته چې په دغه اړه به یې یوه ورځ ترې کوي څه وي ؟ ټول کتابونه وايی چې خدای له هرچاته په هغه دنیا دموراوپلاردعزت اوبی عزتۍ له امله وړتیا او سزا ورکوي ، مایکل په دغه اړه تل له ځان سره داسوچ کاوه چې که دی دخپلې مور بې عزتی وکړي نو بیا به څنګه دى خپل سپيڅلي كتاب ته ګوري اوڅنګه به بيادخپل چم ګاونډ كليساته هلته چې ټول عمر یې له ځان سره بیوه په داسې حال كې چې دمورپه وړاندي يې ګناكړې وي قدم ورايږدي …

د هغه موربه اوس هرسهار په كليساكې دبې بې مريمې هغه انځورته چې كوچنى مسیح به يې په غيږكې نيولى و ولاړه وه اوله هغوى به يې دخپل زوى د سلامتۍ مرسته غوښته ، همداوه چې كه مايكل په دې نه پوهيده چې پلار يې څوك واو ولې يې دى اومورپه هغو شپو ورځوكې چې موريې ځوانه وه او سختي پرې راغله يوازې پريښودل خوپه دې ډیرښه پوهیده چې دموردعايې مل وه اوددغې تلپاتې دعا په هيله يې ځان دسرواورونو ډيرۍ ته وركړى واونن دلته په كونړكې په مات زړه دانسان وژونکي امریکایی واکمن په امریې نامعلوم ترهه ګرلټول …

په دغه سهار هم دوى ټول ددغو غرنيوشنوځنګلونوپه لوريې وخوځول شول ، مايكل هم پرته له دې چې نن ماري وګوري اوله هغې دخپلې مور حال اودعا واخلې په خپله دنده له خپلو ملګرو سره لکه دتل په شان مات زړه ووت. ده خداى ياد كړاوخپله موريې ياده كړه چې بايد دده مله او مرستندویه شي ، ځکه ده په ټوله نړۍ کې نه پرچا باوردرلوده او نه یی هم هیله ورته وه ، ده به تل خپلوملګرو ته ویل چې دخدای باور او دمورپلار ملتیا دانساني ژوند د وړتیا اصلي لاملونه دي …

هواپه هغه سهارخورا ښكلي وه ، دشنه ځنګل خورې ورې ونې دسهارترلمرڅرك دمخه وږمو داسې په ناز اونزاكت سره ښورولې چې تا به وې دوى هم ددغو نويو راغلوسرتيرود هركلى په  چم خپلې څڼې خوځوي،خودوى د دغو ونو په دغه تاوده هركلي نه پوهيدل ، امریکایی یرغلګروځواکونواوس له هرڅه ديوه وحشت اوبدمرغۍ تعبيركاوه ، اوهرڅه داسۍ ورته ښكاريدل چې تا به وې دوى خوري … هغوى ته غرونه لكه ليوني پيريان اوياهم لكه د افسانوهغه وینې څښونکي ديوان اوښاماران ښكاريدل چې يوا زې يې په وينوباندې ګوزاره كيده. په وينو، دهغوى چې دلته له بل ځايه راغلي وو اودوى ته نااشنا ښكاريدل… دوی ته افغانستان په تیره بیا کونړ او کندهار داسې  ښاماران ښکاریدل چې د بابا آدم له زماني بیا داتوم ترپیره پورې چا نه مات کړي وو اونه یی وژلي وو.ځکه دوی په دغه زمانه کې چې دنړۍ اتمي بمونه هم ورسره ووبیاهم له کندهاراوننګرهاره لکه له افسانوي ښامارانو ډاریدل ځکه چې دوی دهغوی په وړاندې لکه چې مایکل او ستیفن به ویل پړه وو ، ملامت وو او یرغلګرو وو….

مايكل ددغه سهارپه عملیاتوکې له جيم سره ملګرى و، هغه د ويرجنيااوسيدونكى و ، اوترده دوې اوونۍ دمخه دلته راغلى و.په دغه سهار هم دوى دواړه يوځاى روان وو له لرې يې هلته یوه خوا ګونګيان اوټپوسان دوچوونواوکمرونو پرسرو اوڅانګو ترسترګوشول او بل خوايې په پرله پسې توګه د كارغانو كاغ كاغ کریږې یوه پربله پسې واوریدې ، ځكه نوالبرت چې ددوی د ډلګۍ مشرو په ډاريدلي آوازسره وويل :

–  پام پام ، چې ددغو توروكارغانو كاغ كاغ اودغه پرګټوباندې ناست ناشولته ټپوسان بې څه نه دي ، افغانان وایي چیرې چې دغه ناشولته ټپوسان اوکارغان ليدل كيږي ، هلته خامخایا انسانان اوياهم حيوانا ت وژل شوي اودمځكې پرمخ پراته وي …افغانان داهم وایي چې داهغه ټپوسان دی چې دوی دمځكي پرمخ مړه شوي پږي په خوب ويني اوله خوب لیدو سره سم ځانونه ورته را رسوي ….

کوم یوه غږپرې وکړ:

–  د دې مانا دا ده چې زموږ مړي هم په همدغه شاوخواكې دي …

البرت بیرته ځواب وركړ:

– ما خپله تجربه نه ده كړې خوافغانان په دغه برخه کې تجربې لري . ماهم له هغوی اوريدلي ….

پتریک :

ـ زه فكركوم چې دغه شان خبرې بې بنسټه هم نه وي …

جیم :

– كيداى شي …

څوقدمه لانورنه ووتللي چې ترخپلوسترګولاندې يې دچورلكي ټوټې اويوې اوبلې خواته خورې وري وينې اوغوښې ترسترګوشوې،خپل كيپتان ته يې په مخابره كې وويل چې دوى نښې نښانې موندلي بايد ددوى پرخوا راشي .

اوهغه دټپوسانو نښه سمه وخته،هلته په يوڅوشيبوكې ټول سرتيرې له هرې خوا سره راټول شول اوله هرې خوايې دخپلو يارانواوانډيوالانودغوښو اونښو دردونکې ننداره کوله اومایکل دغه انځورته اوس په ځیرځیرسره کتل اوپه ذهن کې یې یوازې دغه ټکي ځای نیولی و چې دخدای خلیفه (انسان) په څه ډول دانسان په وړاندي دوحشي حيواناتوپه شان بې رحمه كيږي …ولې یوشمیردیوه هیواد، دیوې مورلمنه دهغې دزامنوپه وینورنګوي…

دمايكل پر زړه اوذهن باندې زموږ دخلکو په وینا اوس د تورو وینوڅپه راغلي وه … اوچې كله يې اوس دغو يوازې خورو ورو وينو اوغوښوته كتل ، نه پوهيده چې دغه حال څه وبولي ؟

 ـ یوڅوك شته چې په دغه شیبه کې  زما دزړه په درد پوه شي ؟ یوڅوک شته چې ددغو غوښو او وینو دمیندو اوکورنیوچې څوک یې ویني پراحساس پوه شي ؟ یوڅوک شته چې ددغو وینواوغوښود درد اومرګ په زارپوه شي ؟ دده دغوټولو پوښتنو ته یوازې یوه ټکي پوره ځواب ورکولای شو چې هغه و « نه ، نه او بیاهم نه » …

مايكل په دغه شيبه كې ژړل، دده مخې ته اوس خورې ورې غوښې او وينې نه یوازې پرتې وې بلکې فکرته یې ورتله چې هغه سرتيرې چې يوه ورځ د مخه يې دباګرام په هوايې ډګركې له ده سره ټوكې كولي همداشیبه  دده مخې ته تيك ولاړدي اوورته وايي :

ـ ستا خوهماغه يوه خبره ده …

– هو ، هماغه يوه خبره …

– هغه چې دويمه نه شوه …

د كرنيل خبره ورياده شوه چې دهغه مړى هم اوس په دغه ډله كې لاندې باندې شوى و،هغه چې تل به يې ده غوندې كسانوته ويل :

– عيسې مسيح مرسته درسره وكړه كه زموږچنوك چورلكو….

