په ورځني ژوند کې باید څه وشي؟ / محمد آصف احمدزی

0 631

هره ټولنه ځوانانو ته اړتیا لري، او ځوانان کولای شي چې په ټولنه کې مثبت بدلون راولي.
هر ځوان ددې لپاره کوشش کوي  چې راتلونکی یې روښانه او ټولنې ته یې خیر ورسيږي او د ټولنې پرمختګ کې زحمت وباسي،  چې خپل ژوند او د نورو وګړو ژوند نیکمرغه او آرامه تېر شي.

مونږ او تاسو  په دې ښه پوهيږو، چې ټول په ټولنیزو او اقتصادي ستونزو کې را ګير یو، خو سره له دې ستونزو بیا هم کوښښ کوو، چې خپل ژوند له بدبينيو څخه وژغورو او د ښه ژوند د تیرېدو  په برخه کې هڅه وکړو .

د ټولنې هر فرد غواړي چې خوښ واوسي، هیڅوک به داسې نه وي؛ چې خپل ژوند کې خوښي ونه غواړي.
نو مونږ او تاسو د خپل ورځني ژوند لپاره څنګه فکر وکړو چې خپل روزمره ژوند مو ښه تېر شي!؟

تاسو یو ورځنی مهالویش جوړ کړئ، هغه څه چې کول یې غواړئ، هغه پکې ولیکئ او کوم کارونه چې مو کړي دي هغه هم پکې وليکئ.
همدارنګه خپلې موخې مو وټاکئ او خپل ورځنی مهالویش مو داسې عملي کړئ، چې خپلو موخو ته مو ورو ورو؛ ور ورسوي او خپلو موخو ته د رسيدو لپاره دا مناسبه او غوره لاره ده.

که تاسې غواړئ چې هر ورځ مو ښه او نیکمرغه تېره شي، نو په لاندې لیکنه کې تاسو لپاره مو څه لیکلي چې هغه باید د ورځني ژوند په بهير کې عملي شي :

    د الله تعاله اطاعت او بنده ګي کول :

پنځه وخته لمونځ کول او د الله تعاله په هستیو فکر کول.

       مطالعه :

هغه کار چې ستاسو ژوند کې زیات بدلون راولي او تاسو ښو کارونو ته سوق کوي او له بدې لارې نه مو منعه کوي، هغه مطالعه ده،  چې په خپل مسلک کې مطالعه او همدارنګه بیروني مطالعه لکه مجله، تلویزوني خبرونه …..  او دې سره سره ورځني مسایل باید ولوستل شي .

      تمرین یا ورزش :

زیاتره پوهان وايي: تمرین د صحت ځامن دی. تمرین وکړئ،  ځکه تمرین ستاسو بدن لا پیاوړی کوي او ستاسو د بدن غړي په حرکت راولي ،له تمرین کولو سره مو ذهن ارامتیا پیدا کوي او همدا آرامتیا ستاسو په ورځني ژوند کې د نورو کارونو پر وړاندې پیاوړي کوي.

     له خلکو سره ناسته او ولاړه  :

له داسې خلکو سره ناسته وکړئ، چې ستاسو قدر او عزت کوي .
ښه خلک او د هغوی ناسته او ولاړه پرمختګ درکوي او ښې لارې ته مو سوق کوي؛ که داسې نشئ کولی، نو د ژوند تيرېدو لپاره  یو صمیم ملګری وټاکئ، حال دا چې ښه ملګری ستاسو ژوند کې مثبت بدلون را وستلای شي ، ستاسو ښه او بد در په ګوته کوي او ښه ملګری مو په بریاوو خوشحاله کيږي.

         فکر :

کوم کارونه چې تاسو یې په ورځني ژوند کې تر سره کوئ، په هغو کارو باندې فکر وکړئ؛ چې کوم کارونه مو ښه دې او کوم کارونه مو بد دي،  په ښو کارونو باندې عمل او له بدو کارونو څخه ځان وژغورئ.

          منندویي :

هغه څه چې تاسو یې په ورځني ژوند کې تر سره کوئ که لږ وي او که زیات؛ خو دتل لپاره منندوی واوسئ او الله تعالی ته د ټولو کارونو شکر اوباسئ او له شکر سره سره نور هم زیار اوباسئ، چې ژوند مو لانیکمرغه او راحته شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply