په لوګر ولایت کې د طالبانو ډلې د بشري جنایت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

805

ارګ، کابل: د طالبانو ډلې نن ماښام د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د موټر بم چاودنه کې د کانکور ازموینې د زده کوونکو په ګډون زموږ یو شمېر بې ګناه هیوادوال د روژه ماتي پرمهال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، طالبان حتی په مبارکه روژه کې چې د رحمت او مغفرت میاشت ده زموږ د بې ګناه هیوادوالو له وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو له ویجاړولو لاس نه اخلي. طالبان د افغان وژنې له امله د خدای تعالی او افغان ملت پر وړاندې مسوول دي.
جمهوررئیس وویل، طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.
جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې د ټپیانو د درملنې او د قربانیانو کورنیو ته د رسیدګي لازمې لارښوونې وکړې. زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې دستور ورکړ چې د طالبانو دا بشري جنایت بې ځوابه پرېنږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.