لوګر کې د تیږې اچوونې پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې

232

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره په ازرې ولسوالي کې د لسګونه لوبغاړو ترمنځ د تیږې اچوونې رسمي سیالي شوې دي.

د یاد ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل سلام‌وطندار ته وویل، دا درې ورځنۍ سیالي د تېرې پنج‌شنبې ورځې راهیسې د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د ازرې ولسوالي په «اکبرخېل» کلي کې پيل شوې وې چې نن پای ته ورسیدې.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، په یادو سیالیو کې د ازرې ولسوالي د تیږې اچوونې لسګونه غوره لوبغاړو او سلګونه مینه‌والو ګډون کړی وو.

د لوګر د بدني روزنې او وزش امر وویل چې د شویو سیالیو څخه موخه په دغه ولایت کې د تیږې اچوونې سیالیو ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځته کول دي او  د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کول دي.

د جوړو شویو سیالیو پای کې لومړی مقام ننګیالي، دویم مقام بخت‌محمد او درېیم مقام جان‌اغا خپل کړل او یادو کسانو ته د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري ډالۍ هم ورکړل شوې

باید وویل شي چې د لوګر  د بدني روزنې او ورزش امریت په پام کې لري چې ورته سیالۍ د لوګر په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک، خروار او څرخ ولسوالیو ته هم وغځوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.