په لوګر کې چاودنې تر سلو ډیرو کسانو ته مرګژوبله اړولې

729

په لوګر کې د موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي او په لسونو نور یې ټپیان کړي دي. د چارواکو په خبره لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه چاودنه د چا له خوا ترسره شوې ده.

  د لوګر ولایت ویاند دیدار لونګ، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې چاودنه په پل علم ښار کې د لوګر د ولایتي شورا د پخواني مشر کور ته نزدې شوې ده.  د هغه په خبره د چاودنې ځای ته نزدې یو روغتون هم پروت دی.

د کورنیو چارو وزارت طارق ارین، بیا ویلي دي چې په پل علم کې د جمعې د ورځې د چاودنې تلفات تر دې هم لوړیدای شي. د لوګر د د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي، ویلي دي چې چاودنې نزدې ۶۰ نور کسان ټپیان کړي هم دي. د افغانستان د عامه روغتیا وزارت یوه ویاند بیا ویلي چې تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي چې د ځینو وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.