په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ څنګه دود کړو؟

ليکنه: محمد آصف احمدزی

0 1,207

کتاب د علم، پرمختګ او معرفت راز دی. که څوک غواړي چې ځان او نړۍ وپيژني او لا پرمختګ وکړي، نو د پېژندلو او لا پرمختګ له پاره غوره لار کتاب دی. همدا کتاب دی چې مونږ او تاسو ته د ښو لارښوونه کوي او د حق او ناحق ترمنځ تفکيک راښيي.

علمي صاحب د ناخلاص سر په اړه په خپل کتاب کې د انځور په منځ کې داسې ليکلي:
(( ناخلاص سر، ناخلاص کتاب ته ورته دی.))

کتابونه ولولئ! ځکه د کتابونو په لوستلو سره، هم ستاسو ژوند، هم افکار او هم کړه وړه سميږي. او همدارنګه کتابونه هغه لارې در ښيي چې ستاسو ژوند پرې بدلېدلی شي.

په دې ليکنه کې هغه موضوعګانې ښودل شوي، چې کېدای شي د مطالعې د فرهنګ په دودولو کې ګټورې تمامې شي.
يادې شوې هغه موضوعګانې دي، چې په اسانۍ سره د ټولنې هر وګړی د مطالعې په کولو روږدولی شي.

ــ د کتاب چاپونې اړوندې ادارې
ــ ليکوالان 
ــ دولت
ــ رسنۍ
ــ د کورنۍ مشران

په يوه داسې ټولنه کې چې ډېری وګړي يې د لوست او مطالعې کولو لېوال نه وي. داسې وسيلو ته اړتيا شته، چې له لارې يې خلک د مطالعې مينان شي.
نو په دغه برخه کې لاندې موضوعګانې اغېزمنې وينم.

        د کتاب چاپونې اړوندې ادارې

په افغانستان کې د مطالعې د فرهنګ نه موجوديت يو لامل دا هم کېدای شي چې دلته د کتاب چاپونې له پاره د اړوندو ادارو له خوا زيات لګښت اخيستل کيږي.

د کتاب چاپونې له پاره که اړوندې ادارې له ليکوالو سره همکارې شي نو په ټولنه کې به د مطالعې فرهنګ هم پياوړی شي او د دې ترڅنګه که د کتابونو چاپونه او د کتابونو د پلور لګښت کم شي؛ دا به هم د مطالعې د فرهنګ په دودولو کې زيات اغېزمن تمام شي، ځکه زمونږ او ستاسو د ټولنې وګړي زيات غربت/جنګ ځپلي خلک دي.

د کتابونو لګښت که لوړ وټاکل شي زيات شمېر خلک؛ په ځانګړي توګه ځوانان نشي کولای چې هغه کتابونه په اسانۍ سره را ونيسي. په دې برخه کې له اړوندو ادارو څخه مو غوښتنه دا ده: چې د کتابونو د لوړو بايوو په ټاکلو کې پاملرنه وکړي.

                   ليکوالان

  زمونږ په ټولنه کې د مطالعې د فرهنګ په دودولو کې تر ډېره حده زياته هيله له ليکوالو کيږي چې د مطالعې په برخه کې د نور پرمختللو هېوادونو په شان زيات کتابونه وليکي او د ليکل شوو کتابونو له لارې د ټولنې ځوانان د مطالعې له کولو سره اشنا کړي او لا يې د مطالعې کولو له پاره وهڅوي.

                   دولت

  د مطالعې د فرهنګ په دودولو کې دولت دا دنده پر غاړه لري، چې په دې برخه کې ښه پانګه اچونه وکړي او د ټولنې قشرونه د مطالعې کولو له پاره وهڅوي.

  همدارنګه دولت بايد د مطالعې د دودولو له پاره له ليکولانو، ژباړونکو، کتاب پلورونکو… او داسې نورو سره همکاري وکړي، ترڅو هغوی هم د مطالعې د پراختيا او دودولو لپاره په اسانۍ سره لا ډېر کار وکړي.

                 رسنۍ

  هر څومره چې دولت او ليکوالان دا دنده او مسؤوليت په غاړه لري چې تر خپل حده د ټولنې د قشرونو له پاره د مطالعې کولو زمينه برا بره کړي.
تر دې زيات مسؤوليت بايد شته رسنۍ پر غاړه واخلي، ځکه د ټولنې زيات وګړي د رسنيو په کتلو بوخت دي، هر کس يې هرو مرو يوځل ګوري او زما په اند د مطالعې د دودولو له پاره غوره لار همدا ده.

همدا راز  په ډېره ښه توګه رسنۍ د اعلانونو او داسې نورو شيانو په جوړولو سره کولای شي چې د ګران هېواد ډېری وګړي د مطالعې کولو ته وهڅوي او هغه ګټورې لارې چارې ورته وړاندې کړي، چې په اسانۍ سره وکولای شي د مطالعې له کولو سره روږدي شي.

              د کورنۍ مشر

د مطالعې د دودولو په برخه کې د کورنۍ مشر / مشران هم تر ډېره حده مسؤول وينم، ځکه مشران کولای شي د کورنۍ لاندې قشرونو، مشومانو او ځوانانو ته د مطالعې د ګټو او لارو چارو په برخه کې لارښوونې وکړي.

په ټولنه کې د هرې کورنۍ مشر د کورنۍ نورو غړو ته د مطالعې په برخه کې لارښونې وکړي، نه يواځې د مطالعې کولو لارې به يې ښودلې وي؛ بلکې د خپلې کورنۍ د نورو غړو پر وړاندې به يې خپل مسؤوليت هم ادا کړئ وي.

نوټ : په کومه ټولنه کې چې د مطالعې فرهنګ پياوړی وي، هماغومر د کتاب ليکنې، کتاب چاپونې او کتاب پلورنې کميت او کيفيت مخ په لوړتيا روانيږي. نو د ګران هېواد له ټولو وګړو په ځانګړي ډول له ځوانانو هيله کيږي : چې د کتاب لوستلو ته ارزښت ورکړئ او لا د مطالعې د فرهنګ دودولو ته کار وکړي.!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply