موضوع : سوله او جګړه

لیکوال : محمد آصف احمدزی

1,755

سريزه

دا څو لسيزې په دغه هيواد کې بې عدالتي، وژنې، پر بې ګناه افغانانو بې رحمانه ظلم او زياتی، په کليو او کورونو کې د ماشومانو، ښځو، سپين ږیرو او ځوانانو بې ګناه وژل دوام لري او دا هغه پردی جنګ دی چې تر بل هر چا یې افغان ولس زيات زورولی او وژلی دی، خو په ګران هېواد کې ددغه تپل شوي جنګ د ختمېدو او له دې زياتو وژنو د خلاصون له پاره يواځينۍ لاره سوله ده.
سوله هیڅ کله بده کېدای نشي، ځکه ((سوله قرآن کريم په ډېرو مواردو کي ياده کړې ده او په هيڅ مورد کي يې بده نه ده بللې، که هغه د وړوکي کورنۍ د غړو تر منځ وي، که د مسلمانو ډلو تر منځ وي او حتی که د مسلمان هيواد او غير مسلمانو هيوادونو تر منځ وي…))《 ١》

سوله

سوله ژوند ده. سوله انسانيت ده. سوله مينه او ارام ده.

جګړه او سوله دوه متضادې کلمې دي چې د ټولنې له ښه والي او بد والي سره مستقيم اړيکه لري.
((په لغوي مانا سوله او امن سموالى، کره والى، د دوو غاړو ترمنځ د دښمنۍ پايته رسولو او پخلاکولو ته وايي.))《 ٢》

سوله هغه کلمه ده چې د دوو خواوو ترمنځ د جنګ او مخالفت کولو نه وروسته راځي یا په بله مانا سوله اوربند او د جنګ ختمولو ته وايي.((سوله د خدای(ج) پرېکنده امر دی چې مسلمانانو ته یې په بشپړه سوله او امن کې د داخېلدلو، اوسېدلو او ژوند کولو امر کړی دی.))《 ٣》

سوله د کورنۍ له چاپيريال څخه نيولې د هېواد، ټولنې او د نړۍ په کچه د وکړو ترمنځ غوره کار، ښيګڼه، خير، د ژوند نيکمرغي او د پرمختګ په پاره غوره لاره ده، چې د انسانانو ژوند ته، ورورګلوي، ښکلا، مينه، خوښي او هر اړخيز سمون وربښي.

رښتینی پرمختګ په سوله کې دی، نه په جنګ کې.

له سولې پرته ژوند له اختلافاتو، کرکو، بدګمانيو، تورتم او ويرې څخه ډک وي او هيڅ يوه ټولنه بې له سولې او امن نه پرمختګ نشي کولای، خو که وې هم کړي، اوږد مهالی به نه وي بلکې ډېر لنډ مهالی به وي.
همدا راز د سولې پرته، د ټولنې وګړي د ډول ډول بدبختيو او اختلافاتو سره مخامخ او د همدې بدبختيو او اختلافاتو له وجې خپل ژوند، کورنۍ …او په مخکې پراته فرصتونه له لاسه ور کوي.

د سولې پر وړاندې د افغانانو هيله

د څلوېښتو کالو را په دې خوا يواځينۍ اړتيا چې افغان ولس يې لري هغه سوله ده، هغه سوله چې څو لسيزې را په دې خوا يې افغان ولس انتظار باسي.

باید وويل شي چې نور افغانان له جګړو ستړي شوي ، سوله غواړي، کراري غواړي امن غواړي او د دې لپاره یواځې یوه لار شته چې هغه د سولې کولو لاره ده.

په انسانیت مو یو تربله مینان کړې خدایه!
مونږ افغانان نوره د سولې څښتنان کړې خدایه!

چې دا قاتل ټوپک پرخپله تر ګړنګ ګذار کړي
ناست په څوکۍ کې ورور له جنګ څخه پېښمان کړې خدایه!

لاس په دعا یمه چې ته مرور یار راولې
ته يې قبوله کړې پخلا را له جانان کړې خدایه

چې دغې خاورې ته يې سوله سوکالي غوښتله
ته خو پوره د شهیدانو دا ارمان کړې خدایه

چې د جنګونو او پردیو محتاجیو خلاص شو
نوراني سوال کړم چې ودان افغانستان کړې خدایه 《 ٤》

جګړه 

جنګ بدبختي ده. ناپوهي ده. جهالت ده.

