جين، جېن، جېنیتک

ماڼو احمدجان

922

GIN,GEN,GENITIK

جين، جېن، جېنیتک

زما د څیړنیزو لیکنو ګرانو او خوږو لوستوونکو اومینه والو، زه نن د تاسی سره، په یوې ډیرې اړینې اوعلمي کلیمې څرګندونې لرم .

هیله لرم چی، د پام وړ مو وګرځي :

د ساینس او ادب پوهانو له تعریفاتو څخه دا په ډاګه کیږي چی، د جینیټیک نوم د جین د نامه یوصفتي مفهوم افاده او معنا کوي  يې. تاسی ښاغلي کولای شئ د نړیوالو اینسایکلوپیدیاګانو په کور ورننوځئ اودنوموړي نوم په معناوو او تعریفاتو ځانونه پوهه کړئ !

 زما په اند د مقالې عنوان ډیر لوی او پراخ علمي اوادبي بحث دی اوپراخو توضیحاتو ته اړتیا لري ، زه یې په دی ځای کښی د بیلګې په توګه دالاندی مثالونه د انګریزۍ (ویکی پیدیا ) څخه لیکم اوبسنه پری کوم اوله تاسی څخه هیله لرم دموضوع دلا روښانتیا اود پراخو معلوماتو دلاس ته راوستلو او زما د ادعا د درستوالی په خاطر،چی زه نوموړی د (جین ، جینیټیک ) نوم د لرغونې آریایې( آریک / پشایې ) ژبې نوم ګڼم نړیوالې (ویکی پیدیا ) ته ورننوځئ اوهغه توضیحات چی ،لاندی یې زه لیکم د( ویکې پیدیا) دتوضیحاتو سره یې پرتله اووروسته خپل دقدر وړ ادبي اوعلمي نظر مونږ سره شریک کړئ .

                                                                                                          
Genetic

  • Geneticmay refer to: Genetics, in biology, the science of genes, heredity, and the variation of organisms Genetic, used as an adjective, refers to genes
  • 819 bytes (135 words) – 18:21, 9 May 2020

  • Genetic
    variation

Genetic variation is the difference in DNA among individuals or the differences between populations. There are multiple sources of genetic variation, including

13 KB (1,468 words) – 12:30, 23 February 2021
Aboriginal Australians
 (redirect from Genetic history of Aboriginal Australians)over 50,000 years. These peoples have a broadly shared, though complex, genetic history, but it is only in the last two hundred years that they have been52 KB (5,214 words) – 04:31, 28 February 2021

ښاغلو لوستونکو مخکښی له هرڅه (جین ، جینیټک ) په لرغونې آریایې ژبه (پشایې/ آریک ) پورې اړوند نومونه دي اوله دوو ځانګړو نومونو لکه، (جین، جن = کس، نفر ، شخص، انسان ،بني آدم) او د(ايتیک ) کلیمه یې په پشایې ژبه کښی د ( راغلی دی= امده است) معنی لري ،کله چی ،مونږ دواړه نومونه یودبل سره څنګ پر څنګ ولیکو نو، ورڅخه دا لاندی شکل یا ترکیب په لاس راځي لکه: ( جین + ایتیک = جین ایتیک ) لاس ته راځي دژبني ادب له مخې کله چی دوه صداداره ،غږیز توري ،یودبل سره یوځای راشي یو یې حذف اوله مینځه ځي لکه په (ایتیک ) په نامه کښی چی دوه غږیز توري( ا ) او (ی) چي ، څنګ پر څنګ راغلي دي ، اوس که مونږ دنوموړو غږیزو تورو څخه د(ا) توری له مینځه یوسو مونږ دا لاندی ترکیبي شکل ( جن + یتیک = جنیتیک ) یا که ،مونږ د دوو ساکنو ،بی غږو تورو په مینځ کښی یو غږیز توری ولیکولکه ،د (جن = نفر ….) د (ج) او (ن) د ثابتو تورو ترمینځ د ( ا) یا د (ی) توری ولیکو ورڅخه د ا شکلونه ( جین ایتیک ، جینیتیک ) شکلونه اوترکیبي نومونه په لاس راځي چی د (ویکي پیدیا ) دنامه څخه هډو توپیر نه لري اوکټ مټ دیوې سیکې دوه مخه دي . 

زمونږ دپورتنۍ توضیح څخه هدف او موخه داده چی ،نوموړې په اصطلاح لاتیني د (جنیتیک، جینیتیک ،جن ایتیک) نومونه لومړی ترکیبی نومونه اوبیا په پوره قوت دپشایې ژبې دادب  پوری اړوند نومونه دي چی، په دوو ډولونو ( جن) او(ایتیک ) په اشکالو کښی موپه لاس راوړل . چی ، د( جن ) نوم یې ( کس،،نفر،شخص، انسان ،بنی ادم) په معنا او د(ایتیک = راغلی + امده ) معنا لري اوس که دواړه ځانګړي پشایې نومونه یودبل سره یو ځای ولیکو ورڅخه ننی مروج په اصطلاح نړیوال مشهور ترکیبي نوم ( جنتیک ، جنیتیک ،جن ایتیک ) چی یوبل ته یې اشکال ورته اوهر اوریدونکی هم داوریدا په وخت کښی احساسوي چی دری واړه یو دیالیکتیک دی .

برسیره پرلوړې ادبې توضیح غواړم د ( جن = کس ،……) په اړوند خپل نظر د ښاغلو لوستونکوو سره شریک کړم چی، همدا د(جن ،جین ) نوم د اصلي آریایې ژبې (آریک / پشایې) څخه دنړۍ پرمخ ډیرو نورو، لکه هند اواروپایې ژبو اوهمدا شان عربي ژبې اوښایې ډیرونړیوالو ژوندیوو ژبو ته په پوره طاقت سره د( جین ،جن، جینیټیک ) په اشکالو ورننوتی وي او ورکښی شتون اواستعمال هم ولري او  په قران شریف کښی همدا نوم د (جین او جنین ) په ډول شتون لري. 

اوس غواړم د پشایې ( جن ، جین ،جن این) په نومونو کښی چی ،دلرغونې زمانې څخه رانیولې تر ننه په پشایې ژبه کښی په همدی نامه لا ژوندي نومونه دي ، هریو یې  خپله ځانګړې مانا لري خو،په نهایې تحلیل کښی دیوې ریښې څخه جوړیږي چی ،ریښه یې دپشایې ژبې د( جیک = ایښودل ، کیښوستل ) د مصدر څخه دګردان په نتیجه کښی لاس ته راځي په ترتیب سره لاس ته راغلي افعال یې دا دي ( جیم = ږدم = میګذارم ؛ جییې = ږدی = میګذاری ، جیګا = ږدي = میګذارد ؛ جیس = ږدو = میګذاریم ؛ جیدا = ږدئ = میګذارید ؛ جین ، جیین = ږدي =  میګذارند ) افعال په لاس راځي چی، دهمدی ګردان دجمع غائیب ضمیر لپاره مونږ هماغه دبحث فعل په لاس راوړ چی د (جین = ږدي = میګذارند ) ډول یې دی چی، دتولو هند او اروپایې ژبو ،سامی ژبو اودنړۍ پرمخ دنورو ژبو په ورځنیوو محاورو اوخبرو کښی پوره مستعمل دی .

همداشان که، مونږ د(جنیتیک ) دترکیبي نامه دوهمه برخه چی دپشایې ژبې (ایتیک= را غلی دی= امده است) یومطلق فعلی حالت دی لاس ته راځي . که اوس همدا امکاني فعلي حالت د ( جین = کس ،شخص …… ) سره یوځای ولیکو مونږ به داسی یو ترکیبي نوم په لاس راوړی وي لکه : ( جن ،جین =  کس ،شخص ….. + ایتیک = راغلی دی = امده است ) نو، دمعا دلې په جوړښټ کښی به مونږ داسی شکل لاس ته راوړو ( جن ،جین + ایتیک = جن ایتیک ، جنیتیک ،جینیتیک = کس راغلی دی …. = شخص امده است،نفر امده است …) په لاس راځي چی،زمونږ دبحث دترکیبي نوم څخه هډو توپیر نه لري لکه: ( جن ایتیک ،جینیتیک) دا وو په پشایې اصلي آریایې ژبه آریک کښی د (جین ، جینیتیک ) رښتینی اوباوري شکل !