په همدغه سوچ  سوچ كې همالته ځاى پرځاى راولويد ، البرت ته يې وويل چې پرسریې یوڅه اوبه ورباندې واچوي …هغه اوبه ورباندې واچولې ، خو بياهم  بې حاله پروت و،داسې چې ماشينګړ يې پريوه خوا لویدلی واودى پر بله خوا، البرت روغتيايې ډلې ته خبروركړ، دسترګو په رپ كې هغوى راورسيدل ، ماري هم په دغه ډله كې وه ، هغه هم راورسيده اومايكل يې له هغه ځايه ګرزنده روغتيايې مركزته دسترګو په رپ کې ورساوه.خوهلته تراوسه یوازې مايكل نه ورسیدلی بلکه له سهاره تراوسه درى نورسرتيري هم چې دوويې كټ مټ حالت درلود اوديوه پښه پر مين الوتلي وه دلته راوړل شوي وو.

مايكل تردوو ورځو پورې را په حال كې نه شو، ماري خورا ورته خواشينې وه ،

هغې يې مورته هم نه وو ويلي چې پرمايكل باندې داسې حالت راغلى ، په دې چې هغې په دې باورنه شو كولاى چې ګواګي زوى ته یوپه یوداسې عصبي شوک پيداشوې دی ، ځكه ديوه چا لپاره چې په جګړه كې وي ، هغه هم په داسې جګړه چې هلته اوراوګولۍ سره اوري ، دعصبي شوک خبره دباوروړنه وي ،ځکه نوکه هغې ته داخبررسيدلى هم واى ، يوازې یې همدايوفكركاوه چې دهغې زوى مړشوى اوكه مړ هم نه وي نوټپي شوى خو خامخا په کوم روغتون کې پروت  دى…

مایکل ،دوى ورځي وروسته را په حال كې شو، دلومړي ځل لپاره يې سترګې په ماري ولګيدې،له هغې یې لومړۍ پوښتنه داوه چې دده مورڅه حال لري ، خو هغې زر ډاډ وركړى و، چې هغې ته يې ډاډ وركړى اوددغې پيښې يادونه يې هغې ته نه ده كړې …دمايكل زړه آرام شو، خوتراوسه یې هم ديوه درانه درد احساس يې كاوه ، خونه پرې پوهيده چې چيرې دی اوڅنګه ؟ …

ماري ته يې هم داخبره ياده کړې وه چې ديوه ناڅرګند درد احساس كوي …هغې ډاډ وركړى و، او ورته ويلي یې وو چې دوه شپې تا خورا بد حالت درلود … ډيرفكرمه كوه ،خداى لوى دى ، چې په يوه دوو ورځوكي به ګردسره ارام اوجوړ شې . ستا پرماغزوباندې يوناڅرګند فشار راغلى و … کله چې پرمغزو باندې فشار راځي هلته انسان له دردونو خامخا ځوریږي…

او مايكل هم نورڅه ونه ويل ، د مخامخ هندارې پرخواچې نوی لمرترې را لویدلی و وكتل ، دغره لوړتيا ته يې وكتل ، اودهغه په اوږدو اولنډوكې يې د شنو ونو خورو خورو څانګوته چې آرام شمال په نازسره خوځولې ،په كټ كې رااوچت شو، دكونړ دسيند مستى ته ځيرشو، اودهغه  له ليونيواومستو څپو سره يې خپل كاته وغزول …په دغو څپوكې داسې ډوب شوی و، چې تا به ويل په رښتياهم دی خپله په کې لویدلی اوپه نامعلومه خوایې په سراخستى دى …