پخواني خلک وايي: (( په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي.)) په ريښتيا هم جنګ ستر ناورين، وژنه، ويجاړي، وېره، بدبيني او بدمرغي رامنځته کوي.
((په جنګ کې بیړنی خبر یوازې او یوازې د مرګ، ویجاړيو، انفجار، بم او ترور خبر وي. په جنګ کې میندې د خپلو اولادونو له غمه د دې پر ځای چې له زړښت او ناروغۍ څخه ومري، د هغوی زړه د اولادونو له غمه چاودېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.))《 ٥》

په ټوله کې جنګ د انسانيت او سولې دوښمن دی، ځکه جنګ محروميتونه، مصیبتونه او روانې ناروغۍ زېږوي او د کورنيو تر منځ اړيکو ته زیان رسوي او پر دې زيانونو سربېره په جنګ کې يو شمېر غله او وينه زبېښونکي لويږي، خو نيک صالح، پوهان، عالمان، ښځې، ماشومان او د کار خلک په کې له منځه ځي.

د جګړې ګټې د چا دي؟

مونږ افغانان دا څلویښت کاله د جنګ په بټ کې سوځو او لا نور هم ظلمونه، هجرتونه، ګډوډۍ، بې امنيتي، قتلونه او تکلیفونه ګورو، خو ګټې يې زمونږ نه، بلکې د ګاونډيو هېوادونو دي.
ښکاره ده چې اوسنی روان جنګ د افغانستان جنګ نه دی، بلکې پرې تپل شوی، دا ځکه چې په یاد راوان جنګ کې نه افغان ولس گټه کوي او نه یې کولای شي. راځم لږ پر دې موضوع دلته تم کېږم.

که چيرې اوسني وضيعت ته پام وشي ګاونډي هېوادونه، لکه پاکستان، ايران، هند، امریکا … او روسیه د ګران هېواد په دننه کې د خپلو ګټو او نفوذ زياتولو لپاره کوکښښ کوي چې د سياست، اقتصاد، فرهنګ، تاوتريخوالي او په ټوله کې د جنګ له لارې خپلې ګټې پالي او لا کوښښ کوي چې د افغانستان په دننه کې د هر کار انجام کول پر خپلو ګټو او امتيازونو را وڅرخوي، خو په ټوله کې په هېواد کې ګټې د امريکا، پاکستان، ايران او هند دي، خو له بده بخته چې بې کوره کيږي، بې پلاره کيږي، څوځېږي، کړيږي …او بمباريږي افغانان.

د جګړې لګښت 

ايا پوهېږئ چې پر هر ورځني جنګ باندې د څومره ډالرو لګښت راځي!؟

له څو لسيزو را په دېخوا روان جنګ وښودله چې د سولې راتګ په ګران هېواد کې د جنګ له لارې ناممکن دی، نو افغان دواړو خواو ته پکار ده چې د خبرو له لارې مخ ته لاړ شي، نه د جنګ له لارې.

مونږ تول په دې پوه شوي يوو، چې پر جنګ کولو سوله نه راځي، نو پکار ده چې دواړه طرفونه دې ته پام وکړي چې هره ورځ، هره مياشت او هر کال پر جنګونو څومره لګښتونه راځي؟

په تاوده بحثو کې يو نظامي شنونکي د يوې دوه چرخه الوتکې د لګښت په اړه وويل: ((د جنګ لپاره کله چې یوه دوه چرخه الوتکه پورته کيږي، څه کم او زيات لس زره امريکايي ډالره لګښت پرې رازي.)) که له دې يوې الوتکې يې فرض کړو، ايا په ګران هېواد کې به د جنګ پر وسلو، نظامي تياري، موټرو، تېلو او داسې نورو څومره لګښت راځي؟ بې غېر له دې چې مونږ څومره ځاني زیانونه وینو.!

د جنګ پر ځای که دا لګښتونه د ګران هېواد په ابادۍ، د ښارونو په جوړښت، د بازارونو پر جوړښت، د اقتصاد د پياوړي کېدو پر لارو، د نظامي ځواک پر جوړښت، د اوبو پر مهارولو… او د بندونو په جوړولو لږيدلي واى، هېواد به مو نه يواځې پرمختګ کړئ واى، بلکې د نورو پرمختللو هېوادونو سيالي به يې هم کړې و او که په ځانګړي توګه د ښوونځيو په  کيفيت او کميت مصرف شوې واى اوس به له شته بدبختيو په امان کې وو.

نوټ : 

افغان ولس  له جنګ جګړو او ورور وژنې څخه ستړی شوی او نه دا جنګ دوی ته ګټه او ارامي ور کولی شي. د داسې یوې ورځې په هيله چې په هيواد کې ټول افغانان د يو  او بل په څنګ کي د سولي، ارامۍ او خوښۍ په فضاء کې د ورورولۍ ژوند ولري.

اخځليکونه :

١ ـ نايب، مولوي جمال الدين، ليکنه. افغان سباون ويب پانه
٢ ـ مايار، امينه مايار. ليکنه
٣ ـ انټرنيټ
٤ ـ نوراني، نورشاه نوراني. نن ټکی اسيا
٥ ـ وزيري، جنرال دولت وزيري، ليکنه . تاند ويب پانه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.