ملي دفاع وزارت په ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۸ طالبان وژل شوي او ۱۳۲ نور ټپیان دي

574

 افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د خپلو هوايي قواوو په ملاتړ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۴۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

له ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې ۲۸۸ طالبان وژل شوي او ۱۳۲ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره یاد عملیات په کندهار، لغمان، ننګرهار، جوزجان، غزني، وردګ، لوګر، هرات، فراه، هملند او بغلان ولایتونو کې ترسره شوي.

اعلامیه کې همدا راز راغلي، چې په همدې موده کې د طالبانو له لوري د عامو خلکو د تګ راتګ پر لار ځای پر ځای شوي ۷۰ کړۍ ماینونه هم افغان ځواکونو له منځه وړي دي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ هم افغان ځواکونو په ټول هېواد کې ۳۵۱ طالبان وژلي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.