دى لاپه همدغه سوچ اوهمدغه ننداره كې ډوب و چې ماري ېې مورته تليفون کړى و، او اوس هغه پرمزي وه چې له ده سره خبرې وكړي. له هغې سره يې خبرې وكړې ، خو بيايې هم ورته ونه ويل چې پرده باندې داسې يوه مرګونې څپه راغلې ده ، خوموريې نارامه بريښيده ،دى نه پرې پوهيده چې ولي ، په پيل كې خوده فكروكړ، چې ګواكى مور يې دده په ناروغۍ باندې خبره ده ، ځكه نو دى هم په خپلوخبروكې يوڅه سره ټكنى غوندې شو، خو وروسته داسې ورته څرګنده شوه ،لكه چې مور يې په عين حال كې چې له ده سره خبرې كوي ، ژاړي ،مايكل په دغه كار خورا خواشينى شو، هغه پوه شو، چې موريې پرې خبره ده ، په اوچت غږ يې ورته وويل :

–  مورې زه جوړ يم …پر ما څه نه دي شوي …

خود مور يې ژړا نوره هم تيزه شوه ،اوپه ژړا ژړا كې يې ورته وويل :

– پوهيږم ،چې ته جوړیی … ته خبرنه يې چې دلته څه شوي دي ؟

مايكل وارخطا غوندې شو :

–  مورې ، مورې څه   ؟ راته ووايه ….

– زويه ، نيمه امريكا په كاترينا توپان لاهو شوې ، ته لاخبرنه يې ، خبرونه نه اورې ؟

– دڅه شي توپان ؟  دڅه شي كاترينا…؟

– په نيواورلن كې كاترينا توپان لګيدلي ، داسې چې دمځكي په سريې هيڅ شى جوړنه دي پريښي  …  په زرګونو انسانان له منځه تللي اوتردغې ګړۍ پورې هم خلك داوبوپه سر پاتې دي ، هيڅوك نشته چې مرسته ورسره وكړي ، حكومت هم خپله تراوسه ويده دى …

– كاترينا ؟! داڅه اورم ، ستاسې خواته څه خبره ده ؟

– نه دلته خو تراوسه څه خبره نشته …  نن دريمه ورځ ده چې ترور ته دې تليفون كوم ، نه هغه اونه يې هم ميړه اوزوى ځواب وايې … خداى د خيركړي …

مايكل دخپلې مور او دكاترينا په غميزه باندې پوه شوځكه يې مورته وويل :

– مورې دخپل ځان په فكركې اوسه …   له كوره مه وځه …

دمايكل ترور په نيو اورلن كې اوسيده ، دهغې زوى دده همزولى و، مایکل او موربه یې داوړي په رخصتيوكې هلته ورتلل اوهلته به يې له دوى سره څو شپې ورځي تيرولې،خو اوس هلته توپان دمځكې پرسرهیڅ شی نه وو پريښي اوهرڅه دكارترينا دقهرڅپواوسيليو له ځان سره وړي وو. په نيواورلن كې زياتره توران اوسي ، په امريكا كې سره له دې چې ددموكراسې نارې سورې وهي تراوسه هم تور،تور دى اوسپين سپين، داډول توپانونه يوازې يو، ياڅو په كال كې پرامريكا باندې راځي ، هغه چې ډيرتيزاوورانوونكي وي،هغه دښځي په نامه يادوي اوهغه چې ډيردرانه او ورانونكي نه وي ، هغه ته دنارينه نوم ورکوي .سږ ددغه توپان نوم كاترينا و، چې په زرګونو اوسيدونكي يې دمرګ ميلمانه كړل اود زرګونو نورو يی بیا شتمنۍ  اوکورونه له منځه يووړل.

