پاکستان حقاني شبکې ته شاهین ورکوي

سیدعبدالله پاچا

618

راپورونه دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو له حقاني شبکې سره ژمنه کړې چې د سږ کال جګړې لپاره ورته طیاره ویشتونکي مزایل د شاهین په نوم ورکړي.

دا مزایل د دې جوګه دي چې لیرې واټن کې طیارې په نخښه کړي، طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې افغان پوځ له یو او بل هېواد څخه مرسته شوې طیارې بیرته له لاسه ورکړي او هوایي ځواک یې فلج شي.

حقاني شبکې د پاکستان د دې مرستو هرکلی کړی دی، حقاني شبکه چې د پاکستان تر مستقیمي قومندې لاندې ده، هر هغه کار کوي چې پاکستان پرې خوشحالیږي او افغان وطن پرې روانیږي.

تراوسه دا مزایل حقاني شبکې ته نه دي سپارل شوي، خو تمه شته چې په نږدې راتلونکي کې ورته وسپارل شي.

افغان ځواکونه چې اوس په سیمه کې یو پیاوړی ځواک یادیږي، یواځې هوایي ځواک برخه کې له کمو ستونزو سره مخ دی، خو بیا هم په دې امکاناتو کولی شي چې هر ځای طالبان او حقاني شبکې په نخښه کړي.

طالبان او حقاني شبکه دواړه له افغان ځواکونو سره نه شي مخامخ کیدلی چې جګړه وکړي، د دوی ټول تمرکز چریکي بریدونو باندې دی او کله چې مخامخ جګړه کوي، بیا د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي.

که چیرې پاکستان د حقانی شبکې ته لیري واټن ویشتونکي مزایل ورکړي، حقاني شبکه به د پاکستان له ډيره احسان منده شي او بیا به د پنجاب د ګټو لپاره هر هغه کار کوي چې د پاکستان حکومت یې غواړي.

دا وخت د دقیقو پریکړو او واضح دریځ دی چې افغانان باید د خپلو ځواکونو او حکومت تر څنګ ودریږي.

د افغان ځواکونو ملاتړ، د پنجاب مخالفت او له پنجاب سره جګړه ده، طالبان د پاکستان ملیشې دي او اجازه مه ورکوئ چې افغانستان خاوره او حکومت یو ځل بیا د پنجاب ولکو ته ولیږي.

هر څوک په خپل وطن کې ښه کاري، هر څوک په خپله رهبرۍ او ویاړلو مشرانو ښه ښکاري، نه دا چې د طالب په نوم د پاکستان جاسوسان درباندې حاکمیت کوي او د ملا او عالم په نوم باندې کسان دربانې د پاکستان پالیسي تطبیق کړي.

د پاکستان هیڅکله دا نه لوریږي چې موږ دې یو پیاوړی افغان امنیتي او دفاعي ځواک ولرو، د پاکستان هیڅکله دا نه لوریږي چې موږ دې یو سیستم ولر، د پاکستان هیڅکله دا نه لوریږي چې موږ دې یو خپلواک نظام او حکومت ولرو، نو بیداره شئ، د دښمن په مخکې لکه غر ودریږئ، ستاسو ځواکونه ستاسو د ناموس او خاورې ساتنه د وینې په بدل کې کوي او هیڅکله شاتګ نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.