اوس به راشو په عربې ژبه کښی د (جنین) نامه ته ،چی دانوم هم په پشایې ژبه کښی له دوو ټوټو ( جن ،جین = شخص ،نفر …) او(این = دي = هستند) د کلیمو څخه دپشایې ژبې د ( آیک = وول = بودن )  د مصدر د افعالو څخه په لاس راځي چه،( آ یم = یم  ، هستم ؛ آ یې = یې = هستی  ؛ اس = دی= است ؛ آ یس = یوو = هستیم ؛ ایمو = آ یدا = یې = هستید ؛ آ ین ، دي = هستند ) چی، د جمع غائیب  فعل ( آ ین = دي ،هستند ) لاس ته راوړ اوس که،چیرته مونږ ،لاس ته راغلی دجمع غائیب فعل ( آ یین = دي ،هستند)  د(جین) دنامه سره یوځای ولیکو دالاندی ترکیب په لاس راځي ،چی هیڅکله هم  د(جنیین،جنین ،جین) دترکیبي نامه څخه توپیر نه لري  یعنی (جن + آ ین  = جن آ ین = جن آین = نفر استند ،شخص استند …… ) له هره پلوه یوشانته دي ! همداشان که مونږ د (جن آین ) وترکیب د (آین ) دنامه دوه غ.یز توري لکه (آ ) او(ی) چی خوا په خوا راغلي دي د (آ) توری حذف اوله مینځه یې یوسو ، مونږبه د ( ین ) کلمه په لاس کښی ولرو چی په دی صورت کښی به مونږ د ( جن + ین = جنین ،جن این = کس دی ، یونفر دی ، یوکس دی ) لاس ته راوړی وي جی دعربۍ ژبې د (جنین ) څخه هډو توپیر نه لري یعنې دپشایې ژبې ( جن = کس ، نفر …)‌ سره دشکل له مخې یوشان دی ، پاتی دی نه وي ، چی دواړه نومونه (جن + آین ،جنین ) شکل یې دخپلې پوره معنی اومفهوم سره اوهم یې ریښه په پشایې ژبه کښی لیدلای اوکتلی شو .معنی داچی ، نوموړی ترکیبي نوم د پشایې ژبې د ادب څخه په عربي ژبه ورننوتی نوم او د پشایې ژبې ملکیت ګڼل کیدای شي .

 همدا ډول باید ووایم چی، د( جن = نفر ،کس ،شخص …… نوم د پشایې ژبې یو ژوندی اوپه پشایې ادب کښی مروج نوم دی چی، دزمانې په تیریدو سره دی نوم ځانته نوي نوي اشکال اوبڼی پیداکړي اوټول ډولونه یې په نهایې تحلیل په لاندی اشکالو اوښتي اویوه مانا لري .

لکه : جن / جان ،کان ،خان ، ګان ،ګن ، ګین ،جن ،جین او شاید ډیر نور مشابه نومونه وي چی دزمانې په تیریدویې ځانته بیل بیل دیالیکتونه پیدا کړیدي چی ریښه یې یوه  پشایې / آریک ده ،

 اوس ، چی د پورتنیوو توضیحاتو په پایله کښی مونږ دا ثابته کړه، چی پشایې ژبه هماغه آریک ژبه ده چی په پشایې ژبه کښی ( ګین = ملا= کمر، ستون فقرات ته هم ویل کیږي .

یادونه : باید ووایو چی د (جین ، ګین ) بیولوژیکي علمي ساینسي نوم دپشایې ژبې څخه سرچینه اخلي اوټولو ژوندیوو ژبو ادبیاتو ته په خپل علمي اوتاریځی قوت سره يوځای دعلمي اوساینسي بنسټه سره لا تراوسه په نړیوالو ژبو کښی داستعمال وړدی ، دا باید ورسره زیاته کړم چی، نوموړی د ( جین ،جنین ،جینیتیک ) ترکیبي نوم د خپلو مصادرو او افعالو سره لا تر ننه په خپل ادبي قوت په پشایې /آریک ژبه کښی شتون لري چی،په نورو غیر آریایې ژبو کښی هم خپله علمي پانګه یې داستعمال اواستفادی وړ ده.

دښاغلو ادب پوهانواوڅیړونکوو څخه په درناوي هیله کیږي ،چی دنوموړې ترکیبي کلیمې چی ،خورا زیاتې ارزونې ته اړتیا لري ،زما دالنډه ارزونه په مختصر ډول کښی ومني او دمقالی دلا ښکلا لپاره خپلې علمي ارزونې مه څپموئ ، هیله لرم دلوستونکو اودپوهانو اودانشمندان دپوهاوي لپاره خپل رغنده نیوکې او سمونې راسره شریکې کړئ !

په درنښت

(ماڼو احمدجان)

دنمارک ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ وروستۍ شپه .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.