  سږ پردغه سيمه باندې كاترينا لكه دليونيو پرانګانانو په شان په هرڅه خولي لګولې ، په زرګونو كورونه دغه توپان په خپل قهرسره وران کړل اوپه هغه هيواد كې چې اوس يې دنړى په سرځان خدای باله نه شوكواى چې ددغه حقیقي خدايي كارپه وړاندې یوه وړه چاره هم وکړي،غمیزه په دی کې وه چې دلته داڅو شپې كيدې چې ويل كيدل كاترينا راتلونكي ده… خودايې نه ويل چې كله اوپه كومو شيبوكې به دلته رارسيږي ، ماناداچې خلكوته يوازې دومره ويل شوي وو، چې ښامار راځي ، خوداچې كله به دلته را رسيږي اوياداچې خلكوته بايد مخكې له مخكې ويل شوي واى ، داكارنه وشوى ،داسې لكه چې په نورو وختوكې به خلک له داسې خطرونو څخه خبریدل. خلکو به ویل داچې په دغه سيمه كې ترټولو زيات تورپوستي اوسيدل ، همداوه چې نه دحكومت اونه هم دنورو مسوولينو زياته انديښنه له دغو خلكو سره وه ، همداوه چې زياتره اوسيدونكي لا په خوب ويده وو، په زياترو خوپه نڅاځايو او شرابخانوكې دغه ملاماتوونكي توپان ديوالونه اوبنديزونه ور ونړول اوپه توره تياره كې يې ګرد سره يووړل ، خوحكومت او چارواكي داسې ويده وو، چې نه يې دپوليسودفتروخلكو ته ځواب وركاوه اونه هم داسې څوك وو ،چې په دغه حالت كې یې دسلګونو ماشومانوچغې اوفريادونه اوريدلي واى .

  دترومپ مور په هماغه شپه په داسې حال كې چې اوبه يې تر سينې ورپورته شوې وې له ترومپ سره دعراق په فلوجاكې دخپل موبایل له لارې خبرې كولي ، موريې فریاد ورته كاوه چې اوبه وار په وار راباندې راپورته کیږي،هيڅوك نشته چې ومې ژغوري ، زوى يې هلته چې نن يې ترلسو زيات پوځي ملګري له لاسه وركړي ووخپلې مورته په غريوناكه ژبه وويل :

– مورې، پريږده چې تاهلته سيلاب يوسې اومادلته ځانمرګي بريدونه ووژني ، زموږ ظالم واكمن ټول اوس يوازې تيل په خوب وينې ،هو، تیل هغه چې موږ ته زموږ دوينو په بيه لویږي،هغوى ستاسې اوزما په فكركې نه دي ، هغوى خپله خپله سوداګري پيل كړې اوپه هغې باندې بوخت دي … ځان دې خپل  خداى ته وسپاره اوله مسيح څخه مرسته وغواړه … هغوى چې په وينو تيل رانیسي،څرګنده ده چې هغوى به دا فكرهم كړي وي چې كه يې په دغو تيلو باندې اورولګيده نو بيا بايد څوك په كې وسوځي ؟  زه او ته …. هو مورې ځان په خداى وسپاره ، وګوره كه كومه وړه بيړې دچيرې مخې ترهغو چې ډوبيږي درغله په كې سپره شه … اوكه نه نوبيا نوځان خداى ته وسپاره اودپښتنودغه لنډۍ په زوره زوره ورته دامریکا حکومت ته یادګارپریږده اوچغوچغو ورته ووايه :

پرپږده چې خړ سيلاب مې يوسي       په لامبوزن آشنا مې ډيره نازيدمه .

اومایکل دچینوک دیارانودمرګ په شوک څوورځې له روغتون څخه دباندې راونه ووت. !

پاتې لري

تیره برخه دلته ولولۍ:

۲-۱ناول-  د خدای پامان امریکا